دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
اتلسمه برخه
چې له نېک سره نه يې،نوبايدله بدسره شې.
ښه دانادوښمنان دي. (انګلستان)
ښه کم ډېروخت پاتې کېږي.
ښه کسان کم عمر لري.(افغانستان-پښتو[ژ])
يونېک بل نېک هسې نه خوشې کوي.

) ښه ړومبی هغه وخت ورکېږي،چې لېرې وي.(انګلستان
ټول ښه څيزونه درې درې راځي.(المان)
داښه ده چې دښو له پاره يوڅه ولرې،خوچې دانېش وهل نه وي.
هرڅه په خپل ځای ښه دي ،هغه سړي وويل ؛چې کشيش ته يې دشاتو اوبه ورکړې او منشي ته يې کنياک.
له رښتيا پرته هيڅ شی ښه نه دی.(افريقا-ولوف)
هره ښه(نېکي) پای لري،پرته دخدای(ج) له نېکۍ نه.(ايرليند)
هرڅه ښه دي،چې پايله يې ښه وي.(انګلستان)
ښه کوه ښه ترلاسه کوې.(انګلستان)
ښه وکړه په درياب کې يې واچوه نه يې وړي.(افغانستان-پښتو[ژ])
کمې نېکۍ ته بايد سړی لوړ ارزښت ورکړي.(اووم پيدر)
چې ښه يې نوغلی اوسه.(پولينډ)
ښه ړومبي هغه وخت ښه کېږي چې خلک يې ياد( مشهور) کړي.
پرېږده چې ښه ښه وي اولانورښه وکړي.(اووم پيدر)
که ډېرښه نه پېداکېږی،لږ ښه هم ښه دي.
پوره ښه پوره چټلي ده.
«پوره ښه» نيم فاسدوي.
داټول نه دي،څه چې ډېردي،داښه دي.
ټول ځينې ښېګنې اوپه وحشتناکه اندازه چټلۍ لري.
هغه چې په خپله ښه نه وي هيڅکله څه ښه نه کوي.
دښوبدل کې ښه کول عدالت دی،دبدوبدل کې ښه کول مينه ده.(سوېډن)
څوک چې بدڅه ووايي،هيڅکله ښه نه ترلاسه کوي.
يوې ښځې دکنياکو په باب وويل: «داښه نه دي خو ښه کوي ».(سوېډن)
۸۶
طاووس چې خپلې لکۍ ته وکتل ويې ويل:«هرڅه ښه دي چې ښه پاي ولري».(انګلستان)
شېطان چې کله بيبل کې وکتل ويې ويل:« دلته ډېر کوچني اوښه شيان پېداکېږي».(سوېډن)
توکي
توکي په توکو پسې ځي.
پېسې په پېسو پسې ځي.(افغانستان-پښتو[ژ])
پېسې،پېسې ګټي.( افغانستان-پښتو[ژ])
کله چې توکي يې لامل شی،دوستي کمزورې کېږي.(پيدرلول)
ياري چې په شفتالوشوه،نوونه شوه.(افغانستان-پښتو[ژ])
تقلُبي توکي پلار شتمن کوي اوزوي غريبوي.
سترتوکي هم پاي لري.
توکي(کالي)اوزرزياتره له ښو(نېکۍ)نه زيات په پام کې نيول کېږي.(ايسليند)
يوانسان تردې چې ښه اوسي،زيات توکي نه لري.(انګلستان)
دهغه توکي په سپوږمۍ کې پراته دي.
که سړې مال(توکي) ورک کړي،لټوي يې؛که مېړانه(شجاعت)ورک کړي سخته ده چې پسې وګرځي.(ويتنام)
که مال دې ورک شو،هيڅ نه دي ورک شوی- که مېړانه دې ورکه شوه نيم ورک شوې،که وياړدې ورک شوټول ورک شوې.(پيدرلول)
ښه خلک
چېرته چې ښه خلک وي،ښه خلک ورته راځي.
ساده ګي/خوشباوري
ساده کس ډېرکم خاين راوځي.
نښتر(ونه)
هغه نښترته غوږونيسه،دکوم خواته چې ولاړيې.(فنليند)
يو کوچنی نښتر(کوچنۍدانه)زياتره ښې سترګې له منځه وړي.(پيدرلول)
قبر/مړستون
قبر يې پټوي اووخت يې هېروي.(سوېډن)
قبرچې څه يوځل ځانته واخيستل،هيڅکله يې بېرته نه ورکوي.(المان)
سړې له مرئيتوب نه وتلی شي خوله قبرنه هيڅکله نه .(يوګوسلاويا-سرب وکروات)
که ته زماله پاره يوقبرکنې،نويودځان له پاره کنې.(امريکا- بومي)
هغه چې دبل له پاره قبرکني په خپله په کې ولېږي)
دخسيسانوقبرونه دبدمرغۍ قبرونه دي.(بيبل)
کله چې زوړ بوډاديوې پيالې اوبو نيولو توان ونه لري، نوګوريې ځای کېدې شي.
۸۷
پرېږده چې هرخوګ په خپل ځای کې ښح شي.(انګلستان-مانکس(دايندواروپايي ژبويوه کوچنۍ څانګه ده چې دمانکس خلکوله خوويل کېږی)[ژ]).
مړي مړستون ته ،ژوندي دمړستون دسربيرو(څښاک) ته.(دوۍ په مړوپسې وروسته دهغه خاطرې يادوي اوڅښي يې[ژ.]) (اسپانيه)
کله چې قبروتړل شو(مړی ښخ شو)،غم ارامېږي.(اووم پيدر)
هيڅوک مخکې له دې چې قبر ته لاړشي،سپېڅلی(ښه) نه دی.
ښاخ/څانګه
يوښاخ ښه دې چې غټ شي،تر دې چې غوڅ شي.
په کږه ونه هم سم ښاخ وده کولې شي.
سړې بايدڅانګه هغه وخت قات کړي ،چې تنکۍ وي.
سړی بايدهيڅکله هغه څانګه غوڅه نه کړي،چې پرې ناست وي.
اشراف
اشراف په جنت کې دومره کم پېداوي لکه دبېوزله سړي په پخلنځي کې وريته شوې هيلۍ.(سوېډن)
ټپوس/کجير
ټپوس که هرڅومره لوړالوزي بوټۍ(لاش)بويولی شي.(افريقا-يوروبا(په لوېديزې افريقا کې دتورې کانګو ژبه ده چې نږدې شل مليونه وګړي پرې ګړېږي[ژ]).
ټپوس بې لامله پرکوم ځاې دورې نه وهي.(افريقا-کيکامبا)
خندا
هغه داسې خاندي لکه ټوټې شوې کڼاوې(لرګينې کوښې)/هغه ډېرخاندي.
هغه چې پرما خاندي،په کورکې دتفريح له پاره څه نه لري.
خوګ
خوګ دبزګردسپما قوتۍ(دبلی) ده.
دخوګ ژوند- ښه اولنډ.(فرانسه)
خوګ خرېږي،لکه مور چې ور زده کړي وي.
له کوچنيو خوګانو لوي خوګان جوړېږي.
که خوګان دمېز خواته وي پښې پرمېزږدي.(روسيه)
که تغاره (خانک)/اوخور خالي وی خوګان جنګېږی.(فنليند)
هغه خراب خوګ دې چې دبل خوګ له خانک(تغارې) څه نه شي خوړلی.
هغه چې څوک يې خپل خوګ ته ورکوي لېري نه دي
خوګ ته يې هغه وخت ورکړه چې خرېږي،اوماشوم ته يې هغه وخت چې ژاړي.
خوګ چې پرلکۍ دويښتوکړۍ ونه لري ،ښه خوګ نه دی.
۸۸
هيڅ خوګ دومره کوچنی نه وي،چې دويښتوکړۍ په لکۍ ونه شي وهلی.(سوېډن)
خوګ تل له دې ځورېږی ،لکه زوړ خوګ چې ځورېده.(پيدر لول)
هغه چې خوګه (ښځينه )يې شيندي ښايي تاوان يې خوګ ورکړي.(سوېډن)
که ته خوګ ووهی يايې پرېمينځي،خوهغه دخوګ غوندې خرېږي.(فنليند)
خوګ ددې له پاره چې:ځمکه سړه ده شونډک (پوز) يې ټپي،ډېرښه دليلونه لري .(فنليند)
له مړخوګ سره ټوکې مه کوه،کېدای شي پاڅېږي اوپرتاوغورېږي.
لوښی/کټوه
کوچنی لوښی ژرخوټکېږي.(هاليند)
کوچنی لوښي زرخوټکېږي اوتوېږي.
کوچني لوښي هم غوږلري.
په زړې کټوه کې هم دپسه غوښه پخېږي.(اووم پيدر)
څمڅۍ چې په کټوه کې نه وي چېرته بايد وي.
څه چې سړی له کټوې خوړلی شي په غاب کې يې نه شي خوړلی.(اووم پيدر)
چېرته چې کټوه خوټکېږي،دوستي ژوندکوي.
يوناني
که له يوناني سره دې لاس ورکړ،نوګوتې دې وشمېره.(البانيا)
کبل/واښه
دتګ راتګ په لار کې کبل نه زرغونېږي.(بلجيم-فلامسک)
پرهغه لارواښه زرغونېږي ،پرکومه چې هيڅوک نه ځي.
کله چې پيلان جنګېږي،واښه مروړل کېږي(پايمالېږي).(اندونيزيا-سونداني)
کله چې برخليک يې تړلی وي،ښايي سړی خپل واښه هم وخوري.
چې واښه غټېږي،غوا به مړه شي.(سوېډن)
څوچې واښه غټېږي ،اسپه به مړه وي.
وزې وزې مه مره !دلغمان وربشې رارسېږي.(افغانستان-دري[ژ])
کله چې شمال لګېږي،واښه بايد ځان کوږ کړي.(زوړچينايي)
دهرواښه پاڼې ځانکړې پرخه لري.
ملخ
په لاس کې يو ملخ له هغو لسو نه چې الوزي ښه دی.(عربي)
اوګره/کِير(شيربرنج)
هغه په دوه څمڅيو اوګره خوري.

۸۹
لکه پيشوله تودې اوګرې سره.
دهغه په خوله کې اوګره ده.(سوېډن)
شين
شين يول (دکرسمس ورځې)پوسکه(دمذهبی ورځو دچوټيو نوم)سپينوي(واورې اوري).
شنه واښه هم وچېدی شي(پروړه کېدی شي).
هغه پر خپلو شنوغوږونو بيدېږي.
هغه په شنه څانګه راغلی.
هغه خپلې اوږدې جرابې شنې کوي.
زما شين اړخ ته کېنه.(المان)
نېکان بايد دڅانګواوپاڼو غوندي شنه شي.(بيبل)
له شنو سترګيو سره ،هرڅه شنه وي.(جاپان)
شېطان چې کله خپله مورپه سېزونکوبوټوکې کېنوله ،ويې ويل:« شنوته ښه راغلې».
کله چې سپۍ ډمبرګلو(جعفري ګلانو)کې غول وکړل ويې ويل:«شنوته ښه راغلې».
خړ(ايرن رنګه)
له خړو وړيونه سړی خړکالي لاس ته راوړي.
دخړاو شين ډېرخراب ترکيب دی.
ستا دګناه له پاره درسره خړ(نيم سپين نيم تور)ويښتان هيڅ نه شي کولی.
خړسهارونه اوبدې مېرمنې دورځې ښې کېږي.(سهېلي يوليند-دنمارک)
هر خړرنګه،لېوه نه وي.(روسيه)
ژړا
ژړا غم کموي.
ژړا ارام بښونکې ده.(سوېدڼ)
ژړا زړه سپکوي.(افغانستان-پشتو[ژ])
ژړا له ځمکې(قبر) نه هيڅ نه راباسي.(ناروې)
مړی په ژړا نه راستنېږي .(افغانستان-پښتو[ژ])
سړې بايد په توی شويوشيدو پسې ونه ژاړي.(انګلستان)
دتندخوي (احساساتي)اوښکې ژروچېږي.(اووم پيدر)
زموږ اوښکې ژروچېږي،په ځانګړی ډول کله چې دنوروبدبختۍ رارسېږي.(لاتين)
هغه په وچواوښکو ژړل.(ايسليند)
هغه دسمسارې اوښکې تويولې(هغه دمکر ژړا کوله).
چې يودژړا له پاره موندل کېږی،بل دخنداله پاره هم موندل کېږي.(افريقا-بامبارا)
۹۰