دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
څوارلسمه برخه

هټۍ
هټيوال هيڅ دوستي نه پېژني.(روسيه)
خيانت
دزياتې غوړه مالۍ ترشاخيانت پټ وي.
په خپله دعيسی(ع) په يارانو کې هم يوخاين و.(ايټاليا)
احتياط
احتياط دښاروال غوره صفت دی.
احتياط دعقل مور ده.(هاليند)
تردې چې وواياست وبخښه ،احتياط ښه دی.(دامريکا متحدايالتونه)
داحتياط کارسړي کورنه سوزي.(افريقا- کيکونګو)
توپير

دباچا سالومون اويورګن هاتميګر ترمنځ توپير شته.
په خلکو اودکب په پتريو کې توپير دی.(دنمارک- لوېديز يوليند)
په کولر(ديوډول کب نوم دی[ژ]) اوماکريل(يوډول کب دی[ژ])کې توپير شته خودواړه کبان دي.
دډار پاي ښه دی تردی چې ډارپاي ونه لري.
پوهاوی/عقل
عقل په ږيره کې نه ،په سرکې دی.(روسيه)
هغه داسې غږېږي لکه چې پرې پوهېږي.
بايد پوه وی چې له ليوني/ناپوه سره لوبه کوي.
دفاع
حمله ډېره ښه دفاع ده.
څوک ،چې دځان دفاع کوي، په خپله شکايت/دعوه کوي.
لوړه(قَسَم)
سړی بايد په هيڅ شي لوړه(قَسَم)ونه کړي.(اووم پيدر)
۶۶

بې پروايي/لټي
دګاونډي له پټي نه هرزه ګياه دپاکولوله امله له خپل پټی سره بې پروايي مه کوه.
يوبايدوساتل شي اودبل په باب بې پروايي ونه شي.
دورکولو(دلګښت ورکول) په باب بې پروايۍ باندسړی ښه پوهېږي.(پيدرلول)
ويل
دځان په باب ويل تر ځان پټولواسان دي.
ارزښت
دامناسب ده هرڅوک هومره ترلاسه کړي چې ارزي (دچوپړ مطابق).
ازار/کړاو
هغه يومچ هم نه دی زورولی.(لاتين)
دهغه ترپښولاندې مېږی هم نه دی ازار شوی.(افغانستان – پښتو[ژ])
هغه يوپيشو هم نه ځورول.
موراوپلار
موراوپلار هيڅکله پړ(ناحق) نه دي.
سړی خپل موراوپلارپه خپله نه شي انتخابولی.(اسپانيا)
داغوره ده چې اولادونه پرموراوپلاروژاړي تردې چې موراوپلار پراولادونو وژاړي.
تريوزوړ بالاپوښ لاندي زيات وخت يوزوړقوي شرابی ځان پټوي.(اسپانيا)
غايب
غايب ډېرکم په حقه وي.(هسپانيه)
غايب بايد دپرېکړې کولوله پاره بشپړ حضورولري.
غايب هيڅ ميرات نه لري.(لاتين)
مخکې اوشاته
مخکې اوشاته برابراوږدوالی لري.
مخکې اوشاته دوه برابره اوږدوالی لري.
مخکې هغه ځي چې خطر اسانوی.(فيرور)
هغه چې وړاندې نه ګوري،شاته پاتې کېږي.(برازيل – پرتګالي)
بهرنی/پردی
پردۍ ډوډۍ ښه مزه لري.
دپردۍ وريته (غوښه)تل غوړه وي.
پردۍ سترګې له خپلوسترګو ډېرويني.
په پردي کورکې بايدسړی کوڼ او ګونګ وي.
۶۷
په کورکې له پردي نه مار ښه دی.(عربي)
پردی بايد به پردي هېواد کې ونه وهل شي.(افريقا- کيکونګو)
په پردي باورکول په دواړوسترګو ړوندوالی دی.(مالېزيا)
دپردی نفس(ساايستل) تل بدبوي لري.(المان)
په يوه هېوادکې له پردۍ مېوې نه بله هيڅ ميوه ترخه نه ده.(رومانيه)
پردی ته لکه دغل غوندې کتل کېږي.(جاپان)
له کونډې سره چې لاغمجنه ده مينه څرګنده کړه.
واده غوښتونکی/طلبګار
يودواده کولوغوښتونکی(طلبګار)بايدلکه دآس پېرونکی،پرځان پام وکړي.
طلبګاربايدله سترګونه زيات په غوږونووپوښتي.
که يوې نجلۍ درې طلبګارانوته نه وويل،ښايي وروسته خپله طلبګاره شي.
که څوک دپېسوله امله طلبګارشوی وي،مينه يې زيات دوام نه کوي.
آزادي
هغه له ماشي زياته آزادي لري چې پرهره ټنډه کېني.(اووم پيدر)
آزادي له پېسونه مخکې روانه وي.(ناروې)
آزادي ترټولو ښه سره زردي.
آزاد خلک له هيڅ شي نه ډارېږي.(روسيه)
آزادمرئی هم خوږې ډوډۍ ته اړه لري.(سوېډن)
يوه دانه لوبيا په ازادۍ کې داړتون له يوه ټوټه شُکلاد نه ښه ده.(انګلستان)
هيڅ سړی ازاد نه دي،څوک چې له ځانه ښاغلی نه وي.(يونان)
هغه چا چې آزادي له لاسه ورکړې ده ،نورڅه نه لري چې له لاسه يې ورکړي.(المان)
په پردي هېوادکې ازاد دکورله مرئي نه ښه دی.(المان)
څومره جګ موقعيت،هومره کمه ازادي .
اندېښنه/وسوسه
هرعمرخپلې اندېښنې لري.
پرانيستې دروازه سپېڅلی کس هم اندېښمن کولی شي.
. «موږپه اندېښنه کې مه پرېږده»دوړکتون ښوونکي کله يې چې دريم بوتل بيريې ورته کېښودوويل:
تقوا
په سترګوکې تقوا په زړه کې زهر .
دپسه تقوا لېوه تېرباسي کوي.
پرهېزګارخلک تل دزده کړی لګښت ورکوي.(سوېډن)
۶۸
دتقواسرکشي دوه برابره سرکشي وي.
شېطان چې کله خپله پزه په مېخ ګروله ويې ويل: «پرهېزګاران تل داسې کوي».
کنګل
څه چې څوک په کنګل کې جوړوي په ګرمۍ کې راغورځېږي.
کنګل بهردی،مګر پېسې په جېب کې ويلي کېږي.
کنګليزه هوا اودرواغ چټلې پايلې لري.
مېرمن
ميرمن دمېرمن شک لري.
مېوه
رسېدلې مېوه ړومبی راغورځېږي.
کله چې مېوه پخه وي،زياتره دسيلۍ په شپه راغورځي.(اووم پيدر)
خامه مېوه ژرخوساکېږي.(سوېډن)
هره مېوه دپخېدو خپل وخت لري.(روسيه)
تردې چې ونه له لاسه ورکړې ښه ده مېوه له لاسه ورکړې .(المان)
ډېرې پاڼې اولږه مېوه.(سوېډن)
له هر ګل نه مېوه نه جوړېږي.
ډېره ښه مېوه په څوکه کې وي.
له هغه ونې نه څوک دمېوې تمه نه کوي،چې يخ يې ګلان وهلي وي.(تبت)
ډار
له قانون نه مه ډارېږه له محکمې وډارشه.(روسيه)
له سبانۍ بدې پېښې مه ډارېږه.(ترکيه)
چې شپه يې ترمنځه وي له هغې بلامه ډارېږه.(پښتو- افغانستان[ژ])
له هغه وډارشه چې له تانه ډارېږي،که څه هم هغه ماشی اوته پيل يې.(فارسي)
ډارخطرغټوي.
له دار(دارځړول) نه ډار ډېر له هغه نه ژغورلي دي.
له مرګ نه ډارله مرګ نه بدتر دی.
ډارزر سترګې لري.
ډاراوږد قدم اخلي.
ډاردتاکبڼ(تاکستان)ساتونکی دی(ايتاليا)
ډارخلک ډېربد کارته اړباسي.)لاتين)
ډاردجرأت پلاراودډاډمورده.(انګلستان)
۶۹
ډارله مينې نه غښتلی دی.(انګلستان)
ډاردظلم لامل دی.(انګلستان)
ډارپه مينه کې پرمختګ نه لري.(المان)
ډارن هلکان ډېرکم له نجونوسره بيدېدواجازه ترلاسه کوي.(سوېډن)
ډارو،چې په نړۍ کې يې ړومبني خدايان پېداکړل.(لاتين)
ډاروچې،ړومبی يې ټوپک ته لاس کړ.(انګلستان)
هغه احمق وي چې له هغه څه ډارېږي چې حتمي وي.(لاتين)
څوک چې نه ډارېږي دځان ژغورندوی .(انګلستان)
ډارله هغه دی،چې له خدای نه ډارېږی.(ترکيه)
سړی له هغه څه کرکه کوي چې ترې ډارېږي.
ډاردې له ځان سره وساته،خوجرأت دې له ماسره وويشه.(انګلستان)
زړورټيا/بې شرمي
زړورتيا اجوره(پاداش) دی.
بې شرمه لکه دقصاب سپی.
خپلوان
خپلوان بايد سړی وشمېري،دوستان بايدغوره کړي.
ګيدړدسورسپي په باب وويل:« خپل له خپلونه نه بدتر دي».(پيدرلول)
بې خپلوانو ښه يې نه بې دوستانو.
چينډخ
چينډخ که هرڅومره ځان وپړسوي دغوايي غوندې به غټ شي خونه چوي.(اووم پيدر)
سړی چينډخه ترهغې په پښه وهلی شي ترڅوچې قويق يې نه وي کړی.(اووم پيدر)
چينډخه وايي: زه له ټوپ وهلو پرته بل څه نه لرم.(افريقا- واي)
چينډخه هم اوازکوي که څوک پرې پښه کېدي.(پوليند)
که غاښونه يې درلودې چونډخ به هم چيچل کولی.(ايتاليا)
دچينډخ بچي ته(په ماشومتوب کې) آسمان له تبۍ غټ نه وي.(چين)
چينډخ چې هرڅومره ټوپونه ووهي اخير په خپل ډنډکې وي.(شوروي اتحاد-کالموکي[دلوېديزې منګوليا ژبه(ژ)])
الوتونکې/مرغۍ
مرغۍ چې اوازونه کوي،نه پوهېږي چې څوک يې اوري.(پولياني)
الوتونکې اوازونه کوي يادانې لري يا پېسې.(اووم پيدر)
هره مرغۍ په خپله مښوکه غږونه باسي.
دهرې مرغۍ خپل اوازاورېدل خوښېږي.(انګلستان)
۷۰