دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
اولسمه برخه
نبوغ
نبوغ يوازې زحمت اوخواري ده.
نبوغ يوهنر دی چې دسخت کارمخه نيسي.(انګلستان)
نبوغ يوه برخه الهام اودرې برخې خولې تويول دی.(دامريکامتحدايالتونه)
ښاغلی
درې نسله په کاردي چې يوڅوک ښاغلی شي.(انګلستان)

ښاغلی زېږېدل يوتصادف دی،ښاغلی مړه کېدل يوهنر)
مستقيمه لار/لنډه لار
له کارپرته مستقيمه لارنه موندل کېږي.(اسپانيا)
کله چې لارې مساوي وی،لنډه لار مه لټوه.(روسي)
لنډه لار زياتره کږه وي .(پيدرلول)
کړنه
کړنه(عمل) وخت غواړي،مګروخت هم عمل غواړي.
کړنه له خبروزيات څه وايي.
شوی کارهيڅ راګرځېدل نه لري.(پيدرلول)
ترورخ تېرې اوبه نه راګرځي.(افغانستان-پښتو[ژ.])
شوی کارنه بدلېږي.
يوه ښه کړنه خپل مکافات /پاداش دی.(انګلستان)
هغه کار اسان دی چې غواړې ترسره شي.(سوېډن)
له سترجرم نه کوچنی کار ښه دی.(روسيه)
موږ په کړنو(کارونو) ژوند کوو، نه په کلونو.(انګلستان)
ديوښه کارله پاره بايدسړی پر سلو خرابو سترګې پټې کړي.
دنارينه و کړنې ،دښځوخبرې ./کړنې نران دی ،خبرې ښځې.(ايتاليا)
کارونه هېرېږي ،خوپايلې يې پاتې کېږي.(لاتين )
سختي/ممسکتيا
سختي له هرپول سره وده کوي.(ايسليند)
۸۱
سختي ګونۍ(بوجۍ)چَوي.(اسپانيا)
سختي هيڅ سټه نه لري.(سوېډن)
سختی دټولو پېټو(بارونو) سرچينه ده.(لاتين)
وږسترګی (حريث )دلوږې پېټی زيات وخت له نورو ټولو زيات وي.
دسخت بزګر اس خواروي.
ممسک تل غريب وي.(سوېډن)
ممسک مخکې تر دی چې خوله له خاوروډکه شي، هيڅ شی پوره نه لري.
ممسک بېوزله ژوندکوی چې بډای مړشي.
ممسک په دواړو خپه وي،هغه چې لري يې اوهغه چې نه يې لري.(پخوانی يونان)
(لاتين)« دممسک بټوه هيڅ وخت نه وايي چې« دابس دی
هغه ممسک،چې خپله شتمني ژوره ښخوي ،ځانته ددوزخ لار پرانيزي.(هند-هندي)
ممسک دخپلو پېسو خاوندنه دی،پېسې دهغه خاوند دی.
ممسک مخکې له مړينې هيڅ ښه (نېکي) نه کوي.(انګلستان)
کله چې ممسک هګۍ خوټکوي بېوزلانو ته سوپ(ښوروا) ورکوي.
غريب زيات محتاج وي،ممسک ټول محتاج وي.(لاتين)
اوږد ژونددممسک عذاب دی.(سوېډن)
مړينه دخسيس دپېسو دصندوق کيلي ده.(افريقا- هاوسا(دنايجيريا په شمال کې يوشمېر اوسېدونکی خلک)[ژ.])
که دخسيس لاس غوڅ هم کړې،وينه ترې نه راوځي.(شوروي اتحاد-چرميسي(داروپايي روسيې مرکزي برخې)[ژ.])
خسيس ترهغې چې خوله يې له خاورونه وي ډکه شوي،نه مړېږي.(ناروې)
زهر
هغه چې پرلاس ټپ ونه لري،زهر نيولی شي.(هند-تاميل)
ديوزهر دبل درمل دي.
زهرجن بوټې ډېرښايسته ګلان لری.
ګبين(شهد/عسل)که زيات وساتل شي زهرکېږی.(هند- هندی)
سړی کولی شي زهرجن کب وخوری،خو چې دژوندله پاره يې ګټور وي.(جاپان)
ښځه کول/واده
ښځه کول داس اخيستل نه دي.
له ښځې کولواودکنګل دسر له ګاډې سره بايد سړی پام وکړي.
واده کول اسان دي ،خوکورنۍ جوړول ګران.
واده کول اړين(ضروری) بددي.(زړه يوناني)
ښځه کول دلاتری لوبه ده.
واده کول ښځې چاغوي.(فنليند)
۸۲
واده کول دخپلو حقونو نيمول اوپازو(مسووليتونو)دوه برابره زياتول.(سوېډن)
واده کول په خپل پېټي (بګاژ) کې دمارايښودل دي.(افريقا-بانتو(په افريقا کې دځينو وکړو ژبه ده چې له کامرون مرکزي،ختيځې اوسويلي افريقا ته راخپره شوي.)[ژ.])
هغه چې په مينه واده کوي روښانه شپې اوسختې ورځې لري.
يوځل واده کول دنده ده،دوه ځله حماقت،دريم ځل لېونتوب دی.(هاليند)
زيات هغه چې دکروندې له پاره واده کوي په يوکال کې پښېمانه کېږي.
څوک يوازې له يوکس سره واده نه کوي ،بلکې له ¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬خپلوانو سره يې کوي.
ښځه کول اوښه ښځه کول،سره ډېر توپير لري.
له ښکلې ښځې سره واده کول له غم سره واده کول دي.(افريقا-زولو)
که واده وکړې اوکه ويې نه کړې،په دواړه حالته کې به پښېمانه يې.(زړه يوناني)
له هغه سړي سره واده وکړه،چې پر لاسونو تڼاکې ولري.(نوی زيلاند-پولياني(دپلينزې دټاپوګانو خلک)[ژ.])
که وخته واده وکړې،وخته پښېمانېږې.(هنګري)
مخکې(وخته)واده کول سړی مخکې زړوي.
له خرابې مېرمنې نه لونډ ښه دی.(چيلی-اسپانوي)
واده هغه وخت وکړه،چې ليدلی يې شې.
دپېسوله پاره واده مه کوه،پورکول ترې ارزان دي.(سکاتليند)
هغه چې هيڅکله اريان شوی نه وي،هيڅکله واده نه کوي.
چاته هيڅکله دواده کولواوياجګړې ته دتګ سلا(مشوره) مه ورکوه.
،کله چې زوي واده کوي،موريوزوی له لاسه ورکوي.‎کله چې لورواده کوي مور يوزوي پېداکوي
ټولې نجونې غواړی واده وکړي،خوبدرنګې يې ترټولو غوره ګڼې.
نجلۍ وويل:«کاشکې واده مې کړی وی،اوس به مې ډېره مينه ترلاسه کړي وی.»
واده شوي دوستان،نيم دوستان دي.
مېله/مېلمستيا
هغه يوه خرابه مېلمستيا ده،چې هيڅ ګيلاس په کې چپه نه شي.
چېرته چې بايد مېلمستيا وي،پرېږده چې مېله(خوښي) وي.
هغه چې مېله کوي،بايد لګښت يې هم ورکړي.
سړی بايد دمېلمستيا له جوړېدونه دمخه،زبات ونه کړي.
مخکې تر هغې چې کورته راشې،دمېلمستيا ستاينه مه کوه.
کله چې مېلمستيا پای ته رسېږي،هغه ترټولو ښه دی،چې په کورکې پاتې کېږي.(سوېډن)
ورکړه(لکه سوغات ورکول)
ورکول تر اخيستلو سپېڅلي دي.(بيبل)
دخدای خوشاله ورکوونکی خوښ دی.(بيبل)
۸۳
ورکوونکی ځان ته شهرت اخلي.(سوېلي افريقا-زولو)
ښه دی چې ځان ته غريب وې تردی چې ځان په غلا شتمن کړې.(دغلاله شتمنۍ بېوزلي ښه ده)
چې ډېر لری اضافی يې ورکوې،چې کم لرې له زړه نه يې ورکوې.(عربي)
دورکولو ډول،ترهغې چې څه شی ورکوي زيات ارزښت لري)
هغه چې ژر يې ورکوي،دوه برابره ورکوي.(لاتين)
هغه چې له غوښتلو پرته يې ورکوي،دوه برابره يې ورکوي.(عربی)
هغه،چې غواړي وريې کړي ،پوښتنه نه کوي.(المان)
هغه چې درته ښې/خوږې خبرې کوي به تشه کاچوغه دې مړوي.(انګلستان)
يو«دلته ښه دې» له هغو لسونه چې « درسره مرسته کېږي».(المان)
يوماشوم ته ورکول زياتره ښه وي.
هغه چې لرې يې،دهغې له پاره يې مه ورکوه چې ارزويې لرې. (اسپانيا)
سانکت پيدر ته دومره ډېرمه ورکوه چې بېوزله شې.(ايتاليا)
هغه چې څه لري اوورکوي يې،ځان ګداکوي.(کولمبيا-اسپانوي)
هغه چې ګدا ته يې ورکوي،بايد ترڅو چې وي مبارزه وکړي..
هغه چې(سوغات) ورکوي،ښه ګاونډيان ډېرلري.(فرانسه)
هغه چې دنورو سپيو ته ډودۍ ورکوي،خپل به يې داړي.(لاتين)
هغه ته يولوېشت ورکړه،هغه به يوګز درکړي.(انګلستان)
هغه ته په سختۍ يوچرګ ورکړه،پخوا تردې چې هغه هم يوچاغ پسه ولري.(شوروی اتحاد-لاتويا)
هغه هسې يوه مڼه نه ورکوي ترڅوچې بېرته ناک ترلاسه نه کړي..
کله چې کشيش دکليسا چوپړي ته څپېړه ورکړه ويې ويل:«دامبارکه ده چې وريې کړې تردې چې واېخلې.»
هغه چې ښيښه يي سرلري،بايدپه نورو پسې ډبرې ګوزارنه کړي.(انګلستان)
څوک چې په خپله په ښيښه يي کورکې اوسي بايد ډبرې ګوزارنه کړي.
چې ښيښه ماته وي،څوک يې په ټوټو ځان نه غوڅوي.
هېرول
ښه ده سړی هغه څه هېرکړی،چې ترلاسه کولی يې نه شي.
ځمکه يې پټوي،نړۍ يې هېروي.
دسړی خپلې پخوانۍ ورځې هېرېږي-اوهېرې شوې دي.
هېرول دناشکرۍ مورده.(المان)
کم ليدل شوی،ژرهېرشوی.(انکلستان)
هغه هېرشوی چې بوی يې بهر دی(احوال يې نه شته).(پيدرلول)
خوښي
خوښي خوښي خپروي.
۸۴
خوښي اوغم يو بربل پسې وي.(سوېډن)
خوښي تلپاتې نه وي،غم ناپايه نه وي.(روسيه)
خوښي کوچنی بدن لري.(افريقا-يوروبا)
ستا دننۍ خوښي له شتمنۍ نه ښه ده.(ايسليند)
يوخوښ انسان له غمجن سره يوبرابر ژوندکوي.(لاتين)
خوشاله زړه دبدن له پاره ښه دی،خواشينی روحيه غم دهډوکومغزته راکاږي.(بيبل)
انسان بايد خوښ او نېک وي،که څه هم دمرګ منتظروي.(هوامول(دوايکنګانو دوخت شعري ټوټه)[ژ.])
ستره خوښي ژاړي،غټ غم خاندي.(فرانسه)
لڼده خوښي،اوږده پښېماني.(انګلستان)
دخوښۍدکور دروازې مخ ته احتياط کوه.(ايسليند)
کله چې په سالون(خونه) کې خوښي وي،دسالون مخ ته خپګان وي.(سوېډن)
هغه دندې،چې په خوښۍ کې سپارل شوي،په خپګان کې پاي ته رسېږي.(هند)
هغه چې له مخکې نه خوښي کوي،ډېرې نهيلۍ يې په برخه کېږي.
له ښځې پرته هيڅ خوښي بشپړه نه وي.
له شرابو پرته هيڅ خوښي نه پېداکېږي.(تلمود(هبری-يهودی)[ژ.])
تل دخوښۍ سندرې نه وي.
سپرغۍ
کوچنۍ سپرغۍ ټول ځنګل روښانولی شي.
کوچنۍ سپرغۍ ستراوربلوي.(پيدرلول)
هغه چې له سپرغيوډارېږي،خراب زرګر ترې جوړېږي.(سوېډن)
کوچنۍ سپرغۍ په تورتم کې رڼا کولی شي.
ښه اونېک
موږنه شوکولې ټول يوبرابر ښه اوسو.
هرڅوک دځان له پاره ښه دی،خدای زموږدټولو له پاره.(اووم پيدر)
دسترې نېکۍ له پاره هيلې ويښېږي.(سوډان-دينکا(دسوډان په سويل يوډېر شمېرخلک دي)[ژ.])
له حده زيات ښه دنورومسخره دی.(سوېډن)
هغه چې ډېرښه وي،خوګانوته خواړه ورکوي.(سوېډن)
سړی بايدله نورسره ښه وي،اوله ځان سره ډېرښه وي.
څوک به ښه وي،چې دخپل ځان له پاره ښه نه وي؟
که ته ښه کېدې نه شی،نواحتياط کوه.(دامريکامتحدايالتونه)
څوک ددې له پاره نه راځي چې هغه څومره ستره ده،خوددې له پاره چې څومره ښه ده.