دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰ متلونه او مقولې

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
لسمه برخه
هغه په قَسمونوشېطان هم له دوزخ نه بهرباسي .(انګلستان)
دمجبوريت قَسم نه ګڼل کېږي.
غڼه
غڼه اوماشی له يوبل سره ژمنه نه کوي.(جمايکا-انګرېزي)
پاتې کېدل
له پړانګ نه پوټکې پاتې کېږي اوله سړی نه نوم .(جاپان)
پيل چې مري دپښوپل يې پاتې کېږي،صدف چې مري قشقولۍ يې پاتي کېږي.(ويتنام)
پېښې(تقليد)
پېښې (تقليد) کول ښه ستايل دي.
مرګ درته تر هغهې صبرکوی چې لمسي دي دروازې مخ ته لوبې وکړي.(هندي- هند)

څېړۍ
غټه څېړۍ له کوچني پيرګي رازرغونېږي.(دامريکامتحد ايالتونه)
څېړۍ اونښتر له يوبل سره ورته نه دي .(اووم فيدر)
چې څېړۍ راوغورځي،ټول پيرګي ترې راټولېږي.
څېړۍ هم دتبر په ډېرو ګوزارونو راغورځي.( اووم فيدر)
زړه څېړۍ هم تازه ځېلۍ لري.(روسيه)
که څېړۍ له اېسک(ايرن رنګه ونه ده چې تنه دايرو به څېر رنګ لري له اته زره کلوراهيسي ددنمارک په ځنګلونوکې پيداکېږي ا وتر۳۵ مترو پورې لوړېږي[ژ]) مخکې غوټۍ وکړې نوله اوړی لاس پرېمينځه،اوکه اېسک له څېړۍ مخکې غوټۍ وسپړي نواوړی پيکه کېږي .
خپل
هرکس ته دخپلو غولو بوي ښه ښکاري.(سوېډن)
ډوډۍ په خپله څيپۍ(کاچوغه) ښه خوندکوي.
ښه ده چې سړي په خپلوپښو ودرېږي.
دخپلې تېروتنې ليدل سخت دي.
يوه خپله سترګه دپردۍ تر دوسترګو ښه ده
سړی يې بايد له خپلو واوري.
ځان خوښي
ځان خوښي عمري ناروغي ده.(ايتاليا)
۴۶
خپه کړی شوی ځان خوښی ځان نه بښي.
خپل(څښتنتوب)
له کرايي نه ښه ده چې خپل ولرې .
تردې چې دډېرو تمه ولرو لږ لرل ښه دي.
خپل ملکيت دچوغکو په څېرداوسېدو همېشنې ځای نه شی موندلی.(سومری)
مثال(بېلګه)
ښه مثال ډېر ښه نصيحت دی.(انګلستان)
مثال(بېلګه) خپريږي.
پيل(اتي)
پيل(اتي) دخپل خړتوم په وزن نه پوهېږي.(افريقا-زولو)
پيل (اتي)به يوه ورځ نه غټېږي.(افريقا-ګيو)
هغه چې پر پيل سپوروی دسپي له داړلو نه ډارېږي.(هند)
ترڅو چې پرپيل نه وي سپورشوی،قضاوت پری ي نه شي کولی.(برما)
قوي پيل په يو ې رسۍ تړل کېدی شي،اوډېرکمزوري ديو بل په ملاتړقوي کېدی شي.(هند)
پيل په يوه ورځ نه خوسا کېږي.(افريقا-کرو[ژبه.ژ])
دمړپيل ټوټې کول اسان دي.(افريقا-يوروبا[افريقايي قبيله ده.ژ])
که يوسړي اوږد عمرولري،هغه به يوبشپړ پيل وخوري.(افريقا-وی[په برازيل کې دپرتګالي ډلې ژبه ده.ژ])
کله چې پيلان جنګېږي ،واښه پښې په ځمکه کې ټينګوي.(اندونيزيا-سونداني)
هغه دومره خطرناک دی لکه پيل دچيني لوښو هټۍ کې.(فرانسه)
دوۍ غواړي چې پيل دستنې له ستومي(سوري) تېرشي.(هيبری)
سړی بايدله ماشي پيل جوړنه کړي.( سوېډن)
دپيل هډوکی دمږې له غاښونو لاس ته نه راځي.
هغه دغوزو(دنښترغوزې) په مهال راغی.(بيبل)
مينه
له ماسره کمه خودډېروخت له پاره مينه وکړه- خوزما دپېسو له پاره مې مه اخله.
له خپل مېړه سره مينه وکړه او پاژولې (يو ډول اوږدې پنډې جرابې) يي ودروه(له ګرځېدويې بندکړه).
هغه چې رښتينې مينه کوي ډېروخت مينه کوي .
هغه چې زياته مينه کوي،زيات څه ترلاسه کوي.
سړی له هغه سره مينه کوي چې ورسره ورته وي.
چاته چې ډېرګران يې بايدودې ژړوي.(عربي)
دوست به دې وژړوي،دوښمن به دې وخندوي.(افغانستان- پښتو[ژ])
هغه چې مينه کوي،باور(اعتماد)هم کوي.(ايتاليا)
۴۷
کله چې مينه کوو،نوزړه قضاوت کوي.(فرانسه)
دځينوښايسته ښځه خوښيږي،دځينودغوښې سوپ (ښوروا).(روسيه)
چې دمېړه يې خوښېږي،ښځه يې ترې کرکه کوي،چې دښځې يې بدراځي دمېړه يې خوښېږي.
هغه له هغې سره داسې مينه لري لکه زوړ اس له خپلې مور سره کله يې چې ويې نه چيچي نوګوزار پرې کوي.
داسې مينه درسره لرم لکه خوګه(ښځينه خوګ) له خټوسره.(کريولي)
هغه چې مينه نه کوی احمق دی،هغه ډېرژوند نه شي کولی.(هومول [دوايکنګانو دمهال شعري ټوټه-ژ.])
ميننان دويلوله پاره ډېرڅه لري،خوهمېشه يو ډول(تکرار)وي. (المان)
که غواړی چې مينه درسره وشي،مينه وکړه.(لاتين)
دميننانوله پاره بغدادليرې نه دی.(ترکيه)
مينه لکه اوښتې(تاوشوې)پښه دويم ځل په اسانۍ راځي.(اسپانيا)
هغه چې مينه يې کړي وي،پوهېږي چې همېشنۍ ناارامی څنګه وي.(اسپانيا)
مَين
دمينانو په سترګوکې دننکيو سوري وي.(جاپان)
دمَين خپه کول ځان ته دوښمن پېداکول دي.(دامريکا متحده ايالتونه)
مينه
بې پېسو مينه ډېردوام نه لري.(اووم پيدر)
دولتي دنده/مقام
دولتي مقام خپله ژمنه لري خلک خپلې ځانګړي چارې /موضوعګانې.(چين)
دنده سپېڅلې ده اومقام شېطان دی.(المان)
شېطان چې چاته دنده ورکړه نودغدارۍ اجازه هم ورکوي.
داښه ده چې سړی يوه دنده ترلاسه کړي ترهغې غوره داده چې دنده يوه سړی ترلاسه کړي.(سوېډن)
يو
يوځل هيڅ ځل ،دويم ځل عادت دی
يوځل عادت نه دی.(هاليند)
نن چې په يوارزي سبا دوه ارزښت لري.(انګلستان)
يوه توتکالکې/توتکۍ (مرغۍ) دپسرلي نښه نه ده.
په يوګل نه پسرلی کېږي.(افغانستان-پښتو[ژ])
يوسکه(توره پېسه) په جېب کې شرنګ نه کوي.
په لاس کې يوه مرغۍ دهواله لسو مرغيو نه ښه ده.
په تبخي کې يو کب دسمندر له لسو نه ښه دی.
يو ديو پر خلاف دوه دشېطان پرخلاف.
يومچ داوړي نښه نه ده.
۴۸
يوسړی بېړۍښه اداره کوي.ښه ده ترلسو وروسته نه.
يوشاهد هيڅ شاهد نه دی.(لاتين)
ټول پريوه پره(قطعه) مه ږده.
څه چې يو يې کوي،ټول يې کوی.
غواړې يو، وبه کړې بل.
په زړه دې يوه وي،درپېښه به بله شي.(افغانستان- پښتو[ژ])
هغه چې يووايي ښايی دوه هم ووايي.(سويس-ريتورماني)
پاي
پاي له پېل سره ډېرکم وخت(کله ناکله) ورته وي.(سوېډن)
ټول ښه دي،چې ښه پاي ته ورسېږي.(انګلستان)
هرڅه يو پاي لري ،پرته له ساسيچ نه چې دوه لري.
هرڅه پاي لري ،پرته دکور له کار اوددوزخ له درد نه.(دنمارک-لوېديځ يوليند)
تر بې پاي ډاره،له ډارسره پاي غوره دی.
“هرڅه يوپاي لري- خداي رايې کړه زه هيڅ نه لرم” ،هلک وويل،هغه بايد وريجې ولري.(ناروې)
يووخت
يووخت يووخت و،اوس اوس دی.(جاپان)
پرښته
بهر پرښته، دننه شېطان.
ځوانه پرښته غواړي زوړشېطان شي.(اووم پيدر)
کوچنۍ پرښتې زيات وخت ستر .....(سوېډن)
پرښته په سالون کې تېرېږي.
انګلستان
انګلستان هرڅه بايلي ،غېرله وروستي نه.
انګلستان دښځوله پاره جنت ،دچوپړيانو له پاره عذاب اوداسونو له پاره دوزخ دی.(انګلستان)
توافق
توافق قوت ورکوي.
توافق يوکلک پړی دي چې خلک اوهېوادسره يوځای کوي.(سوېډن)
که انسانان سره توافق وکړي سمندرهم وچولی شي.(هند-هندي)
که ښځه اومېړه موافق نه وي ،خلک پرې هم بې باوره کېږي.
يوموافق غرڅه ته ليوه هم خطرنه لري.(روسيه)
کونډه
کونډې لنډه حافظه لري.
۴۹
کونډې لکه شنې ونې دي سوزي يې يوسراواوبه يې له بل سرنه څاڅي.
کنډه لکه يو بې چته کوردی.(شوروي اتحاد- ايسيتي)
کونډه يو بې ستنې خېمه ده.(رومانيا)
شتمنه کونډه په يوه سترګه ژاړی اوپه بله خاندي.(پرتګال)
دشتمنې کونډې اوښکې ژروچېږي.
څه چې سړی دکونډې په کورکې پېداکوي،دپېغلې په بوټونوکې يې نه شي.(سوېډن)
ځوانه کونډه تر زړې ناواده شوې ښه ده.(يهودي)
کونتون(کونډېتوب) ګيله مندي/شکايت دی.(سوېډن)
کونډسړی
کله چې کونډسړی بيا واده کوي،سړی ښځه پېداکوي،خومشومان مور نه پېداکوي.
کله چې خدای غواړی وخاندي،نوزوړسړی کونډوي.(سوېډن)
دژرنده ګړي چرګه اودکونډسړي چوپړۍ(خدمتګاره)هيڅکله له لوږې نه شکايت نه کوي.
يوازيتوب
يوازېتوب دفکرونو مورده.
له فاسدې مېلمستيا نه يوازېتوب ښه دی .
يوپوه سړی هيڅکله يوازې نه دی کله چې هغه ځانله وي.(لاتين)
يوازې مرغۍ ځاله نه جوړوي.
سترښارونه،ستريوازېتوبونه.
يوازېتوب ښه نه دی،نه يووخت په جنت کې.(يهودي)
جنت په يارانو ښه ښکاري.(افغانستان-پښتو[ژ])
يادا- يا
ياداچې څښې ياژمنه ماتوې.(لاتين)
ياشپېلی وهې ياداچې سندره وايې.
يا ښه ياخراب.
يا مرګ يا بري.
يا توره وهل يا ځغستل.
دنريا خرپ وي يا ترپ.(افغانستان- پښتو[ژ])
يا انتظار يا ځغلول.
يامخکې يا شاته.
يا پاس يا کښته .
يا ترمخ يا ترشا.
يا موافق يا مخالف.

دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې

۵۰