شـــهید وروڼــــه
دودیال
یوه لنډه تاریخی کیسه:
د کابل ښار جنوب لوري ته، کله چې د پخوانۍ لاهورۍ دروازې څخه تېرشئ او نور هم جنوب لوري ته وړاندې ځئ، نو د تاریخې بالاحصار ختیځې دروازې ته رسیږئ. له دې ځایه چې نور هم جنوب خواته روان شئ، دسړک خواسره یوه ویاله ستوی رابهیږي چې دغه ویاله پخوا د استقلال ترجادې پورې راغلې وه او په پای کې له پُل محمودخان سره د کابل سیند سره ګډېدله، هغو کلونو کې به دغه ویاله ډکه بهیدله.