څو مشهورې تېروتنې

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بشیر دودیال

 

(دوه یمه برخه)

د دغې لیکنې لومړۍ برخه (چند غلط مشهور) تر سرلیک لاندې خپره شوه، په هغې لیکنه کې د یو څو ډیرو عامو تیروتنو له ځینوبیلګو سره مشهورې تیر وتنې وښودل شوی.

په پښتو کې هم دا ډول بالکل معمول شوې تیروتنې لرو. دلته موخه دا نه ده چې یوه علمی /درنه (Scientific/heavy writing) لیکنه دهغې ټولو ځانګړنو سره توضیح او مثالونه یې راوړو، موخه دا هم نه ده چې ټولو کره ادبي معیارونو څخه یادونه وشي، بلکې زموږ ورځنیو عادی لیکنو کې دود شوې تیروتنی دی، چې اصلاح کول یې هم ضروري دي او هم اسانه.

ټولو اروپایی ژبو کې په متن کې اعداد له صفر څخه تر نهو پورې په تورو(حروفو) لیکي، سره له دې چې د هغوی ډیر لږ شمیر اعداد له تورو سره ورته والی لري، خو زموږ ګڼ شمیر لیکوال دغه عامه قاعده نه رعایتوي ، چې د لوستلو پر مهال د ځنډ او د روان لوستلو د خنډ لامل کیږي. د بیلګې په توګه لا هم یو شمیر درانه خبریالان، ژورنالیستان او لیکوال لیکی:

احمد۱ورور او ۳خویندې درلودې.

ډیره به غوره وی چې له لسو ټیت ارقام (اعداد) په متن کی په حروفو ولیکو، نو لیکنه به په دې ډول اسانه او روښانه شي:   احمد یو ورور او درې خویندې درلودې. په تیره بیا که لیکنه کی د کلماتو ترمنځ فاصله(space ) هم نه وي، نوستونزه لا زیاتیږی. د لیکنې په عنوان کی د اعدادو راوستل د دې ډول تیروتنې یو بل مثال دی. په عنوان کې باید ارقام په حرف ولیکل شي. یو بل ناسم عام شوې مثال:

  • د کرنې وزارت یو کنفرانس په لاره واچاو !!

د مدني ټولنې غړو مظاهره په لاره واچوله !

مظاهره او کنفرانس په لاره باندې نه اچول کیږی. ډیره به ښه وي چې ولیکو:

د کرنې وزارت کې یو کنفرانس دایر/ جوړ شو.   یا : د مدني ټولنې غړو مظاهره وکړه/ مظاهرې ته راووتل،...

  • ضراب ډیر مناسب، موزون، معنا لرونکی او په تیره له یوه شرکت او سوداګری موسسې سره جوړ نوم دی، خو ډیرو ځایونو کی یی د زراب او ځینو کی د ضراب په بڼه لولو او ګورو.
  • څو ورځې وړاندې خبر خپور شو چې باختر افغان بیا په کار پیل کوي!؟ خبریال دغه نوم نیمګړی رااخیستی . د دغه شرکت نوم ( باختر افغان الوتنه) و، که نیم نوم پریږدو .، یواځی باختر افغان یی ولیکو، دلیکوال بی خبری څرګندوی او د یوې ډیرې بریالی او نیک نوم لرونکی موسسې (شرکت) په حق کی جفا ده او معنا هم ورڅخه نه اخیستل کیږی، خو د ( الوتنه) په اضافه کولو سره هر څوک پوهیږي چی دا یو هوایی شرکت دی. دا ډول تیروتنی له نیمګړو معلوماتو، د یوه شرکت یا موسسې له تاریخچې دنه خبرتیا او ځان پوره نه پوهولو څخه پیښیږی( مثالونه یې زیات دی)، که یو ځل په مشهوره غلطۍ سره د ملی ادارو، ملی څیرو، ملی سمبولونو نوم غلط مشهور شو، بیا یی نو اصلاح کول او سمون ستونزمن کار دی.
  • یو نوی عجیب ترکیب ، چې چندان سمه معنا هم نلری، موزون هم ندی او تر ټولو مهمه دا چې له نیکه مرغه تر اوسه هم وختی ده چی اصلاح شی، هغه ( شتون لري، شتون لاره، شتون نه لري ...؟) ترکیب دی. خبریال لیکي: په غونډه کی د وزارت مرستیال هم شتون درلود!

ولې آسانه ونه لیکو: په غونډه کی د وزارت مرسیتیال هم و، یا په غونډه کې دوزارت مرستیال هم حاضر و( که یې ولیکی چې معین صیب تشریف درلود) غوړي لا غوړ- نور علی نور !

  • پښتو راپورونو، ژباړو، خبرونو او ګزارشونو کی مبدا او خبر نه رعایت کیږی، جملې ډیرې بیخونده او پیچلی کیږی.

ولې؟   بیا هم خبره د مطالعې او دقت کولو ده.

  • تندر وهل ؟

زموږ خلک نه وایی چې تندر ووهل شو، بلکې دوی وایی: تندر و لوید/ ټکه ولویده.

یوه مشهوره تیروتنه د ځینو سیمو په نومونو کې هم لیدل کیږی، د بیلګې په توګه هرات کی زموږ یوه ولسوالۍ د کوهسان په نوم ده، د یوې نقشې پر مخ چې یوې خپرندویې ټولنې خپره کړې ده، کوهستان لیکل شوی ده. دغه نقشه د زرګونو پاڼو په شمییر خپره او پلورل کیږی. همداسې هم زیاتره خلک ښیوه د (خیوې) په بڼه لیکی، حال دا چی د سمرقند او بخارا خیوه یوه جلا سیمه ده او زموږ ښیوه په افغانستان کې یوه جلا سیمه ده، همداسی هم کرزچې په پخوانیو لیکنو کې د کرځ په بڼه هم راغلی دی، که اوس هم د کرځ په بڼه ولیکل شي نو تر (کرز) به سم وي او د خوګیاڼي پر ځای خوږیاڼي سم دی.

د لیکنو ترڅنګ په شفاهی خبرو او مرکو کې هم ستونزې لرو:

څه موده مخکې یو ډاکتر صیب مرکه لرله ، دمرکې په ترڅ کې یې وویل: په ناروغ یو دم دانې راخیژي ؟

نور مثالونه : یو دم راغی، یو دم پاڅید، یو دم روان شو...

حال دا چې زموږ خلک وایی: ( ناڅاپه راغی، ناڅاپه پاڅید، یوناڅاپه روان شو، ناڅاپي ولوید...)

د ولس ژبه ډیره خوږه او کره ده. راځئ د لیکلو پر مهال د دوی محاوره را په یادکړو.

ادامه دارد.