وروستي بریدونه د طالبانو قوت نه، بلکې وحشت ښیي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
وسله وال طالبان چې له کومې ورځې را پیدا شوي، نو په وطن کې یې له جنګ، وحشت، ترور، وژنو او وینې بهولو مه واره بل هیڅ کار هم نه دی کړی او که یې د ابادۍ، هوساینې او سوکالۍ په برخه کې کوچنی ګام هم اخیستی وي، نو مهرباني دې وکړي او د نمونې په توګه دې وړاندې کړي
.
افغانان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د جنګونو او وحشتونو له امله تر پوزې راغلي دي، مګر په دې وروستیو نولسو کالو کې چې پر دوی کوم ظلم او وحشت روان دی، نو نور یې د زغملو تاب او حوصله ورڅخه اخیستې ده. وسله وال طالبان چې د هیواد په دښتو او غرونو کې پټنځایونه لري او له پاکستان، روسیې، چین، ایران او نورو څخه د جنګ قومنده اخلي، نو درګرده د خپلو هیوادوالو په وژلو او بدمرغه کولو اخته دي.
د وسله والو او نورو تروریستي ډلو د بریدونو او وحشتونو په پایله کې زموږ هیواد او نظام فوق العاده ضربه موندلې ده، ځکه چې دوی نظام پیاوړتیا ته نه پرېږدي، د افغانستان د بودجې زیاته برخه په جنګ مصرفېږي، نو که چېرې وسله وال طالبان له ظلم، وحشت، جنګ او وژنو لاس واخلي او د سولې بهیر سره یو ځای شي، نو باور دی چې هم به مو هیوادوال د ارامۍ ساه واخلي، هم به ظلم او وژنې پایته ورسېږي، هم به د انکشاف او پرمختګ په برخه کې د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره زیات کار وشي او هم به مو هیواد د سیالانو سیال شي، مګر طالب سوله نه کوي، ځکه چې:
طالب د سولې فکر او انګېزه نه لري، طالب په خپل واک او اختیار کې نه دی، حتی په خپل اختیار نه دی را پیدا شوی، بلکې نورو جوړ کړی او د افغانانو د بدمرغۍ او د افغانستان د تباهۍ لپاره یې وسله وال طالبان رامنځته کړي دي، بیا یې هغوی ته وسلې، بمونه او باروت ورکړي دي، د جنګ او بریدونو نقشې ورکوي او په افغانستان کې یې جنایتونو او وحشتونو ته لمسوي.
له همدې امله موږ ولیدل چې په تېرو نولسو کالو کې وسله والو طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون د هیوادو په بېلابېلو برخو کې داسې ظلمونه او وحشتونه وکړل چې د نړۍ په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي، همدا پرون یې په غزني کې معصوم او بې ګناه ماشومان په وینو ولړل او تر هغه وړاندې یې په کابل کې تېره اونۍ د یو وحشیانه برید په ترسره کولو سره ښځې، ماشومان او عام هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
د طالبانو دغه وروستي بریدونه د دوی د قوت په مانا نه دي، بلکې د دوی د وحشت په مانا دي، دوی غواړي چې په دې ډول د خلکو ترمنځ نهیلي، بې باوري، وحشت او دهشت خپور کړي او په دې ډول خلکو ته دا وښیي چې دوی یو قوت دي، حال دا چې دوی شپه او ورځ زموږ له مېړنیو اتلو او زړورو سرتېرو څخه پټېږي او د ور مخامخېدو جرئت نه لري او په ښارونو کې په عامو خلکو وحشیانه بریدونه کوي.