د سولې د روانو مذاکراتو یوه ګټه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني بار بار وویل، چې د افغانستان په روان ناورین کې پاکستان مستقیم لاس لري، ځکه چې جنګ په پاکستان کې پلانېږي. طالبان او د دوی مشران په پاکستان کې مېشت دي، وسلې، مهمات، د ټپیانو د درملنې او نورې اسانتیاوې ورته پاکستان ورکوي، مګر پاکستان به له دې هر څه انکار کاوه او دا به یې بې ځایه تورونه بلل

.

مګر له کومې ورځې چې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سولې د پلاوي ډاکټر زلمي خلیلزاد او د افغان وسله والو طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات پیل شوي دي، نو افغان وسله وال طالبان او د دوی مشران له  پاکستان څخه د ابوظبۍ، مسکو او دوحې ناستو ته لاړل او له یادو ناستو وروسته بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي. یانې د دې مذاکراتو یوه ګټه دا هم ورسېدله چې له دې وروسته پاکستان له دې نشي منکرېدلی چې دوی له وسله والو طالبانو سره اړیکې نه لري.

که چېرې د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې روان مذاکرات هم بریالي نشي، نو حداقل دا یوه ګټه خو یې وکړه چې نړۍ ته یې دا ثابته کړه چې وسله وال طالبان په پاکستان کې دي او د دوی مستقیم ملاتړ ورسره دی او نور به پاکستان دا ونه وایي چې دا یو تهمت دی چې په دوی پورې کېږي، مګر پوښتنه داده چې د پاکستان او د وسله والو طالبانو د دغې اړیکې په اړه به د نړیوالو  غبرګون څه وي؟

نور نو باید نړۍ په دې برخه کې دوه ګونی چلند ونه کړي، پر پاکستان باید فشار زیات کړي او دېته یې مجبوره کړي چې د طالبانو او جنګي ډلو له ملاتړ او تمویل څخه لاس واخلي، له خپلې خاورې یې وشړي او د دوی پر وړاندې قوه استعمال کړي او که پاکستان داسې څه کولو ته چمتو نه وي، نو بیا دې نړۍ له پاکستان سره خپلې اړیکې وشلوي او پر دوی دې اقتصادي بندیزونه ولګوي، ځکه چې د پاکستان دغه د ترهګرۍ د ملاتړ چلند نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره لوی تهدید دی او که یې چاره  ونشي، نو د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات به ورسره  متضرر شي.

تر هغو چې د وسله والو طالبانو او د دوی په بهرنیو ملاتړو فشارونه زیات نشي، نو دوی به له جنګ، وحشت او ترور څخه لاس وانخلي. وسله وال طالبان هم باید د زور او جنګ له لارې سولې ته واداره  شي. تر هغو چې د دوی سیمه ییز ملاتړ له منځه یوو نه وړل شي او د جنګ له لارې مات نشي، نو دوی به نه سولې ته زړه ښه کړي او نه به هم له ترورستي فعالیتونو څخه لاس واخلي.

اوس نو باید د نړۍ او سیمې هیوادونه غوڅ اقدام وکړي او دوی دې د پاکستان غوندې دوه ګونی او پڅ دریځ پرېږدي. که چېرې دوی د پاکستان او وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي، نو دا مانا چې د تروریزم پر وړاندې د سیمې او  نړۍ د هیوادونو مبارزه یو شعار دی.