د ملاهیبت الله او ملا برادر اختلافات

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د رهبرۍ په کچه د دوی په لیکو کې اختلافات او درزونه ایجاد شوي دي. دغه اختلافات د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پیلولو وروسته ورځ تر بلې په  زیاتېدو او پراخېدو دی
.
دغو اختلافاتو د طالبانو مشروعیت ننګولی او دا په ډاګه کوي چې طالبان نه کوم فکراو نه هم کوم دین او ائین ته تعهد لري، بلکې طالبان پردۍ او بهرنۍ موخې او خپلې شخصي ګټې مطرح کوي. د همدې لپاره خپل بې ګناه هیوادوال شهیدانوي. دوی په ښکاره د دین او اسلامیت چیغې وهي، مګر د دوی هیڅ عمل او کردار د اسلام او دین په چوکات او اصولو برابر نه دی.
وسله والو طالبانو په تېرو اتلسو کالو کې ګڼ افغانان د دین او مذهب په پلمه شهیدان او ټپیان کړي، د دوی کورونه، عامه تاسیسات، سپېڅلي ځایونه، روغتونونه او ښوونځي یې ویجاړ کړي دي او لا هم دغه جنایتونه او وحشتونه ادامه لري.
د وسله والو طالبانو د لیکو په منځ کې اختلافات نوې خبره نه ده، تر دې وړاندې د ملا ذاکر، ملا یعقوب او ملا رسول اختلافات د بېلګې په توګه یادولی شو، چې د پاکستان استخباراتي اداره یې د پټولو هڅې کوي، مګر په دې وروستیو کې دغه اختلافات د ملاهیبت الله او ملابرادر په کچه دي. دا اختلافات دومره جدي، عمیق او څرګند دي چې حتی پآکستان یې هم د پټولو وس نه لري.
د ملابرادر او ملاهیبت الله د کچې اختلافات د وطن او ولس په ګټه دي، ځکه له همدې اختلافاتو وروسته سولې ته د وسله والو طالبانو تمایلات زیات شوي دي او حتی په ابوظبۍ کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي مخامخ خبرې کړې دي او باور دی چې دا مذاکرات به ادامه ولري او بالاخره به په هیواد کې د روان تحمیلي جنګ د پایته رسېدو رنګ راوړي.