سوله او ټاکنې دوه مهمې پروسې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

سږکال افغانستان دوه مهمې پروسې (سوله او ټاکنې) تجربه کوي. سوله چې زموږ د هیوادوالو ډېره ځنډنۍ او همېشنۍ هیله ده، د ولسمشر غني د وروستیو څلورو کالو عملي، صادقاته او پرلپسې هڅو له برکته تر بل هر وخت زیاته نږدې او شونې شوه، ځکه د امریکا متحده ایالتونو او د وسله والو طالبانو د سولې مذاکره کوونکي پلاوي په خپلو کې په بحث او خبرو سره بوخت دي او له دې سره هم د خلکو هیله مندي زیاته شوې او هم د سولې راتګ ورسره حتمي شوی دی.

سره له دې چې سوله شونې شوې، مګر دا پړاوو او پروسه بې ستونزو هم نه ده او د نړۍ د سولې هر تړون او پروسه چې که په دقت وکتل شي، نو بې ستونزو نه وي، خو هر څومره چې د سولې پروسه کې زیات دقت وشي او له تدبیر کار واخیستل شي، نو همغومره ورسره د سولې پروسې تطبیق اسانه او ستونزې حلېږي.

ولسمشر غني ځکه زیات ټینګار پر دې کوي چې د سولې په برخه کې باید د بیړې او عجلې پرځای له دقت څخه کار واخیستل شي. که چېرې له بیړې کار واخیستل شي، نو حتی د دې امکان شته چې د سولې پروسه د ګټې پرځای تاوانونه ولري او د یو بل بحران د پیلېدا لامل شي. ولسمشر غني وایي: "ما در یک گفتمان ملی استیم، و انتخابات آیندۀ ریاست جمهوری افغانستان، فرصت این را می دهد که به صورت واضح مردم افغانستان تصمیم بگیرند که به کدام جهت می روند؟ اما نکتۀ اصلی این است که تصمیم‌گیرنده مردم افغانستان هستند. خارج قانون اساسی، تغییرات در حکومتداری، نه قابل قبول ماست، نه امکان‌پذیر است، نه شدنی است. این را ما به شدت رد می کنیم، مردم افغانستان تصمیم‌گیرنده آیندۀ افغانستان هستند. "

ځینې مغرضې کړۍ په لوس لاس غواړي چې د سولې پروسه ناکامه کړي او د ناکامۍ لپاره یې داسې تبلیغات پیل کړي چې ګواکې تر ټاکنو باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شي او موقت حکومت دې ایجاد شي، مګر موقت حکومت هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی او نه هم ښه بدیل دی. دوی په لوی لاس ټاکنې او سوله یو د بل په تقابل کې بولي، حال دا چې دا دوه جلا او موازي پروسې دي چې نه یوازې له یو بل سره په ټکر کې نه دي بلکې یوه له بلې سره مرسته کوي. د بېلګې په توګه د سولې پروسې د ښه ترسره کېدو او د تړون د تطبیق لپاره منتخب حکومت ته ضرورت دی چې د اساسي قانون د حکم مطابق یې تطبیق کړي او منتخب حکومت له ټاکنو پرته امکان نه لري.

افغان ولس اوس تر بل هر وخت زیات هوښیار او بیدار دی او د مغرضو کړیو او پردیو په دغسې شومو دسیسو او ناوړه ارادو ښه پوهېږي، مخکې له مخکې یې درک کوي او په ډېر احتیاط او تدبیر ګام اخلي او د سولې په پروسه کې خو ځکه نهایت زیات احتیاط او دقت کوي چې دا د څلوېښت کلن بحران پایته رسولو په مانا دی. هغه بحران چې هیواد او هیوادوال یې نور د زغم تاب نه لري.