ولسمشر د سولې ژمنه پرځای کړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

جمهور رئیس غني ان د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له ولس سره د تحمیلي جنګ د پایته رسېدو او هیواد ته د امن او ثبات د راتګ  ژمنه کړې وه او سوله یې د خپلو لومړیتوبونو په سر کې بللې وه، مګر هغه مهال ډېرو ته دا یوه کمپایني ژمنه معلومېدله.

اما د ملي وحدت حکومت له ابتدا څخه جمهور رئیس غني د ټولنې له مختلفو اقشارو سره د سولې په اړه مشورتي ناستې پیل کړې اود سولې په اړه یې د هر چا نظریات، غوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه واورېدل او معقول ځوابونه یې ورته ورکړل

.

د سولې په برخه کې د جمهور رئیس هلو ځلو رنګ راوړ، ځکه د افغانستان د سولې په اړه اوسنۍ بین المللي، منطقوي او ملي اجماع رامنځته او په دوامداره او تکراري ډول له مختلفو مرحلو تېره شوه. اوس هغه هڅې د سولې لپاره په یوې سرتاسري ملي اجماع او غوښتنې بدلې شوې دي.

د سولې دا اجماع له بېلابېلو اجتماعي اقشارو او ټول ولس سره د مشورو په نتیجه کې رامنځته شوې ده. جمهور رئیس غني تل ویلي او په ډېر ټینګار یې ویلي، هماغسې چې د افغانانو د جهاد حماسه د چا په انحصار کې نه ده او ټولو خلکو پورې اړه لري، دغه راز هیڅوک د سولې په پروسه کې هم د انحصار حق نه لري، ټولو سره مشوره شوې ده او د ټولو اجماع په سولې ده او د ټولو افغانانو غوښتنه سوله ده. له همدې امله یې سوله یوازې په سولې شورا او حکومت پورې منحصره نه کړه، بلکې ټولو ته یې اعلان وکړ چې په دې برخه کې خپله همکاري او امکانات ونه سپموي.

جمهور رئیس غني نه یوازې د سولې بلکې د ټولو ملي مسایلو په اړه د ټولنې د بېلابېلو اقشارو مشورو ته ارزښت ورکړی او په هره مهمه موضوع کې یې د ټولو نظر او مشوره اخیستې ده.  یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې یې له زرګونو خلکوسره ولیدل او ټولو ورته وویل سوله غواړو.

جمهوررئیس غني د انتخاباتي کمپاین پرمهال له ولس سره د سولې ژمنې ته ژمن پاتې شو، ځکه ټولو ته یې ویلي وو چې اول کار به یې سوله وي. له حزب اسلامي سره سوله د دغې ژمنې د پوره کولو اول قدم وو، چې له اوږدو مذاکراتو وروسته بریالۍ شوه. اوس پرمخ روان دی او د سولې لپاره هر قدم یې په پلان او ستراتېژۍ استوار دی، عاجل او احساساتي نه دی.

د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت بل قدم د سولې د مذاکراتو لپاره پر طرحو اجماع وه، سولې باندې منطقوي اجماع تر ډېره جوړه شوې ده، د جنګ په هکله منطقوي اجماع نشته، د پخوا برعکس د سیمې هېوادونو ژمنه کړې چې د سولې لپاره همکاري وکړي، ځکه دوی دا درک کړې چې باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی. امریکا متحده ایالات هم اوس په سوله سلا شوي او د دوی استازی خلیلزاد د سولې لپاره پراخې هلې ځلې کوي.

اوس وضعیت بدل شوی او تر بل هر وخت سولې ته نږدې یوو، ځکه ټوله نړۍ په اتفاق سره د افغانستان د سولې ملاتړ  کوي. حکومت سولې ته بشپړ چمتووالی لري او له افغان وسله والو طالبانو سره به د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سوله بریالۍ او تلپاتې شي.