ولس د غني غوندې طبیب غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

له یوې خوا د هیواد مبهم او ستونزمن حالت ته سړی خواشینی شي او له بلې خوا چې د ولسمشرۍ د نوماندانو نوملړ ته وګورې، نو زړه دې لا خوړین شي ځکه موږ وینو چې د نوماندانو په منځ كې ډېرى هغه كسان د نوماندانو يا د هغوى د مرستيالانو په بڼه شريك دي چې که انصاف او عدالت وای، نو دوی باید د خپلو جرمونو او جنایتونو له امله په زندان کې پراته وای،

ځکه ډېر یې داسې کسان دي چې هېواد يې په خپلو ناوړه کړنو، غلطو پالیسیو او حماقتونو په دغه ناوړه برخليك اخته كړى دى.

په تېرو پنځو کالو کې موږ ولیدل چې که به ولسمشر غني د وطن د ابادۍ کومه طرحه جوړه او وړاندې کړه او یا به یې د حکومتولۍ، کارونو او خدماتو د ښه والي لپاره کوم بدلون راوست، نو تر ټولو لومړی مخالفیت یې اجرائیه رئیس او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله کاوه.

ښاغلی اتمر چې د ولسمشر غني ښی لاس و، د هغه له اعتماد او امکاناتو څخه یې وطن ته د خدمت او کار پرځای شخصي ګټه وکړه او په دې ډول یې هم وخت ضایع کړ، هم یې منابع ضایع کړې او هم یې امکانات ضایع کړل. لا د دوى له لاسه هېواد ته اوښتي زيانونه نه دي رغېدلي خو دادى له بده مرغه دوى بيا هم د دې هېواد د لا ويجاړولو او پلورلو په موخه په يوه او بله بڼه واك ته د رسېدو هلې ځلې پيل كړې دي.

د ولسمشرۍ د نوماندانو په لړ كې يو شمېر داسې كسان هم شته چې د هېواد او هېوادوالو لپاره ګټور او اغېزمن پروګرامونه لري، د ستونزو د حلولو او د هېواد د پرمختيا لپاره داسې ګټور پلانونه او د هغو د پلي كولو وړتيا لري چې په اړه يې هيڅ شك هم نشي كېداى او بله ښېګڼه يې داده چې دغه كسان ډېر روڼ شاليد لري. نه غله دي، نه قاچاقبر، نه هېواد پلورونكي دي او نه هم د نورو پر ناموس تېري كوونكي دي، نه ټوپكسالاران دي او نه جنګسالاران ، نه پردي ايجنټان دي او نه د نورو ګوډاګيان داسې نورې ډېرې ښېګڼې لري. د داوړ كسانو ښه بېلګه د ولسمشرۍ پياوړى كانديد ښاغلى ډاكټر اشرف غني احمدزى دى.

په تېرو پنځو کالو کې موږ ولیدل چې ښاغلي غني افغانستان له سخت بحراني حالت څخه راتکیه کړ، د خلکو وېره او نهیلي یې لیرې کړه، په خپلو کړنو، خدمتونو، برنامو او تصامیمو یې خلکو ته پر راتلونکي هیله او باور ورکړ، مګر لا هم افغانستان د څلوېښت کاله جنګ له امله ګڼې ستونزې لري. دا ستونزې او ټپونه ډېر ژور دي. د دغو ټپونو د درملنې لپاره د غني غوندې طبیب ته اړتیا ده.

ولس دې په غوڅ ملاتړ د ښاغلي غني ملاتړ وکړي او باور دی چې کوي به یې، ځکه غني ځان ثابت کړی دی، مګر دا ځل که د خدای په رضا او د ولس په ملاتړ ښاغلی غني بیا واک ته ورسېده، نو تر پخوا به لا ښه ځکه وځلېږي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله به یې د طرحو ، برنامو او پرېکړو پر وړاندې د اجرائیه رئیس په توګه مزاحمت ونشي کړای، ځکه دا ځل اجرائیه ریاست نشته.