د متوازن انکشاف لپاره د ولسمشر غني لید

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
متوازن انکشاف هر اړخیزې ګټې لري. ټولو هیوادوالو ته په کې د ژوند اسانتیاوې برابرېږي، محرومیتونه، ګیلې او شکایتونه له منځه ځي. د ملي یووالي ترڅنګ د ټولنیز ثبات لپاره هم ګټور دی، نو په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان هم جګړو ځپلی او هم د دښمنانو برنامو او دسیسو په هر اړخیز لحاظ ځپلی او د افغانانو تر منځ یې قومي او نور مسایل رامنځته کړي، نو په دغسې وضعیت کې متوازن انکشاف ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کېږي
.
متوازن انکشاف ته په پام ولسمشر غني د کار ملي کنفرانس په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال لومړیو د نامتوازن انکشاف یادونه وکړه او وې ویل، " زما وړاندیز ټولو همکارانو ته دا دی چې افغانستان په ۷ یا ۸ انکشافي حوزو باندې ووېشو او د هرې انکشافي حوزې لپاره خاص انکشافي پلانونه راوړو د مثال په توګه: زموږ ټول معادن، نهان صاحب نه مننه کوو چې یو نقشه یې جوړه کړله او نقشه یې چې جوړه کړله ټوله پانګه اچول په معادنو کې د افغانستان په شمال کې وه. شرق ته، غرب ته، جنوب ته، قطعاْ توجه نه وه شوې. شمال د افغانستان کې موږ د ټرانزیټ امکانات راوړل، غرب د افغانستان کې په ډېر سرعت حرکت کوو چې هرات، فاریاب، بلخ او بلاخره بادغیس په یو کلیدي ځای چې د ټرانزیټ وسیله شي. پکتیا، پکتیکا او خوست ته زه څه راوړم؟ نورستان او کنړ ته زه څه راوړم؟ بهترین معادن د نړۍ په دغو ځایونو کې دي. له ۱۹۷۶ کال نه بعد یو ورځ موږ په دې ونه ګرځو چې کټوازاو پکتیکا کې د تېلو  او د ګازو تفحص وکړو ولې؟ بندونه، یو بند هم په ځینو ولایتونو یا حوزو کې نه ده جوړ شوې، ولې؟ دې ته خو متوازن انکشاف نه وایي."
د دغه نامتوازن وضعیت د بدلولو او متوازن انکشاف لپاره څه کول پکار دي؟ له ولمسشر غني یې اورو، ځکه هغه وایي: " نو زما وړاندیز دا دی چې هم یوه ملي پروسه، هم یو منطقوي او خاصتاْ ارتباطات باید په اساسی توګه وسنجول شي. ښه والی په څه کې ده؟ که دا ۷ زونو ته وګورئ یا ۸ زونو ته د افغانستان نفوس په ډېره متوازنه توګه د دوی په مینځ کې تقسیم شوی دی. دوم؛ سکټوري توازن په کار دی. که د آسیا بریالی تجربې ته ګورو د سکټورونو مینځ کي باید توازن وي. که ټوله آسیا ۱۹۷۰ کي وګورئ، د کرهڼې سیسټم حاکم و،  فیصدي کمه شوې ده او زموږ اقتصادي نقش د زراعت سکټور کم شوی، اما لا مو اکثریت خلک په دې کې ژوند کوي. نو دلته ډېره ضروره ده چې زراعت، صنایع، معادن، خدمات، ساختمان او نور لس عمومي سکټورونه دي چې د ملل متحد ټول ارقام ورباندې دي. د دې په مینځ کې باید توازن راشي، که توازن نه وي متداومې ودې ته نشي رسېدای."
 
په افغانستان کې تل د متوازن انکشاف په ارزښت خبرې شوي او هم یې په ملاتړ شعارونه ورکړل شوي دي، خو په عمل کې نه ورته دغسې پلان او برنامه جوړه شوې او نه کوم منظم ګام پورته شوی دی، نو که ولسمشر غني د متوازن انکشاف لپاره خپله برنامه په عمل کې پلې کړي لکه څنګه یې چې را پیل کړې همداسې بشپړه کړي، نو باور دی چې د افغانستان او خلکو ډېرې اوسنۍ اساسي ستونزې به ورسره د تل لپاره حل شي.