ولسمشر غني: هیڅوک د مشروع پانګونې مخه نشي نیولی

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د صنعت اوونۍ د نمانځنې د پرانیستې مراسمو کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړ شوي و،ګډون او وینا وکړه. ټولو صنعتکارانو ته د صنعت اوونۍ د مبارکي ویلو ترڅنګ یې وویل، صنعت او صنعتکار د اوسني افغانستان واقعیتونه دي، نن خیالي صنعتکار نه لرو، د صنعتکارانو فعالیت، پانګه او اغېزې په واضح ډول د اندازه کولو وړ دي.

افغان پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې سره د هیواد برخلیک بدلوي او دا د برخلیک بدلون مثبت بدلون دی.د خوښۍ ځای دی چې د هیواد د صنعت او تولیداتو برخه کې مدیریت افغاني شوی او دا د دې ښکارندوی دی چې زموږ پانګوال او صنعتکاران د هیواد لوستي قشر ته د مسلکي، دوامدار او باعزته کار زمینه برابروي.

ولسمشر غني په هیواد کې د صنعت د ودې اړتیا ته په اشارې وویل، د افغانستان صنعتي پالیسي بهرني سلاکاران نه جوړوي، هره پالیسي چې په دې هیواد کې چلېږي باید خپله افغانان یې جوړه کړي. هغه همدارنګه څرګنده کړه، دولت باید له مخکېني فکر څخه راووځي، پانګوال او صنعتکار خپل انکشافي بنیادي شریک وبولي، د دولت واقعي او اوږدمهالي شریکان پانګوال او صنعتکاران دي. په تېرو څلورنیمو کالو کې د پانګونې محیط بشپړ بدل شوی، د خصوصي سکتور او دولت تر منځ متقابل درناوی ایجاد شوی. هغه زیاته کړه، اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو او د پانګونې ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې یو بل ته غوږ ونیسو.

 په وروستیو کلونو کې حکومت نه یوازې خصوصي سکتور ته پاملرنه زیاته کړې، بلکې هغوی یې عملاً دېته هڅولي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، د دولت او خصوصي سکتور مشارکت رامنځته کړي، هغو ته اسانتیاوې ورکړي، تر څو د دوی په پانګو له یوې خوا هیواد له واردونکي څخه په صادرونکي بدل شي او له بل لوري هیوادوالو ته د ژوند اسانتیاوې او کاري فرصتونه او زمینې زیاتې شي. د ولسمشر غني په وینا، فرصت شته چې په صنعتي انقلاب کې د هیوادونو له تجربو استفاده وکړو او د صنعت د ودې لپاره یې په بشري قوا پانګونه مهمه وبلله. هغه زیاته کړه، زموږ پوهنتونونه او ښوونځي د هیواد له صنعتي پالیسي څخه لیرې کېدای نشي او باید زموږ د صنعتي پالیسۍ له ارکانو څخه وي.

محمداشرف غني همدارنګه د  امنیت، د برېښنا د بیې د لوړوالي، د تعرفو د بیاکتنې او صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش په برخو کې د صنعتکارانو او پانګوالو ستونزې یادې کړې او  اړوندو ادارو ته یې جدي لارښوونه وکړه چې د دغو ستونزو د حل لپاره باید جدي او عملي ګامونه پورته کړي. هغه په ټینګار سره وویل، هیڅوک د مشروع پانګونې مخه نشي نیولی، ټول وزارتونه، ادارې او دولتي مامورین د پانګونې لپاره د اسانتیاوو برابرولو مسوول دي.

د ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د همدغې پاملرنې له برکته افغانستان کې اقتصادي وده ښه شوې، د صادراتو کچه تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې او په پام کې لري چې تر راتلونکو دوه کالو پورې د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.