ولسمشر غني په سیمه ییزه همکاریو د هیواد جغرافیه بدله کړه

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

پخوا داسې فکر کېده چې جغرافیه یو جامد او کنګل شی دی او د تغیر وړ نه ده او له همدې امله افغانستان لسیزې او سلیزې زجر ګاله او د سخت موقعیت لپاره یې هر وخت د پاکستان ناز پر ځان ووړ، مګر ولسمشر غني نه یوازې دا فکر بدل کړ چې جغرافیه د تغیر وړ ده، بلکې عملاً یې افغانستان موقعیت هم په سیمه ییزه همکاریو سره داسې فکر کړ چې ډېرو یې لا فکر هم نشو کولی.

په دې کې شک نشته چې افغانستان په وچه کې ایسار هیواد و، مګر په دې کې هم باید شک ونه کړو، چې تر ولسمشر غني دمخه هیچا هم د دې هڅه نه وه کړې چې افغانستان څنګه له وچې څخه وباسي او یا حداقل همدا د وچې له موقعیت څخه یې د سیمه ییزه همکاریو او منطقوي اتصال لپاره داسې ګټه واخلي، چې هم د افغانستان په ګټه وي او هم د سیمې د هیوادونو.

که جغرافیې ته د سیاسي اقتصاد له نظره وګورو، دې نتیجې ته رسېږو چې د جغرافیایي شرایطو ځینې برخې د تغیر او بدلون وړ دي او زموږ په هیواد کې یې د سالنګ تونل یوه ښه نمونه وه چې له پخوا راهیسې موجود دی، مګر له دغه تونل څخه هیڅ الهام نه وو اخیستل شو. تر تونل وهلو مخکې سالنګ د پېچلې بڼې له کبله د قابلو پر وړاندې یو ستونزمن پېچومی و، خو کله یې چې سینه سورۍ شوه د اتصال په کړۍ بدل شو.

دا چې بحر ته لاره نه لرو، په دې مانا نه ده چې موږ دې شل او شوټ کېنوو او یا دې نورو ناز یوسو، بلکې باید لاس پکار شو. دوه کاره وکړو یا باید له خپل ګاونډي پاکستان سره دې تفاهم ته رسېدلي وای چې له کوم جنجال او ستونزې پرته موږ بحر ته لاره ولرو، خو له بده مرغه له پاکستان سره دغسې موافقې ته رسېدل ځکه ستونزمن دي، چې موږ وینو پاکستان په ډېرو مسایلو کې له افغانستان سره تفاهم لیکونه لري، مګر هغسې همکاري نه کوي څنګه چې ښایي یا حداقل په تفاهم لیکونو ورباندې توافق شوی وي. نو له دې امله له پاکستان څخه په دې برخه کې د همکاري تمه بې ځایه وه او له همدې امله ولسمشر غني د دې پرځای چې له پاکستان سره وخت ضایع کړي، نو په دویم بدیل یې فکر وکړ او دویم بدیل دا وو چې باید وچ بندرونه، اقتصادي همکاري او سیمه ییز اتصال رامنځته کړي او په دې برخه کې چې نوموړي کوم لیدلوری درلود او هغه یې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره شریک کړ، نو ټولو یې نه یوازې تود هرکلی وکړ، بلکې د عملي کولو لپاره یې لاس پکار شول او حتی په دې وروستیو کې پاکستان هم د ولسمشر غني د سیمه ییز اتصال او اقتصادي همکاریو د لید او فکر ارزښت درک کړ او په همدې خاطر یې ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې پاکستان ته ورشي او په هغه اړه تفصیلي بحث وکړي.

لنډه دا چې د ولسمشر غني د همدغه فکر، پلان او لید له پلوه دا مهال افغانستان تقریباً خپله جغرافیه بدله کړې او دومره بدلون راغلی چې که پرون افغانستان د پاکستان احتیاج و، نو نن برعکس پاکستان د افغانستان له لارې د خپلو اموالو لېږد او د اړتیاو پورته کولو ته ځان احتیاج ویني.