د انرژۍ برخه کې د حکومت پرمختګونه

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

انرژي چې د زیربنا، زیربنا ده، نو له همدې امله ولسمشر غني ډېر پام دېته اړولی دی چې د هیواد د ولایتونو او مرکزونه او همدارنګه په نږدې کې ټولې ولسوالۍ له برېښنا سره ونښلوي. تازه په تازه د بدخشان لپاره د ۶۳۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د بدخشان ټولو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو په ګډون د شیوا بند جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د ولسمشر غني هڅه داده چې هم افغانستان له وارداتي څخه په صادراتي او کرار کرار په صنعتي بدل کړي او هم ورسره جوخت افغانستان باید د برېښنا په صادرونکي بدل شي، ځکه چې افغانستان د پرېمانه اوبو ترڅنګ د افتابي او بادي برېښنا د تولید کافي ظرفیت لري. حتی د وروستیو اټکلونو له مخې د هیواد لویدیځ حوزه د ۶۵ زره میګا واټه برېښنا د تولیدولو ظرفیت لري او زیمینس کمپنۍ په دې برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی چې ممکن په نږدې راتلونکي کې یې پلاوی د سروې او تخنیکي مطالعاتو لپاره افغانستان ته راشي.

د پرېمانه برېښنا د تولید ترڅنګ افغانستان دا ظرفیت لري چې د انرژۍ د انتقال له لارې هم پرېمانه عاید ترلاسه کړي، ځکه افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه کولی شي چې د منځنۍ اسیا انرژي او برېښنا جنوبي اسیا ته انتقال کړي. سیمه ییزو بازارونو ته د انرژۍ په تولید او لېږدولو کې یوې لویې ارتباطي شبکې ته اړتیا ده ،څو عرضه او تقاضا سره ونښلوي او د انرژۍ د تبادلې یو منسجم نظام رامنځته کړي.

انرژي په نننۍ نړۍ کې یوه مهمه زیربنا حسابیږي،د اقتصادي فعالیتونو او مبادلاتو هیڅ برخه نه شي پیدا کیدای،چې له انرژۍ پرته ممکنه وي.  له دې کبله موږ د داسې چاپېریال رامنځته کیدو ته اړتیا لرو،چې پکې زموږ د ژوند ټول اړخونه له شرکتونو څخه نیولې تر بازارونو پورې،له دولتي ادارو څخه تر خصوصي سکتوره پورې،له تحصیلي بنسټونو څخه تر مسجدونو او مدرسونو پورې د ۲۱مې پېړۍ په ټیکنالوژۍ مجهز وي او د خپلو فعالیتونو د اغېزناکتوب او اسانتیاوو لپاره ګټه ترې واخیستل شي، ځکه برېښنا او انرژي د ژوند په ټولو اړوندو کې موثر استعمال لري.

د ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کالو کې په دې وتوانېده چې په هیواد کې د برېښنا نهه بېلابېلې جزیرې په واحده ملي شبکه بدلې کړي او په دې ډول یو انسجام رامنځته کړي. سره له دې چې په دې برخه کې هم کافي ظرفیت موجود دی او هم یې امکانات برابر  شوي دي، خو یوازې طبیعي او موسمي ستونزې او پر هیواد تپل شوی جنګ یې پر وړاندې لوی خنډ دی. که چېرې وسله وال طالبان د سولې بهیر سره یو ځای شي او له جنګ سره د تل لپاره مخه ښه وکړي، نو باور دی چې د انرژۍ او برېښنا په ګډون به په ټولو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.