ښاغلی غني د اوبومهارولو کې جدي دی

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

ښاغلی غني سره له دې چې په سختو ورځو شپو کې چې له یوې خوا بهرني عسکر له هیواد څخه په وتلو و او له بلې خوا فساد او مافیا په اوج کې وه واک ته ورسېده، مګر له همغو لومړیو یې دا په نظر کې وه چې د هیواد د اوبو مخه باید ونیول شي. هغه بار بار په ټینګار سره ویلي چې له دې وروسته به ګاونډیان د افغانستان له اوبو وړیا استفاده ونه کړي.

په دې وروستیو کې یې په دې برخه کې عملي هڅې هم وکړې، پر کمال خان، سلما، بخش اباد، هلې او نورو بندونو کارونه پیل شول او ځینې لا هم تر کار لاندې دي.

ولسمشر غني وایي حتی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به هم د اوبو په مدیریت کې له خپلو هڅو را ونه ګرځي او د اوبو بیه به د نورو له نفتو زیاته کړي. د هیواد اوبه مو دومره بې ارزښت نه دي چې ګاوندي هیوادونه ترې نه همداسې مفته استفاده واخلي.  نوره نړۍ په تېلو نازیږي، خو افغانستان بیا په خپلو اوبو ډاډه دی.

ښاغلي غني د اوبو د مخنیو لپاره له نړۍ والو سره د بندونو جوړولو لپاره زیاتې پروژې لاسلیک کړې، او پر هغو پروژو یې کارونه تر سره کړي دي چې ځینې یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې به هم ډېرې ژر ګټې اخیستنې ته وسپاري.  چې په دې سره به د هیواد ټولو ولایتونو ته برق ورسېږي او ان چې له هیواد بهر نورو هیوادونو ته هم برق ورکړي او په بدل کې به یې له هغه هیواد څخه هغه څه خپل هیواد ته وارد کړي کومو ته چې په هیواد کې زیاته اړتیا ده.

د اوبو په راګرځولو سره به نه یوازې د هیواد څلور دېرش ولایتونو ته برق ورکړي. بلکې په زراعت کې به هم زیات بدلون راولي، او هغه لوی لوی فابریکې چې په اوسني برق خپل ماشینونه نشي چلولی د اوبو په راګرځولو سره به دغه فابریکې هم ورکولی شي چې د جنراتور څخه نه، بلکې له عمومي برق څخه استفاده وکړي چې دا به هم د دوی لپاره ښه او ارزانه وي او هم به د هیواد لپاره په فایده وي.

د هیواد ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران ښاغلي غني په دې کار سره په یادو هیوادونو باندې رڼا ورځ توره شپه کړې ده، ښاغلي غني وویل چې اوبه مو خپلې دي او مدیریت یې هم په موږ پورې اړه لري. ګاوندي هیوادونه ایران او پاکستان دې ته مجبوره دي چې افغانستان یې په بدل کې هر څه ترې وغواړي دوی به یې هم پرته له کومه شرط مني ځکه چې دوی د افغانستان اوبو ته مجبوره دي.

زموږ ګاونډیانو د اوبو او انرژۍ له قلت سره مخ دي او افغانستان بیا پرېمانه اوبه لري او له هغو څخه د انرژۍ د تولید ترڅنګ د پرېمانه ځمکو د خړوبولو لپاره هم استفاده کېدلی شي. دا کار د انرژۍ له پلوه د افغانستان د اړتیا پوره کولو ترڅنګ د کرنې په وده کې هم پام وړ مرسته کولی شي.