د افغانستان اقتصادي وده

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

ولسمشر غني په پام کې لري چې د جنګ د مدیریت ترڅنګ د اقتصادي ودې په ګډون له هر پلوه افغانستان خودکفا کړي، ځکه تر هغو چې موږ اقتصادي خپلواکي ونه لرو، نو سیاسي او ملي خپلواکي به مو هم تر پوښتنې لاندې وي. د ډاکټر غني لنډمهالې، منځمهالې او اوږدمهالې به هم د افغانستان اقتصادي وده یقیني کړي او هم به د ثبات د تامین ترڅنګ زموږ هیوادوالو ته د ارام او هوسا ژوند اسانتیاوې رامنځته کړي.


افغانستان چې له څو لسیزو راهیسې په جنګ کې دی، نو ځکه له اقتصادي لحاظه کاواکه دی، مګر ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې د خپلو ملي برنامو او اقتصادي همکاریو او لویو پروژو د پیلولو پر مټ د اقتصادي ودې زمینې زیاتې کړې.

افغاستان له هره اړخه غني دی او پرېمانه طبیعي زېرمې لري، که چېرته یې نړۍ وال په ارامه پرېږدي په نړۍ کې به ترټولو غني هیواد افغانستان وي، ځکه چې تر ټولو زیات معدنونه، اوبه، وچې او تازه مېوې او تر ټولو لومړۍ درجه غالۍ چې په نړۍ کې نوم لري هغه د افغانستان دي. خو نړۍ والو له افغانستان نه د جنګ میدان جوړ کړی او له همدې امله د اقتصادي ودې زیات فرصتونه ضایع شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د سیمې هیوادونو سره په ګډه همکارۍ د افغانستان په اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ ته زمینه برابره کړې.هیواد یې د بهرنیو له لاس وهنې وژغوره د افغانستان دښمنان یې له هیواده وشړل، هغو نړۍ والو ته یې اخطارونه ورکړل کومو چې افغانستان ناامنه کړی  او د اقتصادي ودې مخه یې ډب کړې.

د ښاغلي غني له برکته سوداګرۍ رونق پیدا کړ. ترانزیتي لارې او بندرونه پرانیستل شول. د افغانستان تولیدات او صادرات د هوایي کوریډرونو او ځمکنیو لارو څخه د نړۍ بازارونو ته ورسېدل. افغان بزګر، تاجرانو او پانګوالو د ګټې ترڅنګ د هیواد ملي عواید لوړ شول.

ښاغلي غني هیواد له نړۍ سره وصل کړ. اوس د افغانستان هر ډول توکي په نړۍ والو بازارونو کې د افغانستان په نوم پېژندل کیږي. او ډېر مینه وال هم لري چې په دې سره یې افغان او نړۍ وال تجاران ډېر خوشحاله کړل.

تر دې دمخه له اقتصادي پلوه د افغانستان زیاته تکیه پر پاکستان وه، چې تل به یې بې کیفیته سوداګریز توکي پر افغانانو پلورل، د افغان تاجرانو مالونه به یې په میاشتو میاشتو ایسارول، باج او مالیې به یې ورڅخه اخیستلې،خو  ولسمشر غني د افغانستان د اقتصاد پر قوي کېدو زیاتې هڅې وکړې. لا یې هم هڅې جریان لري، ځکه اوسنی وضعیت لا هم هغه ته د قناعت وړ نه دی او په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان ملي بودجه له داخلي عوایدو څخه تمویل کړي.

افغانستان اوس د لاجوردو له لارې  اروپا او نورو هیوادونو سره نښلول شوی. چې دا ټول د ښاغلي غني له برکته وشو. افغان تاجران کولی شي چې د لاجوردو له لارې له ترکمنستان، ګرجستان، اذربایجان او له ترکیې سره خپله سواګري زیاته کړي. چې دا به هم د افغان او هم د نړۍ والو تاجرانو لپاره یوه اسانه او ارزانه د راکړې ورکړې لاره وي.