د بودجې معقول لګښت ښه شوی

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د نړۍ له سلو زیات هېوادونو د پرمختیایي بوديجې په موثر لګښت کې جدي ستونزې لري. افغانستان هم یو له دغو هیوادونو څخه و، مګر تېر کال افغانستان وتوانېده چې خپله ۹۳ سلنه بودجه ولګوي. سره له دې چې موږ لا هم په جنګ کې ښکېل هیواد یوو، مګر د ولسمشر غني د پاملرنې له برکته افغانستان د بودجې د موثر لګولو په برخه کې پام وړ پرمختګ وکړ او باور دی چې کال په کال به په دې برخه کې نور پرمختګ او موثریت هم راشي

.

تجربو ښودلې چې ملي موخې او پروګرامونه له پیاوړي مالي مدیریت پرته نه شي ترسره کېدلای، ځکه کله چې بودجه سمه ونه لګول شي، نو معلومدار چې خلکو ته اسانتیاوې او خدمات هم نشي برابرېدلی او ورځ تر بلې د هغوی ستونزې، شکایتونه او اعتراضونه زیاتېږي، نو له دې امله په دوامدار وروسته پاتې والي او بې وزلۍ اخته کېږي.

د مالي سرچینو موثر مدیریت یو بنسټیز بدلون ته اړتیا لري، ځکه د افغانستان نیمایي سیمې او ولایتونه تاوده او نیمایي نورې سړې سیمې دي، نو پخوا به چې تر څو بودجه برابرېدله او بیا به له پارلمان څخه تېرېدله، نو د موسمي بدلونونو له امله به یا د کار فرصتونه ضایع کېدل او یا به هم داسې موسم و چې د بودجې د لګولو لپاره به د سړو او نورو لاملونو له لارې امکانات نه و، له همدې امله ولسمشر غني په دې برخه کې موسم ته په پام بدلون راوست او دې کار د بودجې د موثر لګولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې.

پرمختیایي بوديجه باید د ټاکلو موخو پر بنسټ وضع شي او د پروژو د اجرا او بشپړولو لپاره مشخصه ژمنه وجود ولري. د پرمختیایي پروژو په برخه کې د نه بریا بدترینه بېلګه داده چې پروژې نیمګړې پاتې شي او نوې پروژې پیل شي. په همدې دلیل یو له مهمو اړتیاو څخه داده چې د پروژو په طبقه بندي او لومړیتوبونو او د هغو د اجرا په مهال وېش کې لازم انعطاف ولرو.

پخوا به د پروژو د پیل نېټه معلومه وه، خو پای به یې څرګند نه و او یا به یې پر کاري بهیر هیڅ څار نه و موجود، ولسمشر غني په دې برخه کې تاکید او لارښوونه وکړه چې د پروژو د پیل او پای نېټې باید دقیقې معلومې وي او هم یې ولس ته دا واک ورکړی چې په خپلو سیمو کې د تطبیق کېدونکو پروژو بشپړه څارنه وکړي او دوی دا واک لري چې د کار او کیفیت د خرابوالي پرمهال خپل اعتراض وکړي او حتی د پروژو کار ودروي دا کار دوه ګټې لري، یو خو ولس ته د مالکیت حس ورکوي او بله ګټه یې داده چې د پروژې د کار او تطبیق پر کیفیت مستقیم اغېز لري، د بډو، فساد او غلا مخه په کې نیول کېږي.

پخوا به د کال په وروستیو کې هغو وزارتونو چې خپلې بودجې یې نه وې مصرف کړې، بې ځایه خریدارۍ به یې کولې، څو خپل ارقام لوړ کړي. زیاتره دغه خریدارۍ د اړتیا او موثریت د اثبات قوي منطق نه درلود، خو په دې دلیل چې یو وزارت یا یو لومړی اداري واحد د راتلونکي کال لپاره دبودجې ادعا د هغه مقدار په اتکا کوي چې تېر کال یې لګولی و، مګر ولسمشر غني په دغه ډول بې اړتیا خریداریو او تجملي شیانو کلک بندیر ولګاوه.