لاجــــورد ارزانه او بې جنجاله لاره!

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

د سیاسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي خپلواکي هم مهمه ده، ځکه تر هغو چې یو هیواد له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا او خپلواک نه وي، نو د افغانستان په څېر به له ګڼو ستونزو او ناخوالو ځورېږي.

زموږ له دغه مجبوریت څخه تر ټولو ډېره او بده استفاده زموږ ګاونډي پاکستان وکړه، ځکه په وچه کې د ایسار هیواد په توګه موږ د پاکستان له لارې بحر ته د ځان رسولو لپاره مجبور وو چې د پاکستان هر ناز او نادوده وزغمو، مګر د دې باوجود هم پاکستان زموږ دغه مجبوریت تل پر موږ د فشار په توګه کاراوه، زموږ د سوداګرو مالونه به یې په اونیو او میاشتو ودرول او نورې ډول ډول ستونزې یې خلق کولې او دا ټول کارونه یې د خپلو شومو سیاسي موخو لپاره کول.

مګر له نېکه مرغه د ملي یووالي حکومت په راتګ سره ولسمشر غني ټینګ هوډ همدا وو چې زموږ دغه مجبوریت نور له پاکستان پرته باید رفع کړي او دغه د فشار وسیله د پاکستان له لاسه واخلي، که څه هم په لومړیو کې خلکو ته د ولسمشر غني دغه هڅه عملي نه ښکارېده، مګر په تېرو څلورو کالو کې د اقینې، چاه بهار او اوس اوس د لاجورد لارې په پرانیستې سره عملاً دا ثابته کړه چې ولسمشر غني چې موږ خپل موقعیت له مشقت څخه په فرصت بدلولی شو او په لنډ وخت کې یې موږ د پاکستان له دایمي احتیاج څخه بېغمه کړو.

ولسمشر غني نن هرات ته تللی او د سفر موخه یې هم د لاجوردو لارې پرانیسته ده. د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ، د لاجوردو لار د ترانزیټی، سوداګریز او ترانسپورټی همکاریو او د ترانزیټی خنډونو د له منځه وړلو او د یادو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګمرکی فعالیتونو د ودې په موخه، او  سمندری بندرونو ته د لاسرسی د بدیل په توګه جوړېږی.

له لاجورد لارې لومړنۍ ازمایښتي صادراتي کارګو چې ۸۳ ټنه د پنبې تار، ۲۴ ټنه ممیز، ۴۶ ټنه د هندواڼې تخم او ۲۴ ټنه کونځلې په کې شاملې دي، د افغانستان پلېټ لرونکي ۹ موټر یې د TIR سیستم په چوکاټ کې همدا نن  ترکیې ته لېږدوي.

د لاجوردو لاره له  آقینې او تورغنډۍ بندرونو پیلېږي، د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر او خزر بحیرې وروسته د آذربایجان پلازمینی باکو او وروسته له هغه د ګرجستان پلازمینی تفلیس او د تورې بحیرې تر پوتي او باتومي بندرونو پورې رسېږي. همدارنګه د قارص له بندر څخه د ترکیې هېواد د استانبول بندرونو ته او په پایله کې اروپا سره نښلي، نو دغه لاره د افغانستان لپاره د صادراتو او وارداتو په برخه کې داسې اسانتیاوې برابروي چې د پاکستان کراچۍ بندر په پرتله د افغانستان لپاره هم ارزانه دي، هم اسانه دي، هم بې جنجاله او اقتصادي دي.

د پاکستان د کراچۍ بندر په پرتله د لاجورد لارې ښېګڼه د افغانستان لپاره دا هم ده چې دغه لاره به یوازې ترانزیتي او سوداګریزه لاره وي، دا لاره به د کراچۍ بندر په توګه هیڅ وخت نیمه سیاسي اقتصادي بڼه اخیتار نه کړي او نه به هم د شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي. دغه لاره افغانستان ته د دې فرصت ورکوي چې کرار کرار خپلې اقتصادي خودکفایۍ ته ځان ور نږدې کړي او خپل کرنیز محصولات او نور اضافي توکي بهرنیو هیوادونو ته ولېږدي.