حکومت د اوبو مهارولو کې جدي دی

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

اوبه  د ژوند مهمه ماده ده او له دې پرته ژوند، پایښت او پرورښت ناشونی اېسی. خدای تعالی په افغانستان یوه ځانګړې لورینه دا کړې چې پرېمانه اوبه یې ورکړې دي، مګر له دغو اوبو څخه زموږ پرځای زموږ ګاونډیانو پرېمانه او وړیا استفاده کړې، ځکه لا هم په افغانستان کې د سیند د غاړې ځمکې شاړې او پسلونه له تندې مري، مګر زموږ اوبه بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو ته ور بهېږي.

افغانستان چې په ملیاردونو مکعب مترو  اوبه  لري.که چېرته له دغو اوبو څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي،افغانستان به له اقتصادي او سیاسي ستونزې نه وباسي او په وطن کې به مثبت بدلون راشي، چې نړیوال به هم ورته حیران پاتې شي، ځکه له اوبو څخه موثره استفاده د انرژۍ د تولید لامل کېږي. کرنه ورسره وده کوي، کرنیز محصولات زیاتېږي، خلکو ته کاري زمینې پیداکېږي، په افغانستان کې صنعت وده کوي، ځکه څومره چې انرژي زیاتېږي، نو همغومره ورسره صنعت هم غوړېږي.

د افغانستان حکومت کوشش کوي چې د هیواد په سیندونو باندې د بریښنا بندونه جوړ کړي، لومړی د خپل وطن لپاره بریښنا پوره کړي.او کومه چې اضافه ده هغه ګاونډیو هیوادونو ته د پیسو په بدل کې ورکړي،چې په دې سره افغان حکومت د کال ۶۰ میلیارده ډالره یواځې له ګاونډیو هیوادونو څخه تر لاسه کړي.

    په دې وروسیو کې ایران او پاکستان د اوبو پر سر له افغان حکومت سره زیات جنجالونه وکړل،د افغانستان اوبه یې خپلې اوبه ګڼلې. خو افغان ولسمشر په دې پوه شو چې باید له ګاونډیانو څخه خپلې اوبه راوګرځو او بندونه پرې جوړ کړو چې د وطن په  بریښنا ،مالدارۍ او په زراعت کې ترې ګټه واخیستل شي.

ولسمشر غني حتی د اوبو د مدیریت په برخه کې دومره جدي دی چې اوبه یې خپله ابرو وګڼله او په ټینګار یې وویل چې افغان حکومت په هر قېمت د اوبو مهارولو ته چمتو دی. د افغانستان او ایران تر منځ چې کله د اوبو د ویش تړون په ۱۹۷۳میلادي کال دې د وخت صدراعظم موسی شفیق او د ایران صدراعظم امیر عباس ترمنځ لاسلیک شو، نو همغه مهال د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو ستونزه په اساسي او قانوني توګه حل شوه.

د افغانستان زیاتره اوبه پاکستان ته هم ځي،چې پاکستان ورته سترې زېرمې  جوړې کړي او د افغانستان او به په خپل نوم نورو هیوادونه باندې پلوري چې په بدل کې له بهرنیو روپۍ لاسته راوړي اوافغان حکومت ته یوه روپۍ هم نه ورکوي، په مقابل کې هره ورځ په افغانستان کې د جنګ او تاوتریخوالي شدت او زیاتوالي ته لمن وهي، ځکه دوی غواړي چې له دې لارې افغانان په خپلو کې سره بوخت کړي او له زېرمو یې دوی استفاده وکړي.     

مګر تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان امنیت او ثبات دی، ځکه اوس د حکومت ټول تمرکز د جنګ په مدیریت دی او پر جنګ نه یوازې وسلې او امکانات لګېږي، بلکې زیات وخت هم ورباندې مصرفېږي، نو که چېرې همدغه وخت او امکانات د جنګ پرځای د اوبو په مهارولو او د لویو بندونو په جوړولو متمرکز شي، نو باور دی چې د هیواد او هیوادوالو لپاره به مهمې پایلې ولري، په دې کې شک نشته چې پاکستان او ایران به په دې برخه کې مزاحمت ایجاد کړي، مګر حکومت ورته بشپړ چمتووالی لري.