د افغانستان لپاره د لاجورد لارې اقتصادي ګټې

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د لاجورد لارې لومړۍ اقتصادي ګټه د افغانستان لپاره داده چې دغه لاره تر بلې هرې لارې د افغانستان لپاره لنډه او ارزانه ده. د شویو ارزونو له مخې  د نورو ترانزیټي لارو په پرتله له لاجورد لارې  څخه سوداګریز مالونه له درې تر څلورو ورځو په کم وخت کې اروپا ته رسېږي. د لنډوالي ترڅنګ دغه لاره اقتصاډي هم ده، ځکه د هرې لارۍ موټر په لګښت کې له زرو تر دوه زرو ډالرو کموالی راځي.

د بېلګې په توګه له تورغونډۍ څخه د ترکیې تر قارص پورې د هرې لارۍ په لېږد شاوخوا 1200 ډالره لګښت راځي،چې دا د پاکستان د بندرونو له لارې د مالونو د لېږد په پرتله خورا کم  لګښت دید لاجورد لارې دغه لنډوالی او د لګښت کموالی معلومدار هم د اموالو په کیفیت او هم یې په بیه مستقیم اغېز لري، یانې څومره چې سوداګریز مالونه اسانه، ارزانه او بې جنجاله ولېږدول شي، نو همغومره یې زموږ خلک ارزانه ترلاسه کولی شي.

برعکس کله چې موږ خپل محصولات او صادرات له دغې لارې نورو هیوادونو ته لېږدو، نو زموږ سوداګر له کومې اندېښنې، خطر او تاوان پرته خپل مالونه په ډاډ سره لېږدولی شي، یانې دغه لارې هم زموږ د خلکو او هم مو د ملي تاجرانو لپاره ګټوره تمامېږي.  په وچه پورې ایساروالی او بحر ته د لارې نشتوالی د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه وه، خو د لاجورد لارې په پرانیستې سره به دغه ستونزه نوره هم راکمه شي.

د دغې لارې ښېګڼه داده چې د افغانستان باروړونکي موټر له کوم ګمرکي خنډ پرته د مالونو د بارولو او تخلیه کولو لپاره د لاجورد لارې په اوږدو کې پراته هر هېواد ته داخلېدلی شي.د دې ترڅنګ د لاجورد لارې د لاسلیکوونکو هېوادونو ترمنځ د اړوندو هیوادونو تاجرانو او پانګوالو ته د اسانتیاو د برابرولو په موخه دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګري، ترانزیټ او ترانسپورټي تړونونه کېږي، تر څو له کومې ستونزې، خنډ او جنجال پرته دوی په اسانۍ خپل سوداګریز توکي ولېږدولی شي.

د لاجورد لاره کې چې څومره د هیوادونو غړیتوب زیاتېږي، نو همغومره افغانستان هم بحر ته نږدې کېږي او هم خپلو صادراتو او کرنیزو محصولاتو ته زیات بازارونه مومي. بله ښېګڼه یې داده چې اړوند هېوادونه د افغانستان په توکو هېڅ ډول تعرفه او محدودیت نشي وضع کولای او ان د افغانستان ترانزیټي کارګو ته هم لا زیاتې اسانتیاوې برابرېږي.

له دغو هېوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ بیې د کمېدو ترڅنګ افغانستان د دغو هېوادونو له رېل پټلیو او بېړیو استفاده کولی شي. لاجورد لار، افغانستان د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو له اروپایي برخې، اروپایي هېوادونو او د مدیترانې بحر له لارې د افریقا له شمال سره نښلوي. همداراز د دې لارې په اوږدو کې کسپین بحیره به افغانستان له روسیې او د ایران له شمال سره ونښلوي.  په همدې دلیل، دغه لار کورنیو تولیدونکو سره د غړو او نورو هېوادونو مناسبو، لا زیاتو او نویو بازارونو ته په لاسرسي کې مرسته کوي.

 د لاجورد لارې دهلېز افغانستان ته د باکیفیته او ارزانه محصولاتو د واردولو لپاره نوي او پراخ فرصتونه برابروي. له لارجورد لارې څخه په ګټه اخیستنې به افغانستان د سیمې او نړۍ په ترانزیټي څلور لارې بدل او پام وړ عواید ترلاسه کړي. له دې سوداګریزې ـ ترانزیټي لارې څخه ګټه اخیستنه به د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او له اروپایي هېوادونو سره د سوداګریزو فعالیتونو او سوداګرۍ د زیاتوالي لامل شي.

له دې لارې څخه استفاده د هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد ښه کېدو کې پام وړ ارزښت لري او د پانګونې، د مالونو لېږد، کارموندنې او د تولیداتو د ودې په برخه کې به زمینه مساعده او افغانستان به له دې سوداګریزې لارې ډېره زیاته ګټه ترلاسه کړي؛ ځکه غړو هېوادونو ژمنه کړې، چې د افغانستان پر مالونو او سوداګریزو توکو به هېڅ ډول تعرفه او محدودیتونه نه لګول کېږي.