حکومت د فساد په مخنیوي کې جدي دی

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال د ولسمشر کرزي د وخت د حکومت فساد ته واضح اشارې لرلې، نوموړي وویل: "پخوا داسې و چې پروژو کې د قیمت له پلوه تر ټولو ټیټ کیفیت په لوړ قیمت تمامیده. دا کار د دې سبب شو چې د ولس او دولت ترمنځ فاصله زیاته شي. زموږ اساسي هدف دا دی چې د ښه کیفیت په مقابل کې کمی پیسې مصرف کړو. تر څو خلکو ته د منلو وړ وي او د حکومت او خلکو ترمنځ واټن ختم شي."

ولسمشر غني یادو مراسمو ته د وینا پرمهال چې دولتي مقامات او ډيپلوماتان په کې موجود وو، دا هم وویل: سلګونه موټر او رنجر افغانستان ته راغلل، مګر د کوم حق او قانون په اساس د پولیسو رنجر موټر ملکي خلکو ته په واک کې ورکړل شول؟ نوموړي وویل د تېر حکومت د دغې ناسمې کړنې د اصلاح لپاره موږ اوس ورباندې کار پیل کړی چې دغه کړنې باید جبران او اصلاح کړو او یاد رنجر موټر به بېرته اردو او پولیسو ته په واک کې ورکړو.

افغان ولسمشر نسلي بدلون فساد سره د مبارزې لاره وبلله او زیاته یې کړه، ځوانه رهبري چې اوس زموږ او ستاسو مخته قرار لري، له سختو مقاومتونو سره مخ شول او تر دې ځایه رسېدلي دي. که په بنسټونو کې د بشري قوا په برخه کې له ژمنو او ځوانو رهبرانو استفاده ونه کړو او هغوی ځای پرځای نه کړو، په دې مانا ده چې موږ دوباره شاته ګرځو. ایا غواړئ چې په دې پروسه کې زما د اصلاحاتو د طرحو ملاتړ وکړئ، ځکه دا د فساد د له منځه وړلو یوازینۍ لاره ده.

ښاغلي غني د ولسمشر کرزي پرمهال په حکومت کې او له حکومت څخه دباندې پراخ فساد ته په اشارې وویل، مخکېنی حکومت په مکمله توګه فساد اختطاف کړی و، زما او د حکومت اراده داده چې د فساد ریښې وچې شي. دا حرکت به دوام ومومي، دا یوازې د حکومت او ولسمشر دنده نه ده، دلته د خلکو، رسنیو، مدني ټولنې، علماو او د ټولو اقشارو رول مهم دی.

جمهور رئیس دېته په اشارې چې فساد او بي عدالتي د اساسي قانون د تطبیق مخنیوی کوي او بالاخره فساد د لوږې او ناامنۍ لوی لامل دی وویل: موږ په دې هکله ډېر کارونه کړي دي او ډېر پاتي دي، پر مخ به ځو او له خیره سره به دا مزل به منزل ته رسوو. ځکه فساد سره مبارزه د اسلام د مقدس دین د مهمو ارزښتونو څخه دی.

د نوموړي په وینا: د فساد ضد جګړه کې د مکافاتو او مجازاتو برخه هم مهمه ده، د ملي وحدت حکومت کې ډېر مهم ملکي او نظامي چارواکي تر څیړنو او پوښتنو لاندې نیول شوي دي او اوس په زندانونو کې پراته دي. د مکافاتو په برخه کې هم ډېر اجرات شوي دي، د نړیوال بانک شاخصونه مو پوره کړل، په کانکور کې فساد له منځه لاړ.