د فساد په مخنیوي کې موږ هم ملامت یوو!

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

په افغانستان کې عام او بد رواج دا ګرځېدلی چې خلک د هر څه د کولو تمه له حکومته کوي. حال دا چې حکومتونه له ولسونو جوړ دي او د دوی د ارادې په اساس رامنځته شوي دي، مګر ولسونه بیا له خپل زور او قوت څخه کار نه اخلي. په خپله نهحرکت کوي او نه هم د مسوولیت احساس کوي

.

تر هغو چې موږ د ولس په توګه د مسوولیت احساس ونه کړو او په خپله لاس په کار نشو، نو نه د ټولو ستونزو او ناخوالو مخنیوی د حکومت د وسې کار دی او نه یې هم حکومت په یوازې ځان مخه نیولی شي. موږ باید د ولایت، ولسوالۍ او مرکز په کچه خپل مسوولین وارزو او له هغوی سره خپل چلند او اړیکې تعریف کړو.

موږ ګورو د اکثره نا اهله چارواکو مخته ځینې کسان داسې تاوېږي لکه وطن چې ګل ګلزار وي او له دوی څخه بل څوک وړ او مستحق نه وي او د دوی له ټولو کړنو ولس سل په سلو کې راضي دي. یا برعکس موږ له حکومت او مسوولینو واټن نیولی. نه د دوی ارزونه کوو، نه یې د چارو څارنه کوو، نه د ښه والي لپاره مشوره ورکوو او نه ورسره ناسته ولاړه لرو، نو له همدې امله ورځ تر بلې ستونزې زیاتېږي او دلیل یې دادی چې موږ نه د مسوول وطندار چلند اختیار کړی او نه مو د مسوولیت احساس کړی دی.

د مسوول وطندار او وګړي په توګه باید موږ او تاسو د فاسد او نااهل مسوولینو او چارواکو پر وړاندې را پورته شو او هغوی ته په صراحت او قاطعیت ووایو چې دوی د ورسپارل شوي کار صلاحیت او وړتیا نه لري. د هغه د لیرې کولو غوښتنه وکړو، معقول فشار راوړو، تر څو مقامات د هغه په اړه د ولس رښتیني او ملي دریځ ته په پام تصمیم ونیسي او د فساد مخه ونیول شي. دا په یوه سیمه او ولسوالۍ هم نه کېږي، دا د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري، په ولس کې باید دغسې انګېزه ایجاد شي چې په دې برخه کې خپل مسوولانه غږ لوړ او دریځ اختیار کړي.

حتی په ځینو مواردو کې په خپله ولس د فساد لامل کېږي، د بېلګې په توګه کله چې حکومت د اصلاحاتو په موخه د ځینو کسانو د ادلون بدلون اقدام کوي، نو ځینې کسان د ولس له منځ څخه دې موضوع ته په شعوري یا غیر شعوري توګه قومي، سمتي، ژبنی او حزبي رنګ ورکوي او مقامات په رنګارنګ تورونو تورنوي او دوی په پټو سترګو له مفسدینو او نااهله کسانو څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي چې دا په لویه کې هم د ولس او هم د هېواد او هم د نظام په زیان ده.

ولس پرځای د دې چې د حکومت د دغه ډول اقداماتو هرکلی او ستاینه وکړي، برعکس دوی یې په مقابل کې ودرېږي. کله چې په ادارو کې کارونه سم نه ترسره کېږي، یا له دوی څخه پیسې او بډې غوښتل کېږي او یا هم ادارې د ضوابطو پرځای د روابطو په اساس چلند کوي، نو هغه مهال بیا همدا خلک حکومت ته بد رد وایي او ټوله ملامتیا حکومت ته ور تر غاړې کوي.

خلکو ته ښایي له وړو وړو حلقو راووځي د نظام په چوکاټ کې دې د اساسي قانون په رڼا کې درځ او چلند اختیار کړي او ټول دې په یو غږ د قانون د تطبیق نه یوازې غوښتنه وکړي، بلکې په دې برخه کې دې فشار وارد کړي.