د ټرانزیټ په برخه کې د حکومت پرمختګونه

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

ملي یووالي حکومت په خپلو اقتصادي او ترانزیتي برنامو سره د افغانستان جغرافیه بدله کړه، له همدې امله په وچه کې پروت او ایسار افغانستان  نن په یو فرصت بدل شوی. د همدغه فرصت له امله افغانستان دا ظرفیت موندلی چې له خپل موقعیت څخه هم د ځان لپاره میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي او هم د سیمې د هېوادونو لپاره د ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو لنډه، اسانه، ارزانه او بې جنجاله لاره واوسي

.

 افغانستان د اسیا د څلور لارې حیثیت لري، یوه لورته یې د طبیعي منابعو او انرژۍ لرونکي هېوادونه (د منځنۍ اسیا هېوادونه) پراته دي او بل لورته یې  (د جنوبي اسیا) هغه هېوادونه دي چې د انرژۍ له قلت سره مخ دي، نو له دې امله افغانستان کولای شي چې د اقتصادي همکاریو د وصل مرکز او څلور لاره واوسي. پر دې سربېره افغانستان هم په دې برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کولی شي او هم خپل صادرات او سوداګریز اموال نورو هېوادونو ته انتقالولی شي.

ملي یووالي حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني  د نړیوالو اقتصادي ګټو د متحدولو له لارې د نړۍ د هېوادونو او په ځانګړې توګه د سیمې تر منځ د تقابل میدان د تعامل او همکارۍ په نقطه او میدان بدل کړ او لا هم کوښښ کوي چې په دې برخه کې په خپلو هڅو سره د سیمې د هېوادونو اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزې همکارۍ او راکړې ورکړې زیاتې کړي.

ټاپي پروژه، کاسا زر او نورې لویې پروژې یې ښې بېلګې دي. حکومت کوښښ وکړ چې دغه مهمې پروژې باید ژر تر ژره له خیال او کاغذ څخه په عمل بدلې شي او همداسې وشول، ځکه د ټاپي پروژې له تطبیق سره پر اقتصادي ګټو سربېره د افغانستان او پاکستان او د پاکستان هند په اړیکو کې پام وړ ښه والی راتلی شي، حتی د هېوادونو او ملتونو خواخوږي زیاتولی شي.

په تېرودریو کلونوافغانستان د سیمې د مرکزي او ترانزیتي  کلیدي ټکي په توګه د خپل رول د تحقق لپاره لوی ګامونه پورته کړي، او په دې برخه کې یې پام وړ پرمختګونه هم لرلي دي. افغانستان د ترانزیت په برخه کې توانېدلی چې له بېلابېلو هېوادونو سره متعدد دهلیزونه برابر کړي او له بېلابېلو هېوادونو سره خپل د سوداګرۍ کچه پراخه کړي او ان د ځمکني ترانزیت سربیره د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له هند سره یې عملاً د سوداګرۍ هوایي دهلیز پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ترانزیتي لګښت کچې راټیټیدل، هدف سیمو ته د فصلي صادراتو پر وخت رسول، د اړتیا وړ صادراتي او وارداتي محصولاتو د امنیت لوړول او ... بېلابېلو ترانزیتي او ترانسپورتي دهلیزونو ته د لاسرسي پایلې دي.

د اورګاډي پټلۍ جوړول او پراختیا، د ترانزیتي سړکونو پراختیا، په دې برخه کې د حقوقي او قانوني تشو ډکول، دهوایي ډګرونو پراختیا، په لویو سازمانونو لکه TIR  کې غړیتوب، د ترانزیت په سکتور کې د افغانستان د لاسته راوړنو بله برخه بلل کېږي.

د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو موافقتنامو لاسلیک، د فساد سره مبارزه او د کورني او بهرني ترانزیت او ترانسپورت بهیر چټکتیا او اسانتیا  او ...په دې برخه کې د حکومت د فعالیتونو بله برخه ده.حکومت د اقتصادي ودې او خلکو ته د ژوند د اسانتیاو او زمینو برابرولو په موخه د ټرانزیټ برخې ته پام ډېر کړی دی او د همدغه تمرکز له برکته اقینه، چابهار ، د اورګاډي پټلۍ، هوایي دهليزونه او نورې ترانزیټي چارې او هڅې جریان لري.