د ځمکو مدیریت د حکومت لومړیتوب

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

ولسمشر غني د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې ته لارښوونه کړې چې د ځمکو بانک ایجاد کړي. د دې بانک د جوړولو لومړۍ موخه داده چې د ځمکو د غصب مخه ونیول شي. بله ګټه یې داده چې حکومت شته ځمکه په ښه توګه مدیریت او د استفادې وړ وګرځوي، ځکه موږ او تاسو وینو چې د افغانستان ډېرې ځمکې لا هم بکرې پرتې دي چې نه د استوګنې لپاره ورڅخه ګټه اخیستل شوې، نه د صنعت او نه هم د کرنې او مالدارۍ لپاره

.

حتی په دې وروستیو کې زورواکو او مافیایي کړیو د دغو ځمکو پراخ غصب ته مخه کړې، نو د همدې لپاره باید د ځمکو بانک ایجاد شي. حکومت د ځمکې مدیریت تر نامه لاندې پراخ پروګرام پیل کړی او په تېرو دریو کلونو کې په دې برخه کې زیات هدفمندانه فعالیتونه شوي دي.

دغه فعالیتونه تر ډېره پر اجتماعي او اقتصادي متوازنه وده، په موثر او شفاف ډول خلکو ته د زمیندارۍ خدمتونو وړاندې کولو،  په عصري ډول د دولتي، شخصي، عامه او کلیو ځمکو ثبت، په هېواد کې په بنیادي ډول د ځمکو د منازعو پر حل، د لویو ملي زیربنایي پروژو د تطبیق مناسب بستر جوړولو، د داخلي او خارجي پانګونې د هڅې په خاطر له دولتي ځمکو څخه پر سمې استفادې، د ملي عوایدو پر لوړولو، د کاري زمینې رامنځته کولو، د کرنې سریع انکشاف، د کلیوالي اقتصاد پرپیاوړتیا، د پانګونې کچې پر ښه والي او د افغانستان د ملي انکشافي ستراتېژۍ پر موثر تطبیق، د ځمکې اړوند قوانینو پر تطبیق او اړوند  طرزالعملونو باندې متمرکز دي.

د ځمکو مدیریت حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني ته ځانګړی ارزښت لري او په همدې خاطر یې د ځمکو او اوبو عالي شورا جوړه کړې. د دغې شورا له لارې تراوسه ځینې مهم اقدامات شوي چې د بېلګې په توګه د کارموندنې په موخه د ځمکې د اجاره ورکولو پروسه یادولی شو چې خلکو ته یې زرګونه شغله ایجاد کړي.

همدارنګه په تېرو دریو کلونوکې د دولتي ځمکو د حق الاجارې له امله په کال کې له 453.6 څخه زیات عواید راټولو شوي.  د افغانستان د قالین اوبدونکو له اتحادیې سره د اوسېدو او قالینو د تولید په خاطر د ۹ زره جریبه ځمکې د قرارداد تړون چې په بېلابېلو ولایتونو او په بېلابېلو پړاونو کې به تطبیق شي، د ننګرهار په قاسم اباد کې عملآ دغه پروګرام دوام لري چې د قرارداد له تطبیق او بشپړیدو سره ۱۱۰ زره کسانو ته په مستقیم ډول او ۱٬۵ میلیون کسانو لپاره په دایمي ډول کاري زمینه برابره شي.

د ځمکې اړوند قوانینو تعدیل لکه د زمینداری د چارو تنظیم قانون او استملاک قانون، د مقرریو تدوین، د طرزالعملونو وضع، د اساسنامې او د پنځه کلن ستراتېرژیک پلان ترتیب او تسوید،  د 75 سلنه وخت کموالي سره د اجاره ورکونې بهیر ساده کول او رسمي مراحل یې، د شفاف میکانیزم جوړیدو له لارې د اداري فساد مخنیوی، د اجاره ورکولو موثریت، سروې، د ثبت تصفیه، د ځمکې انتقال او تبادله، د ځمکو منازعو ته رسېدنه، د پروسوڅارنه او ارزونه، دولتي ځمکو ته د ملي او بین المللي پانګوالو د لاسرسي زمینې ښه والی او په یو محفوظ معلوماتي بانک کې تنظیم،  د پانګونې کچې ښه والی، په افغانستان کې له بین المللي معیارونو سره د نوي ټکنالوژۍ معرفي او داسې نور هغه کارونه دي چې تر دې مهاله ترسره شوي دي.

دا او دېته ورته چارې په دې مهمې او ګټورې دي چې تر ټولو لومړی د ځمکو د غصب مخه نیسي، دویم دا چې په هېواد کې شته ځمکه د موثرې استفادې وړ ګرځوي چې له دې سره هم خلکو ته کار پیدا کېږي، هم ورسره ملي عواید لوړېږي او هم کرار کرار د خلکو او په لویه کې د هېواد په خودکفایي کې مهم رول لرلی شي، وزګارتیا له منځه وړي او دا کار پر امنیت او ثبات هم ښه اغېز لري.