افغانستان باید له مالي پلوه پر ځان بسیا شي

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

افغانستان د مالي سیاستونو له مخې د کورنیو عوایدو د زیاتېدو پر لور روان دی  او په ځانګړي ډول ولسمشر غني غواړي دغه بهیر لا چټک کړي، دومره چټک چې په راتلونکو څو کالو کې افغانستان وتوانېږي خپله عادي او انکشافي بودجه چې د کال اته میلیارد ډالره ده له خپلو عوایدو پوره کړي

.

دا کار او هڅه د دې لپاره کوي چې له یوې خوا افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، د پردیو له مالي احتیاجه خلاص شي او بله عمده موخه داده چې تر هغو افغانستان له مالي پلوه پر نورو متکي وي، نو خپلې ملي برنامې خپلو اړتیاو او لومړیتوبونو ته په پام نشي تطبیقولی، ځکه اکثره نړیوالې مرستې له یوې خوا مشروطې او مقیدې وي او له بل پلوه نړیوالې مرستې د اوږدمهال لپاره د افغانستان درد نشي دوا کولی.

افغان ولسمشر غواړي له بېلابېلو عایداتيسرچینوڅخه د مالیاتو راټولولو له لارې خپله دغه اړتیا پوره او خپل داخلي عواید زیات کړي. له نېکه مرغه په تېرو درېوو کلونو کې د افغانستان عواید په بې سارې توګه مخ په زیاتېدو دي او آن په دغه موده کې د راټولو شویو عوایدو اندازه له ټاکل شوي هدف څخه د پام وړ فیصدي زیاتوالی درلود.

افغانستان اوس هم کافي داخلي عواید لري، خو ستونزه داده چې د روانو ناامنیو او شته فساد له امله حیف او میل کېږي او د دولتي خزانې پرځای شخصي جیبونو ته ځي، نو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د فساد ضد مبارزه باید چټکه او لا جدي شي. تر هغو چې له عایداتي سرچینو لکه ګمرکونو او نورو ځایونو څخه د مفسدو کړیو لاسونه لنډ نشي او د شته فساد مخه ونه نیول شي، نو افغانستان له مالي پلوه په خپلو پښو نشي ودرېدلی.

د هېواد د مالیې وزارت د راپورونو له مخې، که څه هم په ۱۳۹۳ کې د افغانستان کورني عواید له ټاکل شوي اندازې کم و، خو په ۱۳۹۴ کې جمعا۱۲۱٬۸ میلیارد افغانۍ له بېلابېلو سرچینو راټولي شوې چې له ټاکل شوي هدف څخه ۷ فیصده زیاتي وې. دا اندازه په ۱۳۹۵ کې۱۶۵میلیارد افغانیو ته و رسېده او په ۱۳۹۶ کې ( چې هدف ۱۵۲ میلیارده افغانۍ و) څه باندې ۱۶۹ میلیارد افغانیو ته  ورسېد.

په تېرو درېوو کلونو کې د عوایدو د لوړیدو تر ټولو مهم عوامل د نویو عایداتي سرچینو زیاتوالی او د حکومت په عایداتي سرچینو کې د اصلاحاتو تطبیق او کلکه نظارت و، مګر په دې برخه کې لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده. د دې ترڅنګ په مالي او اداري برخو کې شته اصلاحاتو هم د دغو عایداتو له زیاتوالي سره مرسته وکړه.

څومره چې له اداري فساد سره قاطع او دوامداره مبارزه وشي، نو همغومره ورسره داخلي عایدات لوړېدلی او افغانستان په خپلو پښو ودرېدلی شي. حکومت په پام کې لري چې په دې برخه کې د نړیوالو بریالیو تجربو ترڅنګ نوي او عصري وسایل هم نصب کړي تر څو په ګمرکونو او عایداتي چینو کې د فساد او درغلیو کچه بېخي راکمه شي.

د کورنیو عوایدو په زیاتولو کې حکومت تل هڅه کړې داسې سرچینې په پام کې ونیسي چې بېوزلو او لږ عاید لرونکو خلکو ته پکې زیان و نه رسوي. یانې د حکومت ټول پام یوازې د عوایدو زیاتوالي ته نه دی، بلکې ترڅنګ یې د خپلو خلکو، په ځانګړي ډول د بې وزلو او کم وسه خلکو ژوند ته هم پام کوي، تر څو هم دوی متضرر نشي او هم افغانستان له مالي پلوه په پښو ودرېږي.