د افغانستان اقتصادي وده

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د افغانستان دښمنانو په تېرو درېوکلونو کې د تروریستي بریدونو، چاودنو او بوږنونکو پېښو له لارې د دې هڅه وکړه چې حکومت یوازې په جنګ کې بوخت وساتي او د دې فرصت ورنه کړي چې عامه خدماتو او نورو چارو ته رسیدګي وکړي، خو حکومت د امنیت د تامینولو، د جنګ د مدیریت، د وسله والو مخالفینو د ځپلو ترڅنګ اقتصادي ودې، د خلکو د ژوند ښه والي، ترانزیټ، زیربنا، د لویو پروژو د کار پیلولو، د نړیوالو اړیکو او مناسباتو پاللوتر څنګ د اقتصاد او معیشتي وضعیت وده هم خپلو لومړیتوبونو کېونیوله

.

اقتصاد د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او تر هغو چې هېواد له اقتصادي او مالي پلوه خودکفا نشي، نو نه به هېوادوال هوسا او سوکاله ژوند ولري او نه به هم حکومت خپل ملي پروګرامونه پر وخت او ښه توګه تطبیق کړای شي، نو له همدې امله د ملي یووالي حکومت د اقتصاد ودې ته پام ډېر کړی دی او د افغانستان اقتصادي وده او په بېلابېلو برخو کې پر ځان بساینه د حکومت له هغو لومړیتوبونو څخه ده چې په تېرو درېو کلونو کې یې ورباندې تمرکز وکړ او په همدې موخه یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره مذاکرات وکړل او اقتصادي همکارۍ یې رامنځته کړې.

د ملي یووالي حکومت کوښښ کوي چې پر بهرنیو مرستو د اتکا پر ځای کرار کرار د خودکفایۍ لور ته لاړ شي او د دې لپاره یې ټرانزیټ، د داخلي تولیداتو زیاتوالي، د کانونو کېندنې او په دې برخو کې پانګونې، هوایي دهلېزونو او نورو هغو چارو ته پام ډېر کړی چې د ملي عوایدو په زیاتوالي کې موثر رول لري.

د افغانستان حکومت په تېرو درېوو کلونو کېپه دې برخه کې پام وړ اقتصادي لاسته راوړنې درلودې او د زیربناوو له جوړېدو او پراختیا سرهباور دی چې په لنډمهال او اوږد مهال کې په اقتصادي او نورو برخو کې پام وړ بدلونونه او پرمختګونه وشي.

که څه هم پر تحمیلي جګړې او ناامنیو سربېره، د اورښت کموالي او زراعتي آفاتو له امله اقتصادي وده ورو وه، خو په ټوله کې افغانستان په ۱۳۹۶ کې د۲٬۶ سلنې اقتصادي ودې شاهد و او وړاندوینه کېږي چې په ۱۳۹۹ کال کې به د اقتصادي ودې اندازه د ۳٬۹ او۵٬۷ سلنې تر منځ وي.

په تېرو درېوکلونو کې د حکومت له لوري د اساسي او بنسټي کارونو تر څنګ، د سترو لاسته راوړنو شاهدان هم و. د بېلګې په توګه  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ودې هم په تېرو درېوو کلونو کې په هېواد کې پام وړ وده کړې. همدارنګه په دغو درېو کلونو کې د انټرنټي خدمتونو وړاندې کول له ۱۷ سلنې څخه ۵۱ سلنېته رسېدلي دي او د پروګرامونو له مخې، افغانستان به ډېر ژر په سیمه کې د معلوماتي اتصال د ثقل په سیمې بدل شي.

د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخو کې هم بنسټیز کارونه شوي دي چې د آقینې- آتا مراد د ریل پټلۍ پرانیستل، ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او داسې نور د دغو بریاوو نمونې دي. د ناخالصه کورنيو تولیداتو په برخه کې د خدماتو د سکټور ونډه په تېرو درېوو کلونو کې ۲٬۴ سلنه وه او د نړیوال بانک د راپور له مخې د صنعت د سکټور ونډه هم په دوو کلونو کې۴٬۵ سلنه ښودل شوې ده.