د اوبو مدیریت او د ګاونډیانو مزاحمت

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

افغانستان په سیمه او ګاونډ کې د خوږو اوبو له پلوه بډای هېواد دی، خو د جنګونو او ناامنیو له امله افغانستان لا هم نه دی توانېدلی چې له خپلو اوبو څخه د برېښنا د تولید او د کروندو د خړوبولو لپاره موثره استفاده وکړي، بلکې زموږ اوبه وړیا زموږ ګاوندیانو ته ور بهېږي او هغوی ورڅخه بېدرېغه ګټه اخلي، مګر د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د جدي تصمیم او ټینګې ارادې له امله به نور دوی زموږ له اوبو څخه ګټه وانخلي

.

ولسمشر غني له لومړیو څخه ویلي و چې اوبه د افغانستان ابرو ده او همدغه اوبه به موږ له اوسني وضعیت څخه راوباسي، د پردیو له احتیاجه به مو خوندي کوي او اقتصادي ودې، صنعت او د خلکو د ژوند د ښه والي اسانتیاوې به زیاتوي، ځکه چې ولسمشر غني لا له لومړي سره په هېواد کې د ۲۹ لویو او وړو بندونو جوړول پلان کړي دي چې ځینې یې بشپړ شوي، د ځینو د جوړولو چارې او د ځینو هم تخنیکي سروې ګانې او مطالعات ادامه لري.

مګر زموږ ګاوندیان چې زموږ له اوبو په وړیا ګټه اخیستنه روږدي دي، نو دوی به په دومره سادګۍ او اسانۍ هم افغان حکومت د اوبو مهارولو او د بندونو جوړولو ته پرېنږدي، پاکستان لا وار دمخه په همدې او نورو موخو له افغان ولس سره جګړه اعلان کړې او ایران تازه تازه د مزاحمت ایجاد او د تشدد زیاتوالي ته تیاری نیسي. دا نه ناڅاپي کار دی او نه هم ناڅاپي پلان، بلکې لا وار دمخه مبصرینو او شنونکو د ایران او پاکستان د مزاحمتونو وړاندوینه کړې چې د فراه وروستیو ناامنیو دغه وړاندوینې سمې ثابتې کړې.

ایران په فراه کې وسله والې ډلې دومره منسجمې او غښتلې کړې چې ان د فراه د ښار منځ ته یې ناامني او جنګ راوړ، هغوی غوښتل او یا غواړي چې د زور له لارې پر افغانستان فشار راوړي چې یا د اوبو له مدیریت څخه تېر شي او یا هم ایران ته د دوی په غوښتنه غوښنه برخه او ونډه ومني، مګر له ایران سره د افغانستان د اوبو ستونزه د مرحوم صدراعظم موسی شفیق د هلو ځلو له برکته لا د وخته د نړیوالو نورمونو او قوانینو مطابق د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مقاماتو په ګډه هوکړه، رضایت او توافق حل شوې چې لا یې هم لاسلیک شوي او کره اسناد موجود دي.

افغان ولس چې د تاریخ په اوږدو کې یې د هیڅ زبرځواک او زور پر وړاندې د تسلیمۍ سر نه دی ټیټ کړی، نو دا ځل هم زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول قوت د ایران د لاسپوڅو او ګوډاګیانو پر وړاندې وجنګېدل او د فراه ښار واټونه او کوڅې یې د دوی په جسدونو او وسلو ډک کړل. ایران باید دا ومني چې د زور له لارې افغان ولس او حکومت له خپل حق او موخې څخه یو انچ هم نشي شاته کولی. ایران دې په خپل دریځ او عمل له سره غور وکړي، ممکن دغه د تشدد او زور لاره د افغانستان پرځای په خپله ایران او ایرانیانو ته زیات زیان ولري.

لنډه دا چې که ایران خوښ وي او که خپه افغانستان به خپلې اوبه نورې په خپله ښه لګوي، نور دې ایران دا خوبونه نه ویني چې څنګه یې خوښه وي او څومره یې زړه وي، نو همغسې او همغومره به له دغو اوبو څخه ګټه اخلي. افغانستان به هم خپلې اوبه مهار کړي او هم به ټاپي پروژه تطبیقېږي. په دې کې شک نشته چې ایران په دې برخه کې مزاحمت کولی شي لکه چې دا ځل یې وکړ، مګر په دغسې مزاحمتونو نه د ټاپي د تطبیق او نه هم د اوبو د مهارولو مخه نیولی شي.