اقتصادي خودکفایي د حکومت مهم لومړیتوب

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

جګړه ځپلی افغانستان چې له اقتصادي پلوه لا هم په ښه وضعیت کې قرار نه لري او ډېره تکیه یې پر بهرنیو مرستو ده، له اوسني وضعیت څخه د وتلو، خلکو ته د کار موندنې، د ژوند د ښو شرایطو برابرولو، د خدماتو د عرضه کولو او د ملي برنامو د تطبیق په موخه تر هر څه لومړی امنیت او اقتصادي خودکفایۍ ته اړتیا لري

.

حکومت په دواړو (امنیت، خودکفایي) برخو کې عملي هڅې پیل کړې دي، ځکه د امنیت د تامین لپاره یې تر بل هر وخت د امنیتي او دفاعي ځواکونو انسجام، روزنې، تجهیز او تمویل ته پام ډېر کړی او دغو هڅو پام وړ بدلون هم راوړی دی، ځکه امنیتي ځواکونه تر بل هر وخت غښتلي او مسلکي شوي او لا هم د مسلکي کېدو په لور روان دي.  

د انرژۍ او اوبو د مدیریت په برخه کې هم د لومړي ځل لپاره د ملي یووالي حکومت دا جرئت وکړ او دا غږ یې اوچت کړ چې اوبه د افغانستان ابرو ده او موږ به خپله دغه ابرو خوندي کړو. د دې لپاره حکومت د بندونو جوړولو پلان جوړ کړ چې د ځینو بندونو د جوړولو چارې بشپړې شوې، ځینو بندونو ته انکشاف ورکړل شو او د ځینو نویو بندونو د جوړولو چارې، تخنیکي سروې ګانې او مطالعات روان دي او باور دی چې امکاناتو ته په کتو به یې ژر چارې پیل او بشپړې شي. حکومت وکولای شوای پهدې برخه کې نږدې یو میلیارد ډالر خصوصي پانګه راجذب کړي.

د افغانستان کانونه چې دا مهال یا د مخالفینو او زورواکانو له لوري په غیر قانوني توګه کېندل کېږي او تر ټولو بده لا دا چې له دغې لارې ترلاسه کېدونکې پیسې بېرته زموږ د بدمرغه کولو، د تاسیساتو د ویجاړولو او د وطن د بربادولو لپاره د ترهګرو او مخالفینو له لوري په تحمیلي جنګ لګول کېږي.

د ناامنیو، جنګ او نورو دلایلو په اساس لا هم له کانونو څخه د موثرې استفادې په خاطر اقدام نه دی شوی. زموږ معدنونه د افغانستان هغه منابع دي چې د هېواد په ابادۍ، د ملي عوایدو په لوړولو او د افغانستان په اقتصادي خپلواکۍ کې نهایت مهم رول لرلی شي، مګر په دې برخه کې حکومت پلان لري چې په لومړي ګام کې کانونه چې د افغانستان د ملت شتمني ده او په هیڅ فرد، ډلې، سیمې او قومې پورې محدود نه دي د زورواکانو او مخالفینو له ولکې ازاد کړي، امنیت یې تامین کړي او بیا له هغو څخه د موثرې استفادې لپاره داسې پلان او برنامه ترتیب کړي چې ټول عاید یې ملي بودجې او خزانې ته لاړ شي او له هغې لارې د هېواد په خیر ولګول شي.

په دې شک کې نشته چې افغانستان هم د اوبو د مدیریت او هم د کانونو د کېندنې په برخه کې کافي ظرفیت او امکانات نه لري، نو د دې لپاره بین المللي تجربو، ظرفیت، امکاناتو او کارپوهانو ته اړتیا ده او حکومت کوښښ کوي چې له دغو ټولو څخه په ګټه اخیستنې د افغانستان د اوبو مدیریت او د کانونو موثره استفاده ممکنه کړي. حکومت د همدې لپاره نړیوالو ته په افغانستان کې د پانګونې ظرفیتونه معرفي کړي او وخت پر وخت یې هغوی دېته هڅولي دي چې د اوبو د مدیریت، کانونو د کېندنې او نورو برخو کې پانګونې وکړي.

د نورو هېوادونو د مالي ملاتړ د جلبولو په برخه کې افغانستان وکولای شوای چې تر ۲۰۲۰ پورې د څه باندي ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت مالي تعهد تر لاسه کړي. د یادونې وړ ده چې په تېرو درېو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا۱٬۶ میلیارده ډالره پانګه هم جذب شوې ده.

لنډه دا چې څومره د اوبو مدیریت او د کانونو موثرې استفادې ته پام ډېر شي، نو همدومره به ورسره افغانستان اقتصادي خودکفایۍ ته نږدې شي او په دې برخه کې حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني جدي توجه لري.