د ترهګرۍ مالي چینې دې وچې شي

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

ترهګر او وسله والې ډلې ماران نه دي چې په خاورو دې ګوزاره وکړي، دوی پرېښمانه ښکاره او پټې مالي سرچینې لري، نو د دوی د ځپلو، کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره دې ټولې هغه مالي چینې لومړی تشخیص او بیا وچې شي. کله چې دوی منظمي مالي او تمویلونکې سرچینې ونه لري، نو باور دی چې ورځ تر بلې به کمزورې شي او همداسې به ولس او خلک د دوی له شر، وحشت او جنایت څخه په امن شي

.

په افغانستان کې ترهګرۍ او وسله والې ډلې بېلابېلې لوی او وړې مالي سرچینې لري. د بېلګې په توګه د هېواد کانونه، د نشه یي توکو قاچاق، مافیایي کړۍ او بهرني ملاتړي د دوی لوی سرچینې دي. د دې ترڅنګ دوی له خلکو په زور او رضا عشرونه، مالیه او بسپنې ټولوي. غلاوې، اختطاف او برمتې کوي او په بدل کې یې له اړوندو کسانو او د دوی له کورنیو پیسې غواړي. ځینې جنګي ډلې او افراد هم وسله والو طالبانو سره مالي مرستې کوي.

د هېواد په اکثره سیمو کې سیمه ییز زورواکان، جنګي ډلې، محلي چارواکي د ناقانونه کېندنو او کانونو په قاچاق اخته دي او له دغې لارې ټولې پیسې د دولت د بودجې پرځای خپلو شخصي جیبونو او بانکونو کې اچوي. تر ټولو بده لا دا چې دغه ډلې له وسله والو مخالفینو او ترهګرو سره هم شراکتونه لري چې هغوی ته فیصدي یا معلوم سهم ورکوي او دغه فیصدي او سهم بېرته په افغانستان کې زموږ د خلکو په وژلو او بدبخته کولو لګېږي.

حتی محلي مسوولینو د دغه وړ غیر قانوني پیسو ګټلو په موخه اړوندې سیمې په لوی لاس ناامنه کوي. همغه سیمې چېرې چې کانونه دي، نو په دې برخه کې جدي نظارت او اقداماتو ته اړتیا ده، څومره چې دغه څارنه ټینګه او اقدامات چټک وي، نو همغومره به هم د کانونو د غلا او د ناامنۍ مخه ونیول شي.

حکومت دې په لومړي قدم کې دغه کېندنې بندې کړي. په کومو سیمو کې یې چې د بندېدو وس نه کېږي او سیمه د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې وي هلته دې هوایي او نظامي بریدونه وشي. همدارنګه دې په لویو لارو کې د انتقال پرمهال د هغوی مخه ونیول شي. د دې لپاره د ځانګړې قوې اړتیا ده چې د امنیتي قواو حمایت ورسره وي .

د دغو قېمتي ډبرو په قاچاق کې یو خواته طالبان او نورې جنګي ډلې لاس لري، مګر اکثریت مطلق یې هغه کسان کوي چې په امن سیمو او لوی ښارونو کې اوسي، نو دلته پکار دی چې د قانوني اقداماتو په ترسره کولو سره د دې مخنیوی وشي. قانوني، ولسي، مدني او مطبوعاتي فشار پرې راشی او ځینې کسان له ادارو ووېستل شي او د ځینو پر سیاسي فعالیتونو باندې بندیز ولګول شي. د دې کار کنټرول د جنګ په کمولو کې لوی بدلون راولي، دولتي عواید څو برابره زیاتوي او هم د سولې، ثبات او حکومتدارۍ لپاره ولسي ملاتړ لوړوي.

ځینې خاص کړۍ د کانونو سیمو ته ځي، بیا هغه ناامنه کوي او خپلې کېندنې کوي چې د دې ډېر زیات مثالونه شته او په ولسي حرکت او امکاناتو یې مخنیوی کېدای شي. څومره چې په دې برخه کې اقدامات او پرمختګ زیات شي، نو همغومره ورسره ترهګرۍ کمزورې کېدلی او د هېواد امن او ثبات ښه کېدلی شي.