د غصب مخنیوي کې د حکومت هڅې د قدر وړ، خو کافي نه دي

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

ملي یووالي حکومت په داسې وخت کې رامنځته شو، چې له یوې خوا بهرنیان له افغانستان څخه په تېښته کې وو، له بل لوري خلک یوې ناڅرګندې وېرې او نهیلۍ په مخه کړي وو، له بل لوري په هېواد کې ظلم، وحشت، بې قانوني، زورواکي، فساد او غصب اوج ته رسېدلی وو.

که څه هم په لومړیو کې خلکو ته ناشونې اېسېدله، خو ولسمشر غني په همغو ستونزمنو شیبو کې واړه واړه بحرانونه او ستونزې داسې مدیریت کړې چې هم یې د هېوادوالو او هم یې د نړیوالو قناعت او رضایت ترلاسه کړ او له همدې امله یې په لږ وخت کې پر حکومت بایللی باور بېرته

ترلاسه او د هغوی نهیلي په هیله مندي او باور بدله کړه.

په تېرو کلونو کې نا امني،کډوالي، زورواکي، خپلسري او بې قانوني د نورو ستونزو د ایجاد تر څنګ د ځمکو غصب هم د یو بحران په کچه زیات کړ او له همدې امله د ملي یووالي حکومت په ټولو ولایتونو کې له پراخ غصب سره مخ شو له همدې امله یې د ځمکو او اوبو عالي شورا په غونډو کې د غصب پر مخنیوي ټینګار وکړ.

ملي یووالي حکومت یوازې د غونډو او شوراګانو په بحثونو بسنه ونه کړه، بلکې د ځمکو او جایدادونو د غصب د مخنیوي په موخه یې دزمیندارۍ د چارو تنظیم قانون طرح او توشیح کړ. دغه قانون په ۱۳ فصلونو او ۱۱۹ مادو کې په ۱۲۵۴ ګڼه رسمي جریده کې د ۱۳۹۶ کال د حمل میاشتې په ۲۶ نېټه خپور شوی.

د زمیندارۍ د چارو تنظیم قانون د ځمکو د ادارې دندې او واکونه تعریف کړي او د ځمکو او اوبو عالي شورا یې معرفي کړې ده. په دغه قانون کې د ځمکې د چارو پر تنظیم، د ځمکې او مالکیت د اعتبار وړ اسنادو، د مالکیت حق د کدستر او تثبیت سروې، د ځمکې تصفیه، جزایي احکامو او نورو موضوعاتو په اړه وضاحت ورکړل شوی. د دغه قانون یولسم او دولسم فصل په مشخص ډول د ځمکې پر غصب او جزایي احکامو بحث کړی. د غصب کوونکي تشخیص، د غصب شوې ځمکې استرداد او هغه ته رسیدګي د قانوني پړاونو تېرولو پرته د ځمکې تبادله؛ مقابل لوري ته د غصب شویو ځمکو په اړه د وخت مراعتولو او د قانون رجعت پرته ،  د غصب کوونکي مجازات او د وېشل شویو ځمکو استرداد د دغو دواړو فصلونو عمده موارد دي.

همدارنګه د جزا کُډ په دوهم کتاب کې د نهم فصل په دویم څپرکي کې د "ځمکې غصب او غیر منقول ملکیت" تر عنوان لاندې د ځمکې غصب جرم بلل شوی او د غصب په حکم کې غصب کوونکي او جرایمو ته جزا ټاکل شوې. د ملي یووالي حکومت د ځمکې غاصبینو لپاره د جزا په اړه قانوني وضاحت څرګند کړی.

 د دې ترڅنګ د غصب او د ځمکو د غاصبینو د قضیو تعقیب هم په عملي ډول ترسره شوی چې په پایله کې یې عدلیې وزارت په بېلابېلو قضیو کې د دولت د زرګونه جریبه ځمکې دفاع کړې،  د ځمکې ادارې له غاصبینو څخه  208،7 زره جریبه ځمکه بېرته اخیستې.  ۱۵۸۳۱ غاصبین لست شوي. ۳۵۵ غیر قانوني ښارګوټي تشخیص   شوي.  

همداراز باید ووایو چې د افغانستان  د ځمکو ادارې د غصب شویو ځمکو د استرداد د پالیسي مسوده جوړه کړې او د ځمکو غصب مخنیوي ستراتیژیک پلان یې هم تدوین کړی. د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني نهایت جدي دی او اړونده مسوولینو ته یې په دې اړه وخت پر وخت په ټینګار سره لارښوونې کړې دي.

سره له دې چې د غصب د مخنیوي په برخه کې د حکومت هڅې او کوښښونه د قدر وړ دي، خو د غصب شویو ځمکو زیاتې اندازې ته په کتو په دې برخه کې د حکومت هڅې هیڅ وخت هم کافي نه دي، هم باید حکومت په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او هم یې ولسونه باید ملاتړ وکړي، ځکه په دې برخه کې د ولسونو رول فوق العاده مهم دی.