د منابعو مدیریت د خلکو او نړیوالې ټولې رضایت

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

د سپټمبر له ۱۱ وروسته نه یوازې د نړیوالو پام افغانستان ته ور واوښت، بلکې نړیوالې مرستې د سېلاب په څېر افغانستان ته راغلې، خو د ناسم مدیریت، منظم پلان او برنامو د نشتوالي له امله نه یوازې یادې منابع او مرستې ضایع، حیف او میل شوې، بلکې په هېواد کې د پراخ فساد او مافیا د رامنځته کېدو لامل شوې

.

د وخت حکومت او مسوولینو له دغو مرسته شویو پیسو او منابعو څخه دموثرې ګټې اخېستو لپاره د مديريت روښانه ليدلوری نه درلود او له همدې امله دغه مرستې د منظمې برنامې او د افغانستان د لومړیتوبونو په اساس نه وې، له همدې امله یا بې ځایه ولګېدې او یا ضایع شوې.

په تېرو کلونو کې په موثره توګه له منابعو او شویو مرستو څخه د ګټې نه اخیستلو یو عمده دلیل دا هم دی چې د نړۍ والې ټولنې ژمنې او امکانات په دغو ديارلس کلونو کې د يوه مشخص او معلوم قرارداد پر اساس نه وې او خپله مرستندوي ځواکونو او هېوادونو پرېکړه وکړه چې څه وخت او څومره امکانات د کومو موخو لپاره هېواد ته راولېږي او معلومدار چې هغوی زموږ لومړیتوبونه او اړتیاوې په ښه توګه درک نه کړې.

د ملي یووالي حکومت له لومړیو څخه په دې برخه کې پام وړ بدلون راغی، که څه هم دغه مهال له افغانستان سره د بېلابېلو دلایلو په اساس د نړیوالې ټولنې لېوالتیا کمه شوې او هغوی د افغانستان پرېښودلو او له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وو، مګر ولسمشر غني په خپلو اساسي برنامو او پیاوړي استدلال سره یو خل بیا افغانستان د نړیوالو د توجه محراق وګرځاوه او هغوی یې دېته قانع کړل چې افغانستان او افغانان د لا ډېرې پانګونې وړ او مستحق دي.

ولسمشر غني دا ځل نړیوال له افغانستان سره د بې قید او شرطه مرستو پرځای مقیدو مرستو ته وهڅول او په نړیوالو کنفرانسونو کې یې هغوی ته بیا بیا وویل چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې مشروطې کړي. یانې افغان حکومت باید د دغو مرستو په بدل کې خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې ته ځواب ویونکی وي او په دې برخه کې باید خپلې ژمنې پرځای کړي، تر څو د خلکو د ژوند وضعیت بدل او پام وړ ښه والی رامنځته او محسوس شي.

 په دغو کلونو کې د منابعو او امکاناتو مديريت په بنسټیز ډول په دې پورې تړلي دي چې موږ څه ډول بريالي کېږو د خپلو امنيتي ځواکونو د زعامت لپاره پیاوړي اواغېزناک بنسټونه رامنځه کړو. افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره د اداري فساد پر ضد مبارزې او د اصلاحاتو راوړلو، د ادارې د موثریت د زیاتوالي او ښو خدمتونو وړاندې کولو، د داخلي عوایدو د زیاتوالي او د افغانستان د خودکفایۍ او په بېلابېلو برخو کې د ښو لاسته راوړنو او پرمختګونو ژمنې وکړې.

د همدغو ژمنو په اساس په تېرو درې نیمو کالو کې افغان حکومت په دې وتوانېده چې په بېلابېلو برخو کې د ښو کړنو او خدماتو په برابرولو سره د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې رضایت ترلاسه کړي، ځکه د اصلاحاتو، د عوایدو د زیاتوالي، د فساد د کموالي، د غصب د مخنیوي، د ادارې د ځوانېدو، د امنیتي او دفاعي ځواکونود پیاوړتیا، د شفافیت او حساب ورکولو د دودولو او نورو برخو کې حکومت ډېرې داسې لاسته راوړنې لري چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته د لمس او درک وړ دي.