ټاپي به نړیوالو ته هم پیغام لري

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د ټاپي پروژې تطبیق د افغانستان په اوسنیو جنګي شرایطو کې نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیانو او نړیوالو ته هم یو خیال او خوب معلومېده او دا یې نه ګنله چې دغه پروژه به تطبیق شي، مګر ولسمشر غني په ځانګړې پاملرنې او هلو ځلو د ټاپي د تطبیق زمینه برابره کړه.

په دې برخه کې د ترکمنستان ځانګړې مننه پکار ده، ځکه ترکمنستان د افغانستان ظرفیت درک کړ او بیا یې په همدغو ناامنه او جنګي شرایطو کې یو لوی ریسک په غاړه واخیست، ځکه چې پر ټاپي د اوه نیم میلیارد ډالرو لګښت یې په خپله غاړه ومانه او دا د افغانستان په حق کې د ترکمنستان هېواد په ځانګړي ډول د جمهور رئیس قربانغلي بردي محمدوف لویه لورینه ده

.

ښاغلي محمدوف او ولسمشر غني په دغه ګام او اقدام سره نړۍ او سیمې ته دا پیغام ورکړ چې د همکاریو زیاتوالی او د هېوادونو، ملتونو او حکومتونو ګټو سره تړل د ستونزې د کمولو او حلولو ښه لاره ده او ټاپي یې غوره بېلګه ده او څومره چې د دغې مهمې سیمه ییزې او ملي پروژې د تطبیق چارې بشپړېږي، نو همغومره به یې ښېګټې او ګټې هم نه یوازې د هېواد، بلکې د سیمه په کچه محسوس شي او باور دی چې د سیمې امنیت، ثبات او پرمختګ به ورسره ښه شي.ږ

ټاپي پروژې د کار پیل نړیوالو ته دا پیغام هم ور کړ او لا ډېر یې په دې باوري کړل چې افغانان په هیڅ حال کې هم د تشدد، جنګ، وراني او دربدري پلویان نه دي، بلکې برعکس د همکارۍ، ښو اړیکو، پرمختګ، ابادۍ او سوکالۍ غوښتونکي دي. ټاپي به د نړۍ په کچه د افغانستان تصویر بدل کړي او ټاپي به زموږ لیدلوری، طرز تفکر او هویت لا ډېر نړیوالو ته په ډاګه کړي.

ټاپي یوازې پروژه نه، بلکې یو لیدلوری دی، د همکاریو لیدلوری، د دوستۍ او ملګرتیا لیدلوری، د ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ لیدلوری، له ستونزو، کشمکشونو او جنجالونو څخه د راوتلو لیدلوری، ځکه چې ټاپي پروژه به فقر، بې وزلې او وزګارتیا کمه کړي، کاري زمینې به ورسره زیاتې شي، د خلکو په فکر، چلند او ژوند کې به پام وړ بدلون راوړي.

ټاپي به د جنګیالیو او ترهګرو فعالیتونه را کم کړي، ځکه کله چې د سیمې خلک او هېوادوال پوه شي، چې طالب وسله وال د دی دغې مهمې پروژې ته خطر پېښوي، نو هغوی ته به په خپلو کورونو، کلیو او سیمو کې ځای ورنه کړي، دوی به وشړي، له شر، شرارت، وراني او ویجاړي به یې را وګرځوي او حداقل دا به ورباندې شرط او شرعي کړي، چې که یې ټاپي پروژې ته کوچنی خنډ او ځنډ هم پېښ کړ، نو دوی به یې پر ضد راپورته شي او باور دی چې د ولس دغه ډول ملاتړ او راپاڅېدل به طالب وسله وال له ورانۍ او ناامنۍ څخه واړوي او هغوی به دېته وهڅوي چې له جنګ او وحشت لاس واخلي.

د ټاپي بل مهم پیغام نړیوالو ته دا هم کېدای شي چې افغانستان ته به یې پام او باور لا ډېر کړي او د افغانستان موقعیت او ظرفیت  به په  اساسي توګه درک کړي.