ټاپي خلکو ته د نوي ژوند امید ورکړ

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د ټاپي له نوم سره ډېر خلک بلد دي، ځکه چې دا نوم له ډېر پخوا څخه اورېدل کېده، خو د زیات تکرار او نه عملي کېدو له امله خلکو ته یوازې خیال او تصور معلومېده او د زیات ځنډ له امله یې د هغې د عملي کېدو باور له لاسه ورکړی وو، خو ولسمشر غني هرات ته په خپل سفر او په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پرانیستې سره ټاپي له خیال او تصور څخه په عمل بدله کړه

.

ولسمشر غني د ټاپي په برخه کې دوه مهم ګامونه پورته کړل، داسې ګامونه چې اوسنی او راتلونکي نسلونه به یې تر ډېره په یاد ساتي. لومړی ګام یې دا وو چې د ټاپي پروژې د تطبیق چارې یې پیل کړې او دویم ګام یې دا وو چې ټاپي یې له یوې پروژې څخه په اقتصادي او انکشافي دهلېز او یوه لیدلوري بدله کړه.

ځکه له ټاپي سره تر څنګ نوري فایبر، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد لین او اورګاډي کرښې پروژې هم تطبیقېږي. له دې امله ټاپي پروژې تطبیق خلکو ته د نوي ژوند امید ورکړ. خلک ګڼي که خدای کول د ټاپي له برکته به په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات راشي، ځکه څومره چې د هېوادونو او ملتونو ګټې سره  تړل کېږي، نو همغومره یې اړیکې سره  ټینګېږي.

دا چې افغانستان له نږدې دوه لسیزو راهیسې د پاکستان له لوري له تحمیل شوې جګړې څخه ځورېږي او هره ورځ قرباني ورکوي، نو له همدې امله به د ټاپي پروژې تطبیق پاکستان له افغانستان سره د دښمنۍ پر ځای صادقانه دوستۍ ته وهڅوي او د دغې دوستۍ له برکته به روان جنګ او ناورین کم او له منځه لاړشي.

ټاپي ته د خلکو د هیله مندۍ بل لوی دلیل دادی چې د دغې پروژې د تطبیق پرمهال به په هېواد او په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې دغه پروژه ورڅخه تېرېږي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او هغه ځوانان چې د وزګارتیا او بېکارۍ له امله یې جنګ ته مخه کړې، نو هغوی به د جنګ پرځای کار او د وطن د ورانولو پرځای د وطن ابادولو ته پام وکړي. څومره چې ځوانان مصروفېږ او په کار بوختېږي، نو همغومره ورسره روان جنګ کمېدلی او کرارېدلی شي.

د دې ترڅنګ ټاپي هم د افغانستان د ګازو اړتیا کمولی  او پوره کولی شي او هم له دې لارې څخه ملي بودجې میلیونونه ډالر ورځي چې د منظمو برنامو او پلانونو له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په لاره کې لګېدلی شي.

لنډه دا چې ټاپي پروژې تطبیق دې هېواد ته ابادي او خلکو ته سوکالي راوړي، خو په دې شرط چې ټاپي په ښه ډول تطبیق کړي، امنیت او ساتنې ته یې پام وکړي او هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې د دغې مهمې او ملي پروژې د بشپړولو پر وړاندې امنیتي ستونزې او نور خنډونه ایجاد کړي. ټاپي چې څومره ډېرې ګټې او ښېګڼې لري، نو له موږ ټولو او په ځانګړي ډول د هغو سیمو خلکو څخه چې د دغې پروژې د تطبیق په مسیر کې پراته دي همدومره  ډېره  پاملرنه او ساتنه غواړي او باور دی چې افغانان به په ټول قوت د ټاپي ساتنه وکړي.