افغانستان د انرژۍ د انتقال مرکز

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

برېښنا په حقیقت کې د زیربناوو زیر بنا ده ، ځکه چې برېښنا وي، نو حتمي ده چې فابریکې ورسره جوړې شي، انټرنیټ ورسره عام  او ارزانه شي او همدارنګه د زده کړې په ګډون د ژوند او اقتصاد په ټولو ساحو کې مهمو پرمختګونو ته لاره او بستر برابروي

.

افغانستان د نورو برخو تر څنګ د برېښنا د تولید او انتقال له پلوه هم لوړ ظرفیت اوکافي فرصتونه لري. له دغه ظرفیت او فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې افغانستان نه یوازې د برېښنا انرژۍ له پلوه خودکفا کېدلی شي، بلکې تر څنګ یې د برېښنا د انتقال له لارې خپل ستراتیژیک موقعیت لا ځلولی او له دغې لارې زیات عاید هم ترلاسه کولی شي.

له یوې خوا منځنۍ اسیا چې دا مهال د برېښنا او انرژۍ د تولید بډایه زېرمې لري او له بل پلوه د جنوبي اسیا هېوادونه د برېښنا انرژۍ له کمبود سره مخ دي او افغانستان چې د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ قرار لري، نو موقعیت یې هم مرکزي او هم جنوبي اسیا ته ګټور او د ارزښت وړ دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې موقعیت په دې ګټور دی چې له دغې لارې خپله انرژي او نور صادرات نړیوالو بازارونو ته رسوي او جنوبي اسیا ته د افغانستان موقعیت په دې ارزښت لري چې له همدغې لارې په اسانه او ارزانه کولی شي خپلې اړتیاوې په ښه توګه پوره کړي.

په خپله افغانستان او زموږ خلکو ته یې ارزښت په دې کې دی چې افغانستان له دغې لارې څخه هم خپله د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کولی شي، هم خپلو خلکو ته کاري زمینې برابرولی شي او هم د انرژۍ د انتقال له لارې پرېمانه عاید ترلاسه کولی او خپلو خلکو ته د خدماتو په برابرولو لګولی شي.

 تر ټولو مهمه لا دا چې دغه وړ یو په بل پورې د هېوادونو د اړتیاو او ګټو تړل د سیمې د ثبات تامین او د مناسباتو په پراختیا کې پام وړ رول لرلی شي.

افغان حکومت څه وخت دمخه د کاسا زر سترې پروژې د عملي کولو لپاره درې تړونونه لاسلیک کړل. همدارنګه د ۵۲۰ مېګا واټه برېښنا لین هم د افغانستان له لارې پاکستان ته تېرېږي او ترڅنګ یې له ازبکستان څخه نوره برېښنا د افغانستان د داخلي اړتیاو د برابرولو لپاره غځېږي. لنډه دا چې هیواد په اقتصادي، سیاسي او امنیتي لحاظ ، له نېکه مرغه په مثبت لور په حرکت کې دی.

ملي یووالي حکومت د افغانستان مهم ستراتیژیک موقعیت ته په پام خپل خارجي روابط په پنځو واړو حلقو کې داسې تنظیم کړې دي چې د افغانستان خلکو ته یې مستقیمه او محسوسه ګټه ورسېږي. په دغه لړ کې  ازبکستان ته د هېواد د جمهور رئیس وروستی سفر د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېر ښه زېري لرل.

لنډه دا چې افغانستان به د خپل ستراتیژیک موقعیت له پلوه د سیمې هېوادونو د همکاریو په ځانګړي ډول د انرژۍ د لېږد په مرکز بدل شي. افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د برق د انتقال له درکه په سلګونو میلیونه ډالره ګټه وکړي. د دې ترڅنګ به خپلو خلکو ته مطمین برق هم برابر کړي. افغانستان د سیمې د ترانزیټ اود برق د انتقال په یو مهم مرکز بدلېدونکی دی.