افغانستان نور په وچه کې ایسار نه دی

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د افغانستان موقعیت که سلګونه کاله زموږ په خلکو احتیاج او سختې ورځې تېرې کړي، مګر اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې هېوادوال مو د همدغه موقعیت له برکته د هوسا ژوند خاوندان شي. د ژوند مهمې اړتیاوې یې له دغې لارې پوره شي، سوداګري وده وکړي او خلک په هېواد دننه د باعزته ژوند او کار خاوندان شي

.

ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني کوښښ کوي چې د خپلو اساسي پلانونو او پروګرامونو له لارې د اقتصادي ودې لپاره افغانستان په سیمه کې د ترانزیت په یوه مرکز بدل شي. افغانستان کرار کرار خپلې دغې موخې ته ځان ورنږدې کوي، ځکه د اورګاډي پټلیو جوړول او بیا له نړیوالو ټرانزیټي لارو سره د هغو وصلول دغې موخې ته د افغانستان د رسېدو یوه عملي هڅه ده.

د اورګاډي پټلۍ ارزښت د افغانستان په څېر په وچه کې ایسارو هېوادونو لپاره خورا زیات دی، ځکه په وچه کې پراته هېوادونه د اورګاډي پټلۍ له لارې هم خپلې اړتیاوې پوره کولی شي، هم خپل صادرات نورو ته لېږدولی شي او هم د ترانزیت په مرکزونو بدلېدلی شي، ځکه اورګاډی په وچه کې د انتقال تر ټولو ارزانه وسیله ده.

ولسمشر غني کوښښ کوي چې د اورګاډي پټلۍ له لارې په لومړي ګام کې مزار شریف له هرات سره وصل کړي او په دې ډول به د منځنۍ اسیا او خلیج فارس تر منځ د اموالو د انتقال یوه اصلي لاره له افغانستان څخه تېره شي.

د اورګاډي پټلیو ترڅنګ د لاجوردو لاره د افغانستان لپاره د تجارت لنډه، ارزانه او مطمینه لاره ده. دغه لاره به مرکزي اسیا له اروپایي هیوادونو سره د افغانستان له لارې وصل کړي. څومره چې په دې برخه کې پرمختګ کېږي، نو همغومره افغانستان د ټرانزیټ له پلوه د نورو په ځانګړي ډول د پاکستان له انحصار څخه ځان وباسي.

 د ترانسپورت انکشاف زموږ د صادراتو له انکشاف سره مرسته کولای شي. د تازه تر سره شویو تحقیقاتو مطابق یوازې د افغانستان جلغوزه د دنیا په بازارونو کې د  کال اووه سوه میلیونه ډالره ارزښت لري چې زموږ د فعلي صادراتو تر ټول ارزښت یې اندازه زیاته ده. د لارو او سړکونو جوړول او د ترانسپورت انکشاف زموږ د دهقان او د افغانستان د هر اوسېدونکي د ژوند په بهتري باندې مستقیم او ژور اغېز لري.

 ټاپي پروژه د همدا سږ کال تر دلوې او حوته پورې افغانستان ته رارسېږي. هرات به د نفت او ګاز په یوه مهم مرکز بدل شي او د موټرو د انجنونو په ګازي کېدو سره به د هوا چټلي تر ډېره حده کمه شي.

د ملي وحدت حکومت د هوایي کوریدرونو د ایجاد په برخه کې هم مهم ګامونه اخیستي دي. افغانستان سږ کال وتوانېدچې هند ته د هوا له لارې یو زر او اووه سوه ټنه صادرات ولري او په دې ډول له خپلو باغدارانو او دهقانانو سره مرسته وکړي.

زموږ هوایي کوریدرونه د انکشاف په حال کې دي. له دې وروسته به تاشکند ته د پروازونو له لارې د تګ راتګ قیمتونه راټیټېږي. د مثال لپاره به د امریکا سفر یاد کړم. زموږ د خلکو لپاره د تاشکند له لارې امریکا ته سفر تر نورو لارو دوه سوه ډالرو ارزانه دی. افغانستان د دنیا له نورو هیوادونو سره هم د هوایي کوریدورونو د ایجاد په لټه کې دی.