د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اقتصادي تړونونه اړیکې پراخوي

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ترکمنستان د منځنۍ آسیا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د شوروي اتحاد له ويشل کېدو وروسته یې د خپلواکۍ په اعلانولو سره په سیمه کې د بې پرې سیاست اعلان وکړ او ورسره یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکو ته د امنیتي او نورو مسایلو پر ځای اقتصادي لید مطرح کړ.

همدا ډول افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د ملګرو ملتونو د غونډې په ترڅ کې د ترکمنستان له دریځ څخه ملاتړ اعلان کړ او دا یې د سیمې او نړیوالو هېوادونو په ګټه یاد کړ.

د ترکمنستان لپاره په سیمه کې تر ټولو مهمه اقتصادي پروژه ټاپي ده، چې له همدې کبله نوموړی هېواد له افغانستان سره نږدې پاتې شوی دی. ترکمنستان په خپل اقتصادي سیاست کې سویلي آسیا د خپلو اقتصادي پروګرامونو لپاره مهمه برخه

ګرځولې ده او پر همدې بنسټ غواړي چې د افغانستان له لارې سویلي آسیا ګوټ ګوټ ته راکړه او ورکړه ولري.

د افغانستان ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په یوولسمه ترکمنستان ته د سفر پرمهال لدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره، د همکاريو اته تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

چې دا هوکړه لیکونه لاندنیو برخو ته ځانګړي شوي ول:

۱ ـ  د غالیو د صنعت په برخه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ تړون؛

۲ ـ د افغانستان او ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د همکارۍ تړون؛

۳ ـ  له ترکمنستان څخه بادغیس او د جوزجان ولایت ځینو ولسواليو ته بریښنا لیږدولو هوکړه لیک؛

۴ـ  د جوزجان او مخدوم قلي پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاريو هوکړه لیک؛

۵ ـ   د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د وسپنې د نړیوالې لارې په تړاو چې د افغانستان له سرحده به تیريږي هوکړه لیک؛

۶ ـ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې د لارې د جوړښت په طرزالعمل هوکړه چې د امام نظر او آقینه ترمنځ جوړيږي.

۷ ـ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په نړیوالو ترانسپورټي اړیکو هوکړه لیک؛

۸ ـ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګمرکي همکاريو په برخه کې تړون؛

ترکمنستان غواړي چې د سویلي آسیا هېوادونو د انرژۍ بازار تر لاسه کړي او افغانستان په خپل اقتصادي سیاست کې یو مهم نږدې هېواد بولي، ځکه د افغانستان له همکارۍ پرته نورې لارې د وخت له منځه وړونکې او هم ګرانې پریوځي.

افغانستان او ترکمنستان په حقیقت کې په نوي سیاسي لید لوري کې د سیمې په کچه له کډ اقتصادي لیده برخمن دی، توپیر یواځې دومره دی، چې ترکمنستان د یوې لارې په توګه غواړي له افغانستان تېر تر پاکستان، هند او نورو سویلي آسیایې هېوادونو پورې خپل د انرژۍ اوږدمهاله بازار جوړ کړي.

خو افغانستان بیا غوښتونکی دی چې د ترکمنستان او د منځنۍ آسیا د اقتصادي سرچینو څخه په ګټې اخیستو په سیاسي برخه کې ځان له وابستګۍ را بهر او په حقیقت کې افغانستان دګاونډيو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزې اړتیا په توګه مطرح کړي.

بل لوري ته دا چې افغانستان هم د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د ښو اړیکو په لرلو سره ځان نړیوالو بازارونو او سمندري لارو ته رسول غواړي چې په دې سره په وچه کې له راګیر حالت څخه د ژغورنې یو هیله یې بشپړه شي.

دا سمه ده چې ترکمنستان د منځنۍ آسیا د هېوادونو په منځ کې د انرژۍ او نفتي موادو پلازمینه ده، خو د ترکمنستان لپاره تر ټولو مهم بازار سویلي آسیا ده، چې په تګ کې افغانستان ته ډيره اړتیا لري.

 همدا ډول د دواړو هېوادونو ګټې یو پر بل پورې نغښتې دي چې د اړیکو پراختیا کولی شي د دې ګټو خونديتوب ته د عمل جامې ورکړي. په سیمه ایزه کچه د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او پرې د سیمې هېوادونو راټولیدل  د سیمې له تلپاتې سولې، ټیکاو او اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي، ځکه ټول هېوادونه بیا هڅه کوي چې د کډو ګټو هېوادونو په سوله او ثبات کې خپلې ګټې ولټوي.

حمیدالله فیضي

http://investinafghanistan.af/why-invest-in-afghanistan_ps/

سرچینه: په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت خبرپاڼه

بي‌بي‌سي/ کابل د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ ۱۲

سرچینه: آزادي راډیو ۱۲/۴/۱۳۹۶