ولسونو سره د ولسمشر د مخامخ ناستو ارزښت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

ولسمشر غني چې تل د ارګ او جومات، د ولس او حکومت تر منځ د واټن په کمولو نه یوازې ټینګار کويو بلکې په دې برخه کې عملي هلې ځلې کوي. هغه کوښښ کوي حکومت داسې عیار کړي چې هم یې هر څوک د ځان وبولي او هم هر څوک په کې خپل ځان وویني

.

محمد اشرف غني د حکومت او ولس د نښلولو او سره یو ځای کولو هڅه له خپله ځانه پیل کړې، ځکه چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ده زیات وخت له ولسونو او خلکو سره په لیدنو او ملاقاتونو تېرېږي او په دې وروستیو کې ولسمشر په دې برخه کې یو بل نوښت او اقدام پیل کړی چې هر ولایت ته په خپله سفر کوي او دغه سفر یو ورځنی یا د څو ساعتونو نه وي، بلکې د شپې او ورځې په ولایتونو کې پاتې کېږي او هلته له بېلابېلو اقشارو سره کاري او مشورتي ناستې ترسره کوي. پکتیا د دغه ډول سفرونو ښه بېلګه ده چې همدا تېره اونۍ په کې ولسمشر غني له ټولو اقشارو سره مشورتي ناستې لرلې.

په دغو سفرونو کې ولسمشر غني غواړي چې د ولایتونو اصلي انځور له نږدې وګوري او له ولسونو او بېلابېلو اقشارو د دوی ستونزې له هر ډول سانسور پرته په خپله واوري او د حل لپاره یې عملي او جدي اقدامات وکړي.

ممکن ځینو سره به دا پوښتنه وي چې ولسمشر غني ولې د حکومت په وروستیو کلونو کې دغه کار ته مخه کړه؟

د دې پوښتنې ځواب نهایت ساده او واضح دی، ټول پوهېږي چې ولسمشر غني په سختو شرایطو کې حکومت ترلاسه کړ. داسې شرایطو کې چې له یوې خوا نه یوازې بهرنیان، بلکې داخلیان هم له هېواد څخه په وتو او تېښته کې وي. هیچا هم په راتلونکي ډاډ او باور نه درلود او له بل لوري د دولت خزانه تشه وه، له افغانستان سره د مرستو ګراف نهایت را کم شوی وو، د بهرنیانو دلچسپي، پام او علاقمندي له افغانستان سره کمه شوې وه او له بلې خوا فساد داسې اوج ته رسېدلی وو چې د خلکو په خپګان او نهیلی بدل شوی وو، نو په دغسې شرایطو کې تر هر څه لومړی د افغانستان د بقا پوښتنه وه او دې موضوع ولسمشر غني ته لومړیتوب درلود، ځکه یې نو د حکومت په لومړیو کې بهرني سفرونه زیات کړل.

په دغو بهرنیو سفرونو کې یې یو ځل بیا بهرنیان له افغانستان سره مرستې ته وهڅول او هغوی یې په دې قانع کړل چې افغانستان په پانګونه او تمرکز ارزي او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی مرستې به د تېر په څېر نه حیف او میل کېږي، بلکې په موثر او شفاف ډول به د خلکو د ژوند د ښه والي او خدماتو د برابرولو لپاره لګول کېږي.

کله چې ولسمشر غني د نړیوالو پام او باور بېرته افغانستان ته راواړاوه، نو بیا یې د ادارو په انسجام، فعالولو او د فساد ضد مبارزه پیل کړه او د دې ترڅنګ یې د جنګ مدیریت هم په ښه توګه ترسره کړ او بالاخره یې دې ته فرصت پیدا کړ چې له ولسونو سره له نږدې وګوري او هغوی ته د دې فرصت ورکړي چې خپلې ستونزې له ده سره مخامخ شریکې کړي او باور دی چې دغه لړۍ به د فساد په مخنوي د خدماتو په ښه والي او د ولس او حکومت تر منځ د واټن په راکمولو کې پام وړ رول ولري.