د بلخ بحران

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د بلخ د والي عطا محمد نور برطرفي د مطبوعاتو او د افغانانو زیاته پاملرنه  ځانته اړولې. ددې پاملرنې یو دلیل د دولت د پریکړې په وړاند د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور او د هغه د جمیعتي پلویانو ګواښونه او سرغړونې دي چې په هیواد کې د سولې او ثبات چارې يې له خطر سره مخامخ کړي. د هر هیواد وال ذهن ته دغه لمړې پوښتنه راځي چې دا ستونزه ولې او څنګه رامنځ ته شوه او په څه ډول به له منځه ځي. ځکه په تېرو کې د ورته پېښو له امله په زرګونو افغانانو زیان لیدلی او له سختو غمجنونکو حلاتو سره مخامخ شوي دي،  . ددې ترڅنګ د برطرفۍ

موافق او مخالف ځواکونه هم خپل خپل دريځونه لري چې ځنې يې د وېرې او ډار حالت ته لمن وهي. یوه ډله دغه بدلونونه د قانون په ډانه کې عادي کار بولي چې په حقیقت کې همداسې هم ده خو بله ډله د بلخ د ولایت په اړوند د دولت هر ډول اقدام او پريکړه د منلو نه بولي او تر هغه ځایه مخ ته ځي چې دولت غیر قانونې او نامشروع او د نه اطاعت وړ بولي. دوی د بلخ د ولایت مقام او د جمعیت په اړوند هيڅ قانون نه مني او دا دواړه تر هر قانون لوړ بولي . نو بیا هم پوښتنه رامنځ ته کېږي چې د بلخ په ولایت کې څه دي چې له قانونه باید لوړ او اوچت وي  ؟ ددې خبرې دپاره زیات دلایل او مسایل تر سترګو کېږي چې باید په پام کې ونیول شي. که د جعمیت ګوند سیاسي او پوځي تاريخچه او بیا د عطامحمد فردي ځانګړنې ، پانګه ، واک او ځواک په پام کې ونیسو نو ډېرو پوښتنو ته به ځواب په لاس راشي. ددې ترڅنګ  د بهرنیو استختباراتو لاس وهنې يو ډېر مهم عامل دی چې باید له پامه ونه غورځول شي.

لومړي  جمعیت: جمعیت د خپل شتون له وخت تر ډېره یو پوځي تنظیم  پاتې شوی دی چې نژدي څلور لسیزې دمخه رامنځ ته شو او خپل فعالیت يې د مخالفینو په ترور ، ګواښولو او وژلو او جنګ جګړو کې تېر کړی. دغه پوځي سازمان تر سیاسي پوښ لاندې د مدني آزادیو ، د ښخو د آزاد او د هیواد د پرمختیا تر وړاندې په مختلفو بڼو فعالیت کړی چې تر ټولو څرګند يې د افغانستان د لومړي جمهوریت پرخلاف د آی اس آی تر لارښونې لاندې د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د نا آرامیو او بغاوتونو رامنځ ته کول ول. دغه سازمان لومړنی نیم سیاسي پوځي سازمان دی چې د مذهبي افراط غوښتنې فعالیتونه يې په افغانستان کې پیل او د بېښمېره انساني ضد جنایتوتونو سبب شو. دغه تنظیم په پېلابېلو مرحلو کې د هیواد امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی. دوی  قدرت ته د رسیدو دپاره له هر چا سره او په هره بیه چمتو شوي. دغه ګوند لکه د نورو تند لارو سازمانونو په څېر قدرت او واک ته د رسیدو د پاره د افغانستان تاریخي دښمن آی اس آی ته هم پناه یوړه او د آي اس آي په پوځي او مالي مرسته یې د افغانستان پر خلاف اوږده او له وحشته ډکه جګړه پرمخ یوړله، په افغانستان کې سولې ته د رسیدو دپاره د ملګرو ملتونو د پلان پر خلاف د شوروي دولت ته هم پناه یوړه او له هغوی څخه يې وغوښتل څو واک جمعت ولېږدوي ، دوی په یوه پټه معامله کې د افغانستان دپاره دملکرو ملتونو پلان هم شنډ کړ، چې ددې تنظم مشر رباني او ددې تنظیم یو قوماندان احمد شاه مسعود خپلو پلویانو ته په یوه وینا کې پردغه خبره اعتراف کړی دی: « مجاهدین مایوس شوي ول ، دولت په بري سره خپل واک پراخولو او مجاهدین ددولت سره په خپل سره په خبرو کې ګډ شوي ول، د ملګرو ملتونو پلان د تطبیق دپاره یوازې یوه ورځ پاتې وه نژدي هرڅه د لاسه تللو په حال کې ول خو مجاهدینو  ټولې محاسبې بدلې کړې او جهاد بریالی شو ـ (کلمات زما دي )» هو جهاد بریالی شو د اویا زرو شا او خوا خلک په کابل کې عام قتل شول او کابل وران او ویجاړ شو. دوی د مجددي حکومت له دوه میاشتو زیات و نه زغملو او واک يې رباني ته ولېږدوه چې د تړون سره سم باید شپږ میاشتی په واک کې پاتې وای، خو نور دوی د واک پريښودو ته چمتو نه شول، دوی هغه جنرالانو ته هم وفاداره پاتې نه شول چې دوی يې واک ته ورسول . دوی په یو اقدام کې  د هغوی په سل ګونه کسان يې ووژل، دوی په مکه کې په قران  د سولې تړون لاسلیک کړ خو وطن ته په رسیدو سره يې د وینو سیلابونه جاري کړل. دوی په کراتو له دوستم سره سوله او جنګونه وکړل، دوی له اسلامي ګوند سره سوله او جنګونه وکړل ، دوی له طالبانو سره معاملې او جنګونه وکړل او هغوی يې د سولې پرښتې وبللې او واک ته يې د هغوی لاره آواره کړه. دوی القاعده ته ځای ورکړ، دوی حمید ګل خپل لوی مشاور وټاکه، دوی د آی آس آی په غوښتنه د افغانستان ستر پوځ او نظام ړنګ او دړې وړې کړ.

دوی له ایران او روس سره معاملې وکړې، د لويديخ او امریکا سره يې معاملې وکړې او د لویدیځ د ځمکني پوځ رول ترسره کړ. رباني د دولت تسلیمۍ ته د بن د پریکړې په اساس چمتو نه ؤ څو واک وسپاري، ربانی د ارګ د خوشې کولو تر وړاندې مقاومت کاوه، دوی د بن د تړون لاسلیک کونکی قانوني پرمرګ وګواښه. رباني له روسيي څخه د پيسو ډک کانتینرونه پټ او د بې بې سي ژورنالست سره په مرکه کې يې وویل: « بتو چې پول ها را چه کردیم» . فهیم به تل د کرزي څوکې اشغالوله او ځان يې تر هغه مستحق ګاڼه او د اختلاف په حالت کې غره ته د ختلو او جنګ ګواښونه به يې کول، ضیا مسعود د پاڅون ګواښنه وکړه ، د رباني زوی ورته ګواښنه وکړه، او عطا نور په هره مسله کې د سره او ګلابي انقلابونو ګواښونه کول. پایله داچې جمعیت یو انحصار غوښتونکی سرتمبه او تیري کوونکی ازمان دی.

عطا محمد نور : ده خپل ټول ژوند په جګړو کې تیر کړی د سړې جګړې سناریو جوړونکو د دښمن د ماتولو دپاره انساني روبټان جوړ کړل چې انسانې عاطفه، احساس او مینه په کې بیخي له منځه وړل شوې وه ، دوی بې رحمه ، ظالم او مستبد او وژونکي وروزل شول . خو کله چې امریکایانو جمعیت واک ته ورسوه هڅه يې وکړه دوی په نوي بڼه سمبال کړي ، ددوی اوږدې او ډارونکي ږیرې يې لنډې کړې او پکولونه يې ترې لرې کړل ، او د لنډو او خيرنو پرتوګونو پرځای يې لوکسې څو زره ډالریزه دریشي ګانې ور په غاړه او د دولت ټولې لوړې څوکې يېورته وسپارلې .ّڅه وشوه چې دی د دموکراسۍ او آزادۍ تمثیلونکي معرفي کړي. خو په تاسف سره  ددوی څېرو بدلون وکړ دوی د هالیو د ستورو په بڼه را ښکاره شول خو ددوی ماهیت او منځ پانګې بدلون ونه کړ، دوی دوی له لېوان او دیوان پټ نه شو کړی  ، ددوی وحشت او دهشت نوی او تازه بڼې څرګندې شوې . لکه څنګه چې وايي « څه چې په ديګ کې وي په کاسه کې راوځي» ، دوي هم اوس هره ورځ خپل ماهیت بربنډوي ، دوی د دیني تند لارۍ زړه او زنګ وهلې توره یو ځل بیا له تیکې راویستلي او هره ورځ د تکفیر نارې او غږونه پورته کوي. دوی ټوپکونه را ویستي او د کفر او اسلام شعارونه ورکوي . دوی هر هغه څه چې ددوی د لارې خنډ شي داړي او له منځه يې وړي که هغه ددوی نژدې کس هم وي. اوس ددوی کار دې ځای ته رسېدلی چې  په پای کې د خپل ملګري عبدالله عبدالله پرخلاف يې هم توره را و ایستلې ده او هغه هم په ډېرو سپکو خبرو یادوي. خو لکه چې وايي « چاه کن خود درچاه است» په خپل چال کې دا ځل دوی په خپله راګیر شوي.

عطا محمد نور چې د بدماشې له دريځه چلند کوي ، دا پوښتنه رامنځ ته کوي چې که عطا د والي له دريځه د وزیرانو د شورا د ريئس غاښونه ایستلی شي او که د والي له دريځه له ټولو قوانینو او مقرراتو څخه ځان لوړ او اوچت بولي نو دی به د ولسمشر اویا د وزیرانو د شورا د ريئس په دريځ کې به څه ډول شهکارانونه تر سره کړي په داسې یو دريځ کې بیا څوک دده مخه نیولی شي . دی چې په بلخ کې د خلکو غوږونه په غاښونو شکوي او د خپل ملګري غاښونه په کابل کې ماتوي او د ولسمشر فرمان نه مني او په ټولیز ډول دولت  نه مني نو هغه کسان چې نه ځواک لري ، نه واک او نه پيسې د هغو حال به څنګه وي او له هغو سره به څرنګه چلند کوي او څوک دده د ظلم او وحشت مخه نیولی شي.

خو د عطامحمد د غضب اصلي علت څه دی؟ د خپاره شویو ارقامو له مخې عطامحمد د میلیاردونو ډالرو پانګې خاوند شوی، چې له واک څخه د تللو په صورت کې دغه میلیاردي پانګه په خطر کې ویني، د همدې له کبله دي پر خپل نژدې جهادي ملګرو چې ده د خپل ځای ناستي په توګه مطرح کړی ؤل باور نه شي کولی. او د داسې یو ځای ناستي په لټه کې دی چې پرته دده له ځایه نور هيڅ تغییر ونه کړي.

 د عطامحمد تلل کېدی شي د مافیايي جنایتکارانو د کړۍ د ماتېدو پیل وي چې په تېرو شپاړلس کلونو کې يې پرته له غلا ، چور او انسان وژنې بل کار درلود. له دې کبله ټولې مافیايې کړۍ په ټول افغانستان کې د خپل منځي اختلافونو سره سره په یو دريځ کې را ټول شوي.

یو بل علت چې ددې پېښو تر شا ډېر مهم دی هغه د افغانستان د سیمه ایزو دښمنانانو دخالت دی چې د حالت د بې ثباتۍ سره سخت علاقه لري ځکه د افغانستان اقتصادي پرمختیايي پلانونه هغوی د ځان دپاره ګواښ او خطر بولي. پاکستان چې په تېرو څلويښتو کلونو کې افغانستان د بشپړې ګډوډۍ تر پولې و رساوه او دايې خپل ستر بری ګاڼه اوس نه شي زغملی دغه هیواد یوځل بیا پر پښو ودرېږي. په تېره بیا اوس چې پاکستان ګوښی شوی او تر سختو فشارونو لاندې دی ، له دې حالته د وتلو دپاره په افغانستان کې ستره ګډوډي د پاکستاني واکمنو دپاره د ساه اخیستو زمینه او مجال برابروي. دې کې شک نشته چې د پاکستاني استخباراتو لاس به د دې پېښو تر شا نغښتی وي. د ایران ولسمشر هم ګواښنه کړې وه چې د افغانستان د بندونو او بريښنا د پروژو تر وړاندې به آرامه پاتې نه شي. خو پوښتنه دا وه چې هغوی به څه کوي ؟ په تېرو کې کورنۍ جګړې سبب شوې چې د افغانستان ټولې پرمختیايې پروژې شنډې شي ، د سلما بند د مرحوم داود خان د وخت پروژه ده چې د افغانستان په زیان څو لسیزي له کاره ولوېدلې وه  نو د افغانستان نا آرامول او بې ثباتول د هغوی تر ټولو اغيزمنه وسیله ده چې یو څل بیا افغانستان له پښو وغورځوي. روسان او چینایان هم له امریکایانو سره د سیمه پر سر په سخته سیالۍ کې پرېوتي دي او هغوی هم غواړي د امریکایان د شتون تر وړاندې خنډونه جوړ کړي. دا مسله د عطامحمد په خبرو کې هم یاده شوې چې دوی به د خپلو داخلي او بهرنیو دوستانو سره تر مشورې وروسته پریکړه کوي څه وکړي؟

خو داسې ښکاري چې عطامحمد تر یوه ځایه  په خپل رول کې له سهوې او خطا سره مخامخ شوی، ځکه جمعیت او ددوی بهرني پلویان په ټول افغانستان کې د موجوده واکمنانو د پرزولو پلان پرمخ وړي  ، دوی د لويي جرګې او د منځمهالې ادارې د جوړولو شعارونه او هلې ځلې پیل کړې چې د کندهار غونډه ددوې دهڅو تر ټولو لوړ او مهم ګام ؤ . چې په دې کې  عطامحمد او څو نورو د دولت د ډارولو دنده لرله، خو پېښو داسې بدلون وکړ چې خبره د عطامحمد پر مقام او دريځ را وڅرخېده ، کوم څه چې ده يې تصور او وړاند وینه نه شوه کولی. اوس ښاغلی عطامحمد او جمعیت د سخت غوراوي سره مخامخ دي . جمعیت چې اوس یو ویشلی سازمان دی هره کړۍ هڅه کوي له شته بحران څخه د ځان په ګټه ، ګټه پورته کړي او زیات احتمال شته چې جمعیت په پای کې د ځنیو امتیازونو اویا د شتو امتیازونو د ساتلو په بدل کې له عطا محمد شي او یا ددې خلاف  ټولیزه توګه زیات څه له لاسه ورکړي.

هغه څه چې د عطامحمد او د هغه د پلویانو دپاره د پوهېدو  نه دي هغه پر بدلېدونکو حالاتو پوهېدل دي. لکه چې وویل شول د افغانستان د جګړې د حل دپاره څو اړخيزې هڅې چټکې شوي او دا ددې په مانا دی چې په راتلونکي کې کېدی شي نوي څواکونه د سولې له بهیر سره یوځای شي او دا یو ځای کېدنه یوځای کېدنه به عادي تسلیمي نه وي بلکې هغوی به هم په واکمنې کې د شخړې د یوې لوري په توګه شریک کېږي چې داکار په واکمنې کې د جمعیت مطلق واکمن دريځ له منځه وړي او جمعیت به مجبور وي د قانون په اډانه کې سیاسي سیالۍ ته په برابرو شرایطو سره ورګډ شي. په داسې حال کې چې جعمعت  تر ننه د بهرنیو د پوځي او مالي مرستو له برکته په شان او شوکت کې ژوند کوي او په هره مسله کې د امر، نهې او ګواښ له دريځه چلند کوي ،خو نور کېدی شي دغه دريځ د تل دپاره له لاسه ورکړي. داسې ښکاري چې امریکان هم نور چمتو نه دي د زورواکانو ناز او نخرې تر ابده په غاړه واخلي او ددوی ساتنه وکړي.  نو ځکه دوی سخت عصبي دي او پر خپلو او پرديو حملي کوي.

خو باید وویل شي بدلون د وخت اړتیا ده او هيڅ څوک په هيڅ بهانه د هغې مخه نیولی نه شي خو بدلون کېدی شي په سمه او آرامه او بې له ستونزو رامنځ ته شي او هم کېدی شي چې د ستونزو په منلو تر سره شي.