جمعیت دې د استاد عطا موضوع کې ځان نه ښکېلوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

جمیعتیان دې د استاد عطا محمد نور د استعفی په قضیه کې خپل ځانونه او ګوند نه ښکېلوي، ځکه دا د حکومت او جمعیت نه، بلکې د امر (ولسمشر) او مامور (والي) تر منځ ډېره اصولي او قانوني موضوع او قضیه ده.

د جمعیت مشرتابه باید د هېواد د سیاسي قشر په توګه هم په دې پوه وي او هم دا ومني چې د والي په ګډون د دولت د هر مامور مقررول او لیرې کول د هېواد د ولسمشر قانوني صلاحیت دی او د استاد عطا محمد نور په مورد کې هم ولسمشر د خپل همدغه قانوني صلاحیت او په خپله د

استاد عطا د استعفی د وړاندې کولو په مورد چلند کړی دی.

توقع او باور دادی چې د جمعیت ګوند به د افغانستان د یو رښتیني او خواخوږي ګوند په توګه د استاد عطا محمد نور په قضیه کې اول خپله بې طرفي وساتي او که طرف واقع کېږي، نو بیا دې اصولي او قانوني چلند وکړي، داسې چلند چې نه یې د جمعیت ګوند حیثیت او اعتبار ته زیان ورسېږي او نه هم ولس، هېواد او دولت ته.

د استاد عطا محمد نور په قضیه کې د جمعیت بې طرفي ځکه د جمعیت او هېواد په خیر ده، چې عطا محمد نور د دولت مامور وو او کله چې د دولت مشرتابه د هغه د لیرې کولو پرېکړه کوي، نو دا د دولت حق دی. د دولت دا پرېکړه د جمعیت د غړي، نه بلکې د دولت د یو مامور په توګه شوې، نو له همدې امله جمعیت باید خپله خاموشي اختیار کړي.

جمعیت تنظیم دې حتی له دولت څخه مننه وکړي چې د دوی یو مهم غړی یې له دندې لیرې کړ، ځکه له دې  وروسته به استاد عطا محمد نور د جمعیت د ګوند د برنامو تطبیق ته زیات وخت ولري او نوموړی به اوس وکولای شي چې په خپلو امکاناتو سره جمعیت ګوند د افغانستان په ګوټ ګوټ کې وځلوي.

ممکن د جمعیت ګوند په داخل کې ځینې خلک د دغه ګوند د مشرتابه تر منځ د شته اختلافاتو څخه په ګټه اخیستنې دغې موضوع ته له شخصي زاویو داسې لمن ووهي چې له امله یې د جمعیت ګوند حیثیت او بقا دواړه متضرر کړي.

د جمعیت مشرتابه باید په دې موضوع کې له سړو مغزو، حوصلې او زغم څخه کار واخلي او که خدای مه کړه دوی احساساتي چلند کوي، نو باور دی چې تر بل هر چا به خپل ځان او ګوند ته زیات زیان واړوي، ځکه افغانستان اوس له هغه پخواني حالت څخه راوتلی چې د ډلبازیو، سمتي، قومي او ژبنیو سیاستونو او شعارونو بازار به په کې تود وو او هر چا به په کې خپله ناچیزه سودا پر ولس په لوړه بیه پلورله.

اوس مهال ولس تر بل هر وخت زیات هوښیار او بیدار دی، هغوی په قومي، سمتي او ژبنیو شعارونو خپل باور له لاسه ورکړی دی. ولس اوس په دغو وړو بازارونو او دوکانونو کې نه سودا پلوري او نه هم د نورو سودا پېري. ولس اوس یوازې او یوازې نظام، ثبات او د افغانستان ملي ګټو ته ژمن دی او دغه ژمنتیا یې ان د ځان په قېمت او سر په بیه ده.

لنډه دا چې که جمعیت ګوند د عطا محمد نور په قضیه کې ځان طرف واقع کړي او غیر مسوولانه څرګندونې وکړي او یا داسې چلند یا دریځ اختیار کړي چې منطق او معقولیت ونه لري، نو باور دی چې جمعیت ته له بدنامۍ ور اړولو مه واره نور به هیڅ شی هم لاسته را نه وړي.