نشه یي توکي نړیواله معضله ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمد روښان ښاد
نشه یي توکي نړیواله معضله ده او د دغې نړیوالې ستونزې د حل لپاره د نړۍ د هېوادونو ګډې هڅې پکار دي. د نشه یي توکو د کښت او قاچاق له پلوه د افغانستان ملامتول منطقي نه اېسي، ځکه د نشه یي توکو قاچاقبران نړیواله مافیا ده.
که چېرې د نړۍ هېوادونه په ګډه په دې اړه جدي اقدام ونه کړي، نو یوازې په افغانستان کې د حکومت هڅې به د دغې شومې پدیدې د له منځه وړلو لپاره کافي نه وي. نړیوال کولای شي چې د نشه یي توکو تقاضا کمه کړي.
د دې ترڅنګ دې د هغو د قاچاق پر وړاندې جدي تدابیر ونیسي. له خپلوپولو، ښارونو او هوایي ډګرونو دې د نشه یي توکو د قاچاق اجازه نه ورکوي او که کوم څوک له نشه یي توکو سره ونیول شي، نو تر ټولو سخته سزا دې ورکړي.
د دغه وړ جدي تدابیرو په ترسره کېدو سره هم د نشه یي توکو د قاچاق مخه نیول کېدلی شي او هم یې د کښت د مخنیوي، ځکه چې نشه یي توکي له افغانستان څخه دباندې نړیوالو بازارنو ته ونه رسېږي او په افغان بزګر باندې تاوان شي، نو بل کال او بل ځل یې کرلو ته زړه نه ښه کوي.
څومره چې د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې ټینګه او جدي مبارزه وشي، نو همغومره د نشه یي توکو کښت، قاچاق او استعمال ورسره کمېږي په دې کې شک نشته چې دغه مبارزه به دغومره اسانه هم نه وي، ځکه نړیواله مافیا به یې پر وړاندې له زر او زور دواړو څخه کار واخلي، مګر د سیمې او نړۍ هېوادونه کولی شي د واضح او واحدې ستراتیژۍ او تعهد په اساس د نړیوالې مافیا زر او زور دواړه اوبه کړي.
افغان حکومت په پام کې لري چې په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو په کچه یوه اجماع رامنځته کړي، ځکه له افغانستان څخه نشه یي توکي د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له لارې بهر ته قاچاق کېږي او د دغه قاچاق زیان یوازې افغانستان نه، بلکې د سیمې هېوادونه هم ویني.
ل افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق پرمهال د سیمې د هېوادونو په سرحدي سیمو کې هر کال د دوی زیات امنیتي ځواکونه تلف کېږي او د دغو قاچاقي لارو د تړلو او کنټرول لپاره دوی پرېمانه پیسې لګوي، مګر د موثر کنټرول او مخنیوي لپاره یې سیمه ییزې اجماع ته اړتیا ده.
 
 
ولسمشر غني چې څنګه په خپلو هلو ځلو د تروریزم د خطر د دفعه کولو په موخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو په کچه واحد لیدلوری ایجاد کړ او د سیمې هېوادونه یې هڅولي چې  د تروریزم تر منځ د ښه او بد تفکیک پرته د هغوی پر ضد مبارزه وکړي، نو همداسې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم د ګډ دریځ لرلو او ګدو هڅو او واحدې اجماع رامنځته کولو پلان لري.
نوموړی غواړي لکه څنګه یې چې د تروریستانو د ټولو ډلو او ګروپونو د ځپلو په موخه د سیمې هېوادونه د قوې استعمال ته وهڅول، همداسې یې د قاچاق او قاچاقبرانو پر وړاندې  د هغوی د پټنځایونو، پروسس مرکزونو او منابعو او د قاچاقي لارو څارلو او تړلو ته وهڅوي او د دوی  مرکزونه له منځه یوسي.