ولسمشر غني ټول قیدونه او شرطونه لیرې کړل

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
موږ ولیدل چې د ولسمشر کرزي په وخت کې به د سولې خبره په ډېره ندرت یادېدله او هغه هم په کلیشه یي او شعاري توګه چې یا به په کې له پاکستان څخه مرسته غوښتل کېده او کومه افغاني او د دوی خپله سیاسي اراده موجوده نه وه او یا به هم د هغه وخت د حکومت او چارواکو له لوري وسله والو طالبانو ته د سولې په نامه د تسلیمۍ بلنه ورکول کېده،
هغوی ته به ویل کېدل چې باید وسلې پرځمکه کېږدي، اساسي قانون ومني او خپل عادي ژوند ته راستانه شي.
مګر ولسمشر غني په ډېره ساده او واضح ډول ورته وویل چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سوله ومنئ، تاسو به د سیاسي ګوند په توګه ومنو، خپل مسایل به د مذاکراتو په مېز سره شریک کړو. د هیواد د بربادۍ پرځای په ابادۍ کې سهم واخلئ او دغه پردي او نیابتي جنګ ته چې زموږ پر هیواد او ولس تحمیل شوی دی د پای ټکی کېږدئ.
ښاغلي غني د اروپایي ټولنې پنځم کلني کنفرانس ته په وینا کې چې د فساد د مخنیوي په موخه جوړ شوی وو څرګنده کړه: "تمام مشکلات و پیش‌شرط‌های را که در سابق گذاشته شده بود، برای بحث مذاکره همه جانبه، آن را ما برداشتیم. له همدې ځای نه ما طالبانو ته وویل چې راشئ بې قید و شرط مذاکرات وکړو چې پایداره او تلپاتې سولې ته ورسېږو.
ولسمشر غني د سولې بین الافغاني مذاکرات د ستونزې اساسي حل بولي او وایي چې افغانان د جرګو او مرکو خلک دي دوی دا ظرفیت لري چې خپلې ستونزې په خپلو منځونو کې حل کړي ، مګر وسله وال طالبان له دې وېره لري، ځکه چې کله ولسمشر غني اوربند اعلان او سم مدیریت کړ، نو د طالبانو په زړه وېره ننوته او له دوی څخه یې د جنګ پلمه او مشروعیت واخیست. د ښاغلي غني په وینا: "بار اول در چهل سال ما ثابت کردیم که آتش‌بس خیال و خواب نیست یک واقعیت است و یک تجربه‌ی موفق است، دیدید که در شهر کابل زندگی ۶ ساعت طولانی‌تر نشد در یک روز؟ زه او فضلي صاحب په لس بجې د شپې لاړو یوې کافي ته، ټولو د فوټبال جهاني مسابقې کتلې . اول وار لپاره په دغه څلوېښت کالو کې د افغانستان وګړو ولیدل چې سوله څه راولي.
کامله سوله نه وه، مګر اوربند څه راولي. او نړۍ سره نن موږ په همغږۍ کې یوو. مخصوصا جناب باس صیب مننه کوم. او د امریکې له ایالاتو نه. موږ مشترک هدف تعقیبوو او په ګډه مخکې ځو. "
نو که طالب په رښتیا هم الهي امر او د ولس غوښتنې ته چې سوله ده غاړه ږدي او سوله مني، نو همدا یې تر ټولو ښه وخت دی، ځکه چې د سولې په برخه کې ټول قیدونه او شرطونه لیرې شوې دي او دا مهال دواړه په جنګ کې ښکېلې خواوې حکومت او طالبان د مذاکراتو له لارې دغه څلوېښت کلن جنګ ته پای ټکی اېښودلی شي.