د ښاغلي تڅو ناکامورا د ملگري څرګندونې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 هغه غواړي چې د ښاغلي ناکامورا کارونه دوام داره وساتي. ما یې په پوست یو کومینټ کړی و او ده راته په ځواب کې ولیکل چې: زما قسم ده چې د ښاغلي ناکامورا هیلې به پالم.

دا کس

(Daichi Konuma) د ښاغلي ناکامورا د پېښور-پارټۍ د وخت ملګری دی.

هغه د ناکامورا په هکله لیکي: طالبانو د دې برید مسؤلیت ونه منلو دا هم زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. دا وړ پيښې معمول دي او زه په تېر سپتمبر کې د ده درسو ته غوږ وم، او وروسته وتوانېدم چې مخامخ ورسره روغبړ وکړم. دلته غواړم چې د هغه خبرې کټ مټ درته ولیکم.

ناکامورا ویل: «ما ناوخته کار شروع کړی. اوس هڅه کوم چې دا ناوخته کار په سرعت سره وکړم، نو نن ځکه دا کار په افغانستان کې کوم. د یوه مریض ژوند ساتل د یوه ډاکټر لپاره لویه خوښي ده. مگر کله چې په یو ځلې د زرگونو کسانو ژوند د زراعت په مرسته وژغورل شي، نو دا له خوښۍ هم اوړي.»

«ما په افغانستان کې په خپله رشته کې کار کوو، خو کله چې مې یو ماشوم ولید چې د مرگ په حالت دی، او ما یې د ژغورلو هڅه کوله. نو فکر راته پیدا شو چې څنگه د یوه ماشوم په ځای په زرهاوو ونه وژغورم.»

«د راتلونکي لپاره زه باید څه وړ کس غټ کړم، کله چې هغه ژاړي؟ نو زه ځکه له خلکو غواړم چې د ماشومانو روغتیا ته مو ډېره او ښه پاملرنه وکړی تر څو لدې ویلو (ولې ژاړې) خلاص شی.»

«دا ډېره اړینه ده چې له خلکو کرکه ونلری ولو که کوم یوه خیانت هم کړی وي. دا ځکه مهمه ده چې لدې منفې کار ورهاخوا یو بل ښه طرف هم لري چې کېدای شي موږ ته تکلیف رانکړي.»

«که بد کس هم درسره وي تهدیدوه یې مه. هغه هڅوه او په هغه باور ولره. دا اړینه ده چې کار دوامداره وساتئ، او د حل په فکر کې یې شئ، نسبت دېته چې جزا ورکړئ. راځئ د نرم زړه خاوندان و اوسو.»

«په چا فشار مه راوړئ چې کار وکړئ. په یوه کس فشار واردول ښه قوه نده. زه له تاسې غواړم چې په جرأت هغه کار وکړی کوم چې غواړئ، او هغه کله هم مه دروئ.»

زه یو کس یم او له افغانانو سره لدې هم زیاته مینه لرم. زه یو ځلې بیا فکر کوم چې محترم ناکامورا غوندې کس بیا نه راځئ. زه په ریښتینې غواړم چې زه دې ښاغلي ناکامورا هیلې په یوه بل ښه شکل پلې کړم.

یاداشت: ډېری خلک وایي زه هغه خلک نه بښم کوم چې ښاغلی ناکامورا یې په قتل رسولی. مګر ښاغلي ناکامورا ویل: افغانان مه ملامتوی، د دوی سره په کراره لیدنه وکړی، زه داسې فکر کوم لکه چې تاسو ته په جنت کې وایم.

(د ذکريا شنيزي له پاڼې څخه)