طالبانو د جګړې بستر برابر کړی دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

افغانستان له لسیزو راهیسې د پردۍ تپل شوې جګړې په لمبو کې سوځي، دغه جګړه له یوه پړاوو څخه بل ته بدلېدونکې ده، مګر کرارېدونکې نه ده، دلیل یې دادی چې سیمه او په ځانګړي ډول زموږ ګاونډیان د دغې جګړې په دوام کې مستقیم لاس لري او همدوی یې سړېدو ته نه پرېږدي

.

سره له دې چې له یوې خوا د دغې جګړې د کرارېدو زیات فرصتونه برابر شوي، مګر له بل لوري ایران، پاکستان او روسیې طالبان په غېږ کې نیولي او په بېلابېلو بڼو یې هم تمویلوي او هم یې جګړې ته هڅوي.

د دې ترڅنګ د جګړې بل عامل بین المللي جرمي سازمانونه دي. د نشه یي توکو او هیرویینو قاچاقبران زموږ په هېواد کې د بې ثباتۍ او جګړې عاملین دي. د دغو تریاکو او نشه یي توکو ګټه بهرنیانو ته ورځي، هغوی یې بېرته یوه اندازه په جګړه مارو ډلو لګوي. قرباني موږ ورکوو، بدنامي یې موږ ګالو او سختۍ یې زموږ بزګران ګالي، مګر ګټه یې بهرنیو ته ځي او تر ټولو بده لا دا چې دغه بهرنۍ مافیایي کړۍ د همدغو عایداتو یوه برخه په افغانستان کې د جنګي ډلو په تمویل لګوي.

په دې برخه کې که نړیوال ملامت دي، مګر زموږ حکومت هم له مسوولیته نشي خلاصېدلی، ځکه دا زموږ مجموعي ناکامي ده چې لا هم په دې  نه یوو توانېدلي افغانستان کې یو کرنیز تحول رامنځته کړو او دا نه یواځې د فقر او بې عدالتۍ د تداوم باعث شوې، بلکې بین المللي جنایي سازمانونو ته یې فرصت برابر کړی، تر څو د افغان بزګرانو له حالت څخه بده استفاده وکړي. هغوی ته بې ځایه تمه ورکړي او د دوی له دغو مجبوریتونو څخه په استفادې هغوی د نشه یي توکو کښت ته وهڅوي.

 

 

پاکستان او ایران هم د جنګ مهم بعدونه بلل کېږي هغه بعدونه چې جنګي ډلو او طالبانو ته امکانات او وسایل برابروي. هغوی تمویلوي او دېته یې لمسوي چې باید افغان وژنه جاري وساتي، د انکشافي او زیربنایي چارو مخه ډب کړي، مسوولین او حکومت په جنګ کې بوخت وساتي چې نورو چارو ته وخت او فرصت ونه مومي.

سره له دې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو مقابله کوي او هغه شبکې پاشي چې پر افغانانو بریدونه کوي، ځینې ګاونډيو هېوادونو یا له طالبانو سره لاس یو کړی او یا یې حد اقل په دې برخه کې له افغان حکومت سره پوره همکاري نه ده کړې تر څو د طالبانو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې په افغانستان کې دننه د جنګیالو استخدام، روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي. که چېرې د افغانستان جګړه یواځې کورنی اړخ درلودی، اوس به جګړه لا پخوا خلاصه وه.

طالبان سره له دې چې ځانونه مسلمانان او افغانان بولي، مګر بیا هم د اسلام او افغانیت خلاف فعالیتونه ترسره کوي، خپل هیواد او هیوادوال تباه کوي او د سولې پرځای یې زیات تمرکز او ټینګار پر جنګ دی. طالبانو د جګړې نورو عاملینو ته د فعالیت بستر برابر کړی تر څو خپلې بې سرحده جګړې ته دوام ورکړي.