د لر او بر یو افغان داعیه بېرته ژوندۍ شوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
د لر او بر یو افغان داعیه چې په دې وروستیو کې کافي کمرنګه شوې وه او پاکستان یې بېخي د له منځه وړلو او ورک کولو هڅې کولې د منظور پښتون په هلو ځلو داسې راژوندۍ شوه چې لر او بر افغان یې بېخي سره یو کړ

.

پاکستان چې دا څلور لسیزې د افغانستان د کاواکه کولو، د مرکزي نظام د راتګ د مخنیوي، په خپلو پښو د افغانانو د ودرېدو، پرمختګونو، هوساینۍ او نورو چارو مخه نیسي یوازینۍ موخه یې همدا ده چې د لر او بر افغان او پښتون دې یو نه وي. افغانستان دې رسماً دا ومني چې کوزني پښتانه پاکستانیان دي او کوزني پښتانه باید دا ونه وایي چې برني پښتانه یې ورونه، تن او وجود دی.

پاکستان په دې برخه کې کافي منابع مصرف کړل، موږ یې ووژلو، له هیڅ توطیې او دسیسې یې لاس وانخیست او په دې وروستیو کې یې حتی په قبایلي پښتني سیمو او وزیرستان کې هم په خلکو چپه مېچنې وګرځولې. د سر او فکر خلک یې ور ووژل، وې تښتول او شکنجه یې کړل. ځوانان یې ووېرول او د هغوی د پاکستاني کېدو هر ډول ناکامې هڅې یې وکړې.

حتی په دې وروستیو کې پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم وغځاوه او غواړي چې په دغه سیم د دغې کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه سره پردي کړي، مګر هغوی چې ارزښتونه یې شریک وي، وینه او مینه یې شریکه وي، عواطف یې شریک وي، درد او غم یې یو وي، هغوی په دغسې جالونو او تارونو څه چې په اوسپنیزو دېوالونو هم نه سره جلا کېدلی شي او نه هم یو له بل څخه مخ اړولی شي.

پاکستان هم مصارف وکړل، هم یې بدنامي ور له غاړې شوه او هم د سیمې او نړۍ د ترهګرۍ او افراطیت د ملاتړي او پالونکي هیواد په توګه بدنام شو، د دې باوجود له کورني کړکېچ سره مخ شو او لا هم د نړیوال فشار، کمزوري اقتصاد او ګڼو نورو ستونزو باوجود له داخلي ستونزو څخه ځورېږي.

د پاکستان دغه ټولې هڅې منظور پښتون په تش لاس، خو په قوي او سوله ییز فکرو سړو مغزو او ولسي ملاتړ له منځه یووړې،له صفر سره یې ضرب کړې، د لر او بر یو افغان داعیه یې را ژوندۍ کړه. د پاکستان او پاکستاني پوځ ظلمونه او وحشتونه یې نړۍ ته رسوا کړل او په پراخو لاریونونو او سوله ییزو غونډو یې پاکستاني مقاماتو ته وښوده تر هغو چې خپل ظالمانه دریځ بدل نه کړي او د ترهګرۍ له ملاتړه لاس وانخلي، نو تر هغو به د پښتون ژغورنې غورځنګ کرار نشي او دغه غورځنګ په افغانستان کې هم د منظور پښتون خواخوږي او ملاتړي زیات کړل او همدغو ملاتړو د منظور پښتون او د ده د ملګرو غږونه چې د پاکستان له لوري سانسور شوي وو نړۍ ته ورسول.

پاکستان دې په خپلو ظالمانه دریځونو او سیاستونو له سره غور وکړي، دوی پښتانه وژلی شي، تهدیدولی او ځپلی یې شي، مګر نه یې کرارولی شي، نه یې له خپلو غوښتنو اړولی شي او نه یې هم دپاکستان او پنجاب تابع کولی شي. پاکستان دې خپله لاره او دریځ بدل کړي. پاکستان دې د وحشت پرځای انساني دریځ اختیار کړي او پښتنو ته دې او د دوی حقونو ته دې درناوی کړي، کنه له دې بدتر عواقب د پاکستان لپاره لرلی شي.