د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلواله د قدر وړ ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

افغانستان ډېر سخت کلونه تر شا پرېښودل. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو، سرښندنو او مېړانې له برکته د افغانستان د بقا اندېښنه چې په ۲۰۱۴ کال کې له ټولو سره مطرح وه، په پاخه باور او ډاډ بدله شوه، ځکه طالبانو او ترهګرو ډلو بللې وه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په جګړه کې مات کړي، سیمې به ورنه ونیسي او حکومت ته به سقوط ورکړي

.

مګر امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېرې مېړانې سره د دوی دغه خوب او خیال له خاورو سره خاورې کړ. زموږ ځواکونو په نشته امکاناتو، مګر د وطن پالنې په عالي مورال دښمن مات کړ. سره له دې چې په تېرو څلورو کالو کې هم جنګ شدت پیدا کړ او هم جنګي تکتیکونه بدل رابدل شول، خو کومه ګټه یې ځکه ونه کړه چې زموږ ځواکونه یې پر وړاندې لکه سپر ودرېدل.

کنه په لومړیو کې داسې ښکارېده چې حکومت ځان نشي ژغورلی او افغانستان سم مسیر ته نشي سوق کولی او د امنیت نشتوالي دا شکونه نور هم قوي کول. په دې حال کې امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د دښمن تصور له منځه یوسي او د دوی هیلې یې خاورې کړې. د ملي يووالي حکومت، په پوره درایت سره جګړه مدیریت کړه، چې په پایله کې یې په دوه سياسي جغرافیو د افغانستان د وېش مخنیوی وشو او دښمن په خلکو د خپلو ناروا غوښتنو او شومو اهدافو په تحمیلولو کې ناکام شو.

له بل لوري په تېرو څلورو کالو کې افغان ولسمشر امنیتي او دفاعي ځواکونو ته عالي مورال ورکړ، ځکه له هغوی سره یې په بار بار له نږدې ولیدل، د دوی ستونزې یې واورېدې، حل لارې یې ورته ولټولې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې یې  د فساد مخه ونیوله. د دوی خوړو او درملو ته یې پاملرنه وکړه. د دې او ورته نورو هلو ځلو له برکته یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا ډاډ ورکړ چې دوی تر شا یو پیاوړی ملاتړ لري، د هیواد د ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان ملاتړ.

د هغه ولسمشر ملاتړ چې په ولسي غونډو او بین المللي کنفرانسونو کې تل د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او بېدرېغه اتلولیو یادونه کوي او په ډېر افتخار سره وایي چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې زموږ نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او نړۍ باید د دوی منندوی وي.

زموږ د دغو مېړنیو او اتلو سرتېرو مبارزې نه یوازې د هیواد دفاع او بقا کې رول درلود، بلکې دوی په سوله کې هم فوق العاده رول لري، ځکه ولسمشر غني ویل، که طالبان سوله ونه مني، نو موږ به سوله د جګړې ډګر ته یوسو. مانا یې دا وه چې که په نرمه یې ونه منله، نو د جګړې ډګر کې به طالبان مات کړ او هغوی به دې دېته مجبوره شي چې سولې ته غاړه کېږدي.

همداسې وشول، طالبان چې کله په جګړه کې مات شول، نو په ښارونو کې یې چاودنې او بریدونه وکړل، دوی فکر کاوه چې په دغه ډول جنایتونو او وحشتونو سره به د خلکو روحیه کمزورې کړي، مګر برعکس دوی کمزوري شول، مات شول او له خپل راتلونکي نهیلي شول، نو اوس مجبوره دي چې سوله ومني او دا زموږ د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو برکت دی.