د سولې لپاره د حکومت بېدرېغه هڅې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له هغو مهمو ژمنو څخه چې له ولس سره یې کړې وې یوه هم د سولې تامین او د جنګ ختمول و، ځکه چې جنګ د ده حکومت ته له تېر حکومت څخه په میراث ور پاتې شو او نوموړي د دغه بد میراث د ختمولو لپاره پراخې او صادقانه هلې ځلې وکړې

.

افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني هم پاکستان او هم افغان وسله والو طالبانو ته د سولې پرلپسې وړاندیزونه وکړل. همدارنګه یې هرکال په اخترونو او نورو ملي ورځو کې په وسله‌والو مخالفانو د سولې او جنګ بندۍ غږ وکړ، تر څو زموږ خلک لږ تر لږه په اخترونو او نورو ملي ورځو کې په ارامه خپلې خوشالۍ ونمانځي.

سږکال د افغان دیني علماو له متفقې فتوا وروسته چې ولسمشر غني اوربند اعلان کړ، نووسله والو طالبانو هم د حکومت دغه غږ ته هرکلی ووایه او د اختر په ورځو کې یې د اوربند اعلان وکړ. دغه اوربند زموږ خلکو ته د سولې او ښه راتلونکي هیله وکړه او د اوربندد دوام غوښتنه یې وکړه، حکومت خپل اوربند وغځاوه، مګر افغان وسله والو طالبانو برعکس په جګړه لاس پورې کړ.

د اوربند ګټه دا وه چې په ولس کې یې د سولې خودجوشه حرکتونه پیدا کړل.  
د سولې له پروسې څخه د افغانانو په منځ کې قاطع ملاتړ او ملي اجماع موجوده ده، ملت اماده دی چې په هر قېمت وي د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي او دولت د ملت د ارادې په اساس حاضر دی چې هر اړخیز ګامونه کېږدي.

د دغه ملاتړ ښه مثال د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان دی چې پرته له حکومتي او سیاسي ملاتړ څخه یې په سلهاوو کیلومتره مزل وکړ، تر څو په تڼاکو پښو او ستړي ځانونو کابل ته د سولې پیغام را ورسوي. د کابل ولسونو، په خپله ولسمشر غني او مدني فعالانو د دغو ځوانانو تود هرکلی وکړ او د دوی دغه بېساری اقدام یې وستایه، مګر له بده مرغه افغان وسله والو طالبانو تراوسه د هغوی د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

حکومت له پیله، خصوصاً له تېر یو کال راهیسې د سولې د یوه جامع پلان له لارې مخته لاړو چې د ملت ټولو اقشارو او سیاسونو په یوه غږ ترې ملاتړ کړی. په دې برخه کې د سولې عالي شورا او نورو هڅې او هلې ځلې د قدر وړ دي، ځکه دوی هم د سولې لپاره ذهنیتونه جوړ کړل او هم یې په دې برخه کې د خلکو شته اندېښنو ته په پام وضاحت رامنځته کړ.

د دې ترڅنګ نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د آمريکا د متحدو ايالتونو، د ناټو سازمان، د اسلامي کنفرانس سازمان، بريتانيې دولت، اروپايي ټولنې او شانګهای سازمان هم د سولې د پلان او اوربند پراخ ملاتړ وکړ.

تر دې مهاله حکومت د سولې لپاره بېدرېغه ګامونه اخیستي او بې قید او شرطه مرستو ته چمتو دی، نو د طالبانو په رهبرۍ غږ کوو چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووایي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماو وروستني وړاندیزونو ته امادګي وښیي، ځکه افغان حکومت د سولې په وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي. د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لري او وروستني بې ساري اقدامات یې هم د علماو او د خلکو د غوښتنو په احترام ترسره کړي دي.