طالب له چا سره سوله کوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


اېمل پیاوړی

له کومې ورځې چې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان جنګ ته د نظامي لارې پرځای د سولې او سیاسي حل لارې موندلو هڅه پیل کړې، نو له هغې ورځې د طالبانو دریځ هم ورسره بدل شوی دی. له دې معلومېږي چې طالب نه په جنګ کې خپل واک درلود او نه هم سوله په خپل اختیار کوي

.

طالبان د افغانستان حکومت سره د سولې مذاکرات بار بار رد کړي او لا یې هم ردوي او ټینګار یې دادی چې دوی د امریکا متحدو ایالتونو سره د سولې مذاکرات کوي، مګر پوښتنه داده هغه طالب چې دا څه کم دوه لسیزې یې په دې نامه افغانان ووژل او وطن یې برباد کړ چې دلته امریکايي اشغالګر راغلي او دوی به د هغوی تر وتلو پورې خپل جهاد ته ادامه ورکړي، نو نن په کوم منطق له امریکا سره سوله کوي؟

حقیقت دادی چې طالب نه پرون د امریکایي خلاف جنګېده او نه هم نن د امریکایانو خلاف جنګېږي، ځکه پرون یې هم د پردیو په لمسون د ناچیزه مادیاتو او امتیاز په ترلاسه کولو سره جنګ کاوه او بې ګناه خلک یې شهیدانول او نن هم د امتیاز په خاطر له امریکایانو سره سوله کوي.

عجب منطق دی، جنګ مې له افغان سره دی، وژنم افغانان، مګر سوله له امریکایانوسره کوم. طالب په خپل اوسني دریځ سره په خپل پروني دریځ چې د امریکا خلاف جهاد ناره یې کوله، د بطلان کرښه راکاږله، په دې کې شک نشته چې طالبان پرون هم په ناحقه وو او نن هم په ناحقه دي، مګر د طالب اوسنی دریځ په خپل پروني افغان ضد دریځ باندې رسمي اقرار دی.

په دې کې شک نشته چې سوله به خامخا دې وطن ته راځي، ځکه د طالب له وحشتونو نور نه یوازې افغانان، بلکې ټوله نړۍ او په خپله طالبان هم ستړي دي. طالب نور نړۍ ته د زغم وړ نه دی. د طالبیزم پروژه نوره مخ په تمامېدو ده، خو پنجاب غواړي چې د دغې پروژې له وروستیو شیبو هم د پاکستان ګټې تامین کړي.

طالب نه کوم هویت لري او نه هم کوم حیثیت، طالب نه خپل واک لري او نه هم خپل اختیار. که یې لرلی، نو د مذاکراتو مېز ته به دپټ پټاني لوبې په څېر نه ورتلو، په داسې شکل به ورغلی وای چې ولس او نړۍ ورباندې د دې دومره وحشتونو او جنایتونو باوجود شاباسی ویلی وای. نړۍ دا تائید کړې وای چې طالب رښتیا هم په حقه و او جنګ یې هم په حقه وو.

طالب چې وایي زه له افغان حکومت سره خبرې او مذاکره نه کوم، نو له چا سره یې کوي. له دې معلومېږي چې طالب لا هم نه غواړي چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي. طالب به حتماً له حکومت سره خبرو ته کېني، خو کاشکې دغه کار یې همدا نن کړی وای او په خپل فکر او اختیار یې کړی وای.

طالب که خاندي او که ژاړي سوله به کوي، ځکه چې د افغان حکومت د فعالې ډيپلوماسۍ له برکته د طالب بادار په لومه کې ایسار او دېوال ته ولاړ دی. طالب چې سوله ونه کړي، نو بادار به یې نور هم له دې بد وضعیت ته ور ټېله شي. طالب د یوې معاملې نوم دی. د امریکا او پاکستان تر منځ د سیاسي معاملې. پاکستان د اوسني فشار د دفعه کولو لپاره همدا یوه وسیله لري او هغه وسیله طالب دی. طالب باید د پاکستان قرباني شي، ځکه چې پاکستان په بد حالت کې قرار لري.