طالبانو څنګه سولې ته غاړه کېښوده؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

ځینې فکر کوي چې طالبانو په خپل زړه سولې ته غاړه کېښوده، مګر داسې نه ده. طالبان د ولسمشر غني د پراخو او هر اړخیزو هڅو په پایلو کې دېته مجبوره شول چې سوله ومني، ځکه ولسمشر غني لومړی  د افغان سولې په اړه د سیمې او نړۍ ملاتړ خپل کړ. بیا یې د افغانستان د جنګ په اړه په داخل کې او د اسلامي هیوادونو د علماو په کچه غونډې او کنفرانسونه راوبلل.

د افغانستان دیني علماو د لویې جرګې په خېمه کې په یوه لویه غونډه کې متفقه فتوا صادره کړه او په ډېر وضاحت یې وویل چې په افغانستان کې روان جنګ هیڅ ډول مشروعیت نه لري او نه هم جهاد دی، بلکې دا په حقیقت کې ورور وژنه او افغان وژنه ده. علماو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې دغه جنګ ودروي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته غاړه کېږدي.

د علماو دغې متفقې فتوا له طالبانو څخه د جنګ مشروعیت او انګېزه واخیسته، د دوی په لیکو کې درزونه ایجاد شول او ټیټ پوړي طالبان د خپلو مشرانو په نیت او موخه شکمن شول، ځکه د دوی مشران د افغان دیني علماو د فتوا پر وړاندې بې ځوابه پاتې وو. له دې سره د طالبانو د جنګ لیکې کمزورې شوې.

د دغې فتوا په دوام چې د کوچني اختر په ورځو کې ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند اعلان کړ، نو زرګونه طالبان ښارونو او کلیو ته راغلل او دلته یې چې خلک او د هغوی وضعه ولیده، نو لا ډېر حقیقت ورته څرګند شو او دوی پوه شول چې مشرانو یې تېراېستلی او د خپلو شومو موخو لپاره یې په غلطه کارولي دي.

له دې وروسته په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو کنفرانس د لومړي ځل لپاره په ډېر صراحت طالبانو ته وویل چې په افغانستان کې د دوی جنګ حرام او د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی، نو له دغه جنګه دې لاس واخلي.

همدارنګه د اندونیزیا او ازبکستان کنفرانسونه چې د ولسمشر غني په لارښوونه جوړ شول دغو ټولو هڅو طالبان وارخطا کړل، له دوی یې د جنګ مشروعیت واخیست او هغوی یې دېته واداره کړل چې د جنګ پرځای باید د سولې لاره اختیار کړي. د دې ټولو هڅو ترڅنګ د طالبانو او ترهګرۍ ملاتړی هیواد پاکستان هم تر سخت فشار لاندې راغی او دا اوس هم د امریکا متحدو ایالتونو له لوري له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی، نو پاکستان هم اوس په خلاص مټ د طالبانو ملاتړ نشي کولی، نو طالب مجبوره دی چې سوله به مني.

بله مهمه موضوع داده چې افغان علماو او د اسلامي نړۍ علماو دا په ډاګه کړه چې اوس طالبان د ولس سره مواجه دي، د افغانستان له دیني علماوو سره مواجه دي، د اندونیزیا، د مکې و مدینې خطیبانو سره مواجه دي، د اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي. اوس باید طالبان تصمیم ونیسي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو سره څه ډول برخورد کوي. ایا دوی بیا هم جنګ ته لومړیتوب ورکوي او د خپل ولس پر ضد وسله اخلي او که په خپلو تېرو کړنو د پښېمانۍ لپاره د سولې لاره اختیاروي او د خپل ولس ترڅنګ ودرېږي.